فتوی نمبر (۲۶) .
مستفتي : مولوي حضرت علي ترابي .
ځائ : پښين ، باديزيي کلئ حاجي خړ .
محترم علامه ابوالفضل صاحب هیله ده چي جوړ او روغ به ياست ، ستاسو له درانه حضور څخه دا پوښتنه لرم چي د قبر له عذاب څخه د منکر څه حکم دئ ؟
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
پدې باندي فقهاوو او کُبارو د علماوو تصريح کړېده چي منکر له عذاب څخه د قبر کافر دئ .
په کتاب «الفرق بين الفرَق » کښي راغلي دي : « وتکفير من أنکر الرؤية والحوض والشفاعة و عذاب القبر آه » .
دارنګه په خلاصة الفتاوی ج۱ ص ۱۴۹ کي داسي ذکر دي :« ولايجوز الصلاة خلف من ینکر شفاعة النبي (صلی الله عليه وسلم) و يُنکر الکرام الکاتبين و عذاب القبر و کذا من ينکر الرؤية لانه کافر » .
يعني نه دئ روا لمونځ تر شا د هغه چا چي منکر وي له شفاعت څخه د رسول (صلی الله عليه وسلم) او منکر وي له کرام کاتبين (د عملو لیکونکوپرشتو) څخه او منکر وي له عذاب څخه د قبر ، دارنګه نه صحيح کيږي لمونځ تر شا د هغه چا چي هغه منکر وي له رؤيته څخه (د خدائ پاک په اخرت کښي ) ځکه چي دغسي شخص کافر دئ .
او په بريقهء محمودية ج۱ ص ۲۷۴ کښي راغلي دي چي :« ثم أنه هل يکفر جاحد عذاب القبر ، وفي بعض الفتاوی کاالتتارخانية يکفر ، و في بعضها لا يکفر وهو مشکل مع تواتر احاديث ذلک ، قال الدواني الاحاديث الصحاح هنا بالغة الی التواتر المعنوي » انتهی بتصرف .
يعني بيا دا خبره ده چي ايا منکر له عذاب څخه د قبر کافر بلل کيږي ؟ او په بعضو فتاواو کښي لکه تتارخانية (راغلي دي ) چي کافر کيږي ، او په بعضو کښي داسي راغلي دي چي نه کافر کيږي او (ددې خبري په صحت کښي ) مشکل سته سره له تواتره د احاديثو په دې کښي چي عذاب د قبر سته ، دواني ويلي دي چي پدې باره کښي صحيح حديثونه په اعتبار د معنی و تواتر ته رسيدلي دي .
مولانا عبدالعلي بحرالعلوم(رحمه الله) په رسائل ص ۹۹ کښي داسي ليکلي دي چي :« منکر الشفاعة لاهل الکبائر والرؤية وعذاب القبر ومنکر الکرام الکاتبين کافر ، انتهی » .
يعني منکر له شفاعته څخه د رسول (صلی الله عليه وسلم) خاوندانو لره د کبيره ګناهونو او منکر له رؤية او له عذابه د قبره او منکر له کرام کاتبين څخه کافر دئ .
علامه قرطبي په تذکره ص ۳۹ کښي داسي ذکر کړيدي چي :« فاعلموا أیهالاخوان أن عذاب القبر ونعيمه حق کما صرحت به الاحاديث الصحيحة ، ولکن الله تعالی ياخذ بابصار الخلائق واسماعهم من الجن والانس عن رؤية عذاب القبر لحکمة الهية ، و من شک في ذلک فهو ملحد آه » .
يعني نو خبر سۍ اې وروڼو له دې څخه چي عذاب د قبر او نعمتونه د قبر حق دي لکه چي پدې سره تصريح سوېده په صحيح احاديثو کښي ، مګر الله پاک سترګي او غوږونه د مخلوقاتو چي پيرانان او انسانان دي له ليدلو څخه د عذابه د قبره منع کړيدي له وجي د يو الهي حکمته ، او که چا پدې کښي شک وکړ نو هغه ملحد دئ .
دارنګه شيخ ابن الهمام (رحمه الله) فرمايلي دي : « ولاتجوز الصلاة خلف منکر الشفاعة والرؤية و عذاب القبر والکرام الکاتبين ؛ لانه کافر لتوارث هذه الامور عن الشارع (صلی الله عليه وسلم) .
يعني نه روا کيږي لمونځ تر شا د هغه چا چي منکر وي له شفاعت څخه او له ديدار څخه (د الله پاک) او له عذابه د قبره او له کرام کاتبين څخه ؛ ځکه چي داډول شخص کافر دئ ، له وجي د توارثه ددغو شيانو له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه .
حرره : احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له .