د لنګ سوي څاروي غوښي حلالي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42913
دارالافتآء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-15

فتوی نمبر (۳۰)  .


مستفتي     :   ضيآء الحــــــــق وردګ   .

 

سلامونه اونيکي هيلي مي ومنۍ ، ستاسو ددې کارونو اجر درته د خداۍ تعالی څخه غواړم .
پوښتنه مي داده چي د لنګي شوي میږي يا هم بل څاروي غوښه خوړل روا دي او که نه :
زموږ يوه ميږه لنګه سوې د يوې میاشتي نه دلږي مودې وري لري ، اوس د ناروغۍ له امله موحلاله کړېده ايا ددې ميږي غوښه څه حکم لري چي وې خورو او که نه ؟
ډيره زياته مننه خداۍ تعالی د ي ستاسي د زحمتونو اجر درکړي  .
ستا ورور وړوکئ ضياء الحق وردګ  .

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

محترمه وروره ميږ چي تازه لنګه سي بيا يې يا سړئ پخپله ذبح کړي ، يايې د ناجوړۍ په وجه حلاله کړي ، پر دواړو تقديرو باندي يې غوښه حلاله ، د شریعت له لاري هيڅ نقصان پدې کښي نسته .
دارنګه د ميږي تازه بچئ ذبح کول  او د هغه غوښه خوړل هم حلال دي ، ځرنګه چي د انسان طبيعت د تازه لنګي سوي میږي وغيره له غوښي څخه ، او دارنګه د تازه ځيږول سوي حيوان له غوښي څخه کرکه کوي نو پدې وجه وسړي ته دا وهم پيداسي چي دا غوښه بې ښه نه وي  . 
د ابوداؤد او ترمذي په يوه حديث کښي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) د هغه کوچني حيوان په باره کښي چي مور يې ذبح کړه سي او دَي يې په نس کښي وي ، بيا يې له نس څخه ژوندئ راوايستل سي داسي وفرمايل  چي دغه کوچنئ حيوان ذبح کړۍ او وې خورۍ ؛ځکه دده د ذبح کيدو همغه طریقه ده لکه دده د مور د ذبح کیدو چي ده  .
حاصل د جواب د مذکوره پوښتني دادي چي د هغه کوچني حيوان چي مور يې ذبح کړه سي او دَي د مور له نس څخه ژوندئ راو ایستل سي ذبح کول او خوړل صحيح دي ، نو د لنګي  ميږي غوښه به له ذبح کيدو څخه وروسته ولي حلاله نه وي .
(فتاوی محموديه ص ۴۰  / عزيز الفتاوی ج۲ ص ۱۸۲ ) .

حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .