د نوروز لمانځل حرام اوناروا کار دئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42943
دارالافتآء : ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-03-17

د نوروز لمانځل حرام اوناروا کار دئ  .

فتوی نمبر (۳۲) .
 
مستفتي     :   عزیز الله   .


اسلام علیکم ورحمت لله وبرکاته

محترمه! زه یوه پوښتنه لرم هغه دا که یو څوک نوروز ولمانځی په شریعت کښی ددی  حکم څه دی ؟ که په دی باره کی تفصیل ورکړۍ  مهربانی به مو وی  .

والسلام

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

محترم مستفتي وروره څرنګه چي د نوروز لمانځل ، او د نوروز په ورځ له نورو ورځو څخه مخالف  د خوشحالۍ يو قسم اجتماعګاني جوړول ، يو بل ته تحفې ليږل ، یا نور داسي له عادته خلاف کارونه کوم چي هغه ډول کارونه مسلمانان د اخترو په ورځو کښي کوي ، دا مسلمانان بايد ونکړي ، مسلمانان په دغه ورځ کښي له داسي کارو څخه شرعًا منع دي .

دا په دې وجه چي د نوروز ورځ او دارنګه د «مهرجان» ورځ کوم چي د مـــيزان اوله ورځ ده د کفارو د اخترو ورځي دي ، دوۍ په دغو ورځو کښي خوشحالۍ کوي ، يوبل ته تحفې ليږي، اجتماعګاني کوي ، په ډليزه توګه سره راغونډيږي او په ډليزه توګه په دغو ورځو کښي دغه کارونه تر سره کوي  .

په يوه حديث شريف کښي چي ابوداؤد يې  له أنس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ  داسي راغلي دي چي :
قدمَ النبي (صلی الله عليه وسلم) المدينة ، ولهم يومان یلعبون فیهما ، فقال ماهذان اليومان ؟ قالوا کنا نلعبُ فیهما في الجاهلية ! فقال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قد أبدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الأضحی و يوم الفطر  (رواه أبوداؤد ج۱ ص ۱۶۸)  .
يعني تشريف راوړئ  نبي (صلی الله عليه وسلم) ومدينې منوري ته په داسي حال کښي چي دوۍ (اهل د مدينې ) لره داسي دوې ورځي وې چي دوۍ به په هغه کښي لعب او بازۍ کولې ، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته فرمايل چي دغه  دوې ورځي د کوم شي دي ؟ (چي تاسي په هغه کښي خوشحالي ښکاره کوۍ ) دوۍ ورته وويل چي په دغو دوو ورځو کښي به موږ په زمانه د جاهليت کښي خوشحالي او بازۍ کولې  ! رسول (عليه السلام) ورته وفرمايل چي په تحقيق سره درکړلې الله پاک په بدل کښي ددغو دوو ورځو بهتری ورځي تر دغو دوو (چي هغه) ورځ د لوۍ اختر او بله ورځ د کوچني اختر ده . 

ملا علي القاري (رحمه الله تعالی) په خپل کتاب مرقات ج۳ ص۲۹۳ ذکر کړيدي چي په دغه حديث کښي دليل دئ پر دې باندي چي تعظيم د ورځي د نوروز يا د مَهرجان ، يا دداسي نورو ورځو کومي چي د کفارو د اخترو ورځي دي په شریعت کښي منهي عَنه او ممنوع کار دئ  .
همدارنګه يې ذکر کړيدي چي أبوحفص الکبير الحنفي ويلي دي چي  : چا که د نوروز په ورځ ويوه مشرک یعني کافر ته يوه هګۍ ورکړه له وجي د تعظيم ددغي ورځي ، نو هغه کافر سو په الله تعالی او عملونه يې ټول باطل او ختم سوه . 

او قاضي ابوالمحاسن الحسن بن منصور حنفي ويلي دي چي :
چا که په دغه ورځ يو شئ رانیوئ کوم چي په نورو ورځو يې دا ډول نه کول او يا يې يو چا ته يو شئ هديه کړ ، نو کچيري مقصد دده په دغه کار سره تعظيم ددې ورځي ؤ کوم چي کفار يې ددغي ورځي کوي ، نو په تحقيق سره دغه سړئ کافر سو ، او کې چيري په دغه رانيولو سره خوند اخستل او طبيعت آرايي وه ، دارنګه يې په ورکولو کي د يو شي و يو چاته مقصد محبت او الفت پيدا کيدل ؤ يو دبله لکه څرنګه چي عادت دئ ، نو دا کار کفر نه بلل کيږي مګر مکروه دئ ؛ ځکه چي په دې سره تشبُه او برابروالئ راځي له کفارو سره نو له دې څخه هم بايد ځان وساتل سي  .   
 (مرقات ج۳ ص ۲۹۳) .

په فقه الاسلامي ج ۲ ص ۵۸۴ کښي داسي ذکر دي  :«و أما النيروز والمهرجان فلان فيه تعظيم ايام نهينا عن تعظيمها »  . 

حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .