دقران شریف تر یادیدو وروسته د هیرولو حکم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42944
دارالافتاء : ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-03-17

فتوی نمبر (۳۳)  .

مستفتي  :   shafiulla:.khaksar


السلام علیکم ورحمت الله و...ځما سوالو نو ته جواب نه راځي که څه غلطي وي ووایاست :!

زما سوال دادي چي  که یو سړي قران شریف یاد کړئ وي  او یایي څو سپاري یاد کړي وي ، یایي څو ایاتو نه یاد کړي وي ،او دغه سړي بي له عُذره پریږدي داڅه حکم لري؟ ــــ او که عذ ر ولري او پرييږدي څه حکم لري یعني عذاب یي څه دي خدایي(ج) به ده ته څه وایي  ؟

الجواب وهو الملهم للصواب  .

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
محترمه وروره ! اول ستا دګیلې په باره کښي بايد ووايو چي پر موږ باندي کار بيخي ډير دئ ، مسئلې بيخي ډيري راځي او نور مصروفیتونه مو هم زيات دي ، تاسي به په ويب سايټ کښي وينۍ چي هره ورځ موږ د اوو ، اتو پښتنو جوابونه  پورته کوو ، د یوه ورور پوښتنه هم موږ انشآء الله بې جوابه نه پرېږدو ، البته د اميد او توقع په مطابق وخت کښي کچيري د پوښتني جواب درنکړ سي نو په دې باره کښي موږ معذور ګڼۍ !!
 اوس ستادپښتني جواب  ته ګوره : که يو څوک قرانکريم په ياد کړي ، یا ځيني سورتونه د قرآنکريم په ياد کړي نو و هغه ته پکار ده چي د الله (جل جلاله) له دغه عظيم نعمت سره بې احتياطي ونکړي ، او ددې دپاره چي ورڅخه هير نسي په تکرارولو کښي يې بايد زيات کوښښ کوي  .
بالفرض که له يو چا څخه د قرآن پاک يوه په ياد سوې حصه او برخه هيره سي نو دلته دوه صورته دي :
اول صورت دا دۍ چي دغه هيريدل دده د بېباکۍ او غفلت په وجه نه وي ، بلکي سره له کوښښه او تکراره دده ورڅخه هيره سي ، نو په دغه وخت کښي دغه سړئ ګنهګار نه بلل کيږي .
او کچيري له ده څخه پدې وجه دغه په ياد کړه سوې برخه د قرانکریم هيره سي چي تکرار يې نکوي ، تلاوت يې نکوي او غفلت ورڅخه کوي نو بيا دغه سړئ ددغه نسيان په سبب ډير سخت ګنهګار ګرځي  .
په ترمذي شريف ج ۲ ص ۵۸۴ يو مبارک حديث دئ چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي چي وړاندي کړه سوه پر ما باندي ثوابونه د أمت ځما حتی ثواب د وتلو د يوې خاشې چي يو سړئ يې له مسجد څخه دباندي وباسي ، او وړاندي کړې سوې پر ما باندي ګناوي د أمت ځما نو نه مي وليده هيڅ يوه ګناه ډيره لويه له ګناه څخه ددې چي یو سورت یا یو آيت د قرآنکريم و يو چا ته ورکړ سي (يعنی په ياد يې کړي ) بيا دَئ دغه آيت يا سورت هير کړي  .
ددې جواب د اثبات دپاره د کشف الاسرار د اصول فخر الاسلام بزدوي د ج۴ ص ۱۳۹۷ دغه عربي عبارت وګورۍ ! :
انما يصير النسیان عذرا في حق الشرع اذا لم يکن عن غفلة ، فاما اذا کان عن غفلة فلا یکون عذرا ، کنسیان المرء ماحفظه  مع قدرته علی تذکاره بالتکرار فانه انما يقع فيه بتقصيره فيصلح سببا للعتاب ، ولهذا يستحق الوعيد من نسي القرآن بعد ما حفظه مع قدرته علی التذکر بالتذکار  .
والسلام ومن الله التوفیق
حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .