په اسلام آباد کې د افغان محصلینو نویې اتحادیې په کار پیل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43049
محمد عابد علمي
دخبریدو نیټه : 2011-03-23


     د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نویو غړو ته وسپارل شوې. په هغه غونډه کې چې د وري په لمړۍ نیټه په دغه پوهنتون کې د یو شمیر افغان استادانو، محصلینو، د پاکستان په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د مشرانو او له پېښور او هېواد څخه راغلو میلمنو په ګډون ترسره شوه؛ د محصلینو د اتحادیې چارې، پخوانیو غړو چې مشري یې محمد ولي کاکړ په غاړه لرله، نویو غړو ته چې مشري یې ګل رحمٰن منګل کوي وسپارل شوې.

     غونډه قاري صاحب عصمت الله عاصم د قرآن مجید په څو مبارکو آیاتونو تلاوت پرانیسته. ورپسې استاد فضل الرحمان خپله هر اړخیزه وینا وکړه، ده په خپلو خبرو کې د پخوانۍ اتحادیې د رئیس او ورسره ټیم خدمتونو ته اشاره وکړه، چه د محصلینو ډیری ستونزې یې هوارې کړې، او نه هېریدونکي خدمتونه یې ترسره کړل، د نویې اتحادیې غړو ته یې هم مبارکي ووېیله، او له لوی څښتن تعاليٰ(ج) نه یې ورته د موفقیتونو غوښتنه وکړه. او محصلین یې له وخت نه د اعظمي ګټې اخیستو ته راوبلل، او د هېواد هغه ستونزو ته یې اشاره وکړه چې همدا اوس ورسره لاس او ګریوان دي. ورپسې د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال دکتور دل آقا وقار له محصلینو سره خپل خواله شریک کړل. ښاغلي وقار پدې خوښي وښوده، چې په داسې یو پوهنتون کې د خبرو او څه ویلو بلنه راکړل شوې، چې له نن څخه دیرش کاله وړاندې مې د ګوتو په شمېر افغانانو سره پکې زده کړي کولې، خو اوس له نېکه مرغه شپږ سوه هېوادوال مو پکې لوړې زده کړې کوي. ده هم په خپلو خبرو کې د هېواد ستونزو ته اشاره وکړه او له محصلینو یې وغوښتل چې په خپلو هېوادوالو باندې د نه تحمل کېدونکو مصیبتونو د له منځه وړلو لپاره ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړئ، همدا مهال زمونږ هېواد له یو پېچلي او ځوروونکي تاریخي پړاو څخه تیریږي، خو، زه انشأالله د یو روڼ سباوون زیری درکوم، مونږ به هم د نړۍ د یو آزاد هیواد په توګه ژوند کوو. ورپسې استاد عبدالباقي امین غونډې ته خپله وینا واوروله، او محصلین یې خپلو مسؤلیتونو او ملي احساس لرلو ته راوبلل. ده هم د تېرې اتحادیې نه مننه وکړه او د نویو مسؤلینو ته یې مبارکي ووېیله.

د غونډې په منځنۍ برخه کې د پخوانۍ اتحادیې رئیس محمد ولي کاکړ د خپل تیر یو کال کړنو په اړه مفصل ریپوټ وړاندې کړ. ده په خپل ریپوټ کې د محصلینو په اسنادو کې د اداري خنډونو له منځه وړل، کلتوري لاسته راوړنو، د اتحادیې لپاره د ویب پاڼې جوړول، په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو په اړه د غونډو او له مشرانو سره یې د اړیکو غښتلتیا، په کابل کې د دفتر د پرانیستو او مالي عوایدو او مصارفو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. ښاغلي کاکړ له ټولو محصلینو او خپل ټیم څخه مننه وکړه، چې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې د تیر یو کال په اوږدو کې راسره وکړې. له ښاغلي کاکړ وروسته د اتحادیې د ټاکنیز کمسیون مشر استاد الفت الله جنغوزي له ښاغلي کاکړ او ورسره ټیم څخه مننه وکړه، او د هغه هڅې یې د قدر وړ وبللې. ده په خپلو خبرو کې له محصلینو څخه د یو شمیر قوانینو مراعاتو ته اشاره وکړه، او د نویې اتحادیې سره یې د همکارۍ غوښتنه ورڅخه وکړه. ورپسې د نویې اتحادیې رئیس ګل رحمان منګل محصلینو ته ځان ور وپېژانده، او د خپل کاري پلان په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ښاغلي منګل وویل ما په دې پوهنتون کې د خپلو هېوادوالو لپاره د یو کلن خدمت لپاره ځان چمتو کړی دی؛ تاسو ته جوته ده چې لوی مسؤلیت دي، له هر یوه څخه مې دا غوښتنه ده چه زما او زما له ټیم سره همکاري وړکړئ. ده د خپل کاري پلان په اړه په خپلو خبرو کې د ویب پاڼې د پرمختګ، د پښتو او دري ژبو د کتابتون او یو شمیر نورو کارونو ترسره کول اړین وبلل. او د خپل ټیم نور غړي یې د غونډې ګډونوالو ته وروپیژندل، چې عبدالحسیب غفوري د مرستیال، احمدالله احمدزي د فرهنګي چارو مسؤل، لونګ منګل د بهرنیو چارو مسؤل، زاهد الله ملکزی د نشاطاتو مسؤول، او حضرت بلال د مالي چارو مسؤول په توګه د خپلې دندې لپاره ټاکل شوي دي. ورپسې قاري صاحب فریدالله امیري او امین الله همدرد د هېواد له درده ډکې ترانې ولوستې. د غونډې په ورستۍ برخه کې د محمد ولي کاکړ لخوا د یو موټرسائکل ډالۍ ښاغلي ګل رحمان منګل ته ورکړه شوه. او له هغه وروسته د استادانو په لاس یو شمیر محصلینو ته د قرآنکریم ډالۍ او تصدیق لیکونه ورکړل شول. په دغه غونډه کې د ستیج چارې د نثار احمد او شاهد محمود وقار پر غاړه وې.

 – د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون