فتوی نمبر (۴۰) .
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عین الحق .
عالیقدراسلامی محقق ابوالفضل صاحب ! رسول (صلی الله عليه وسلم) ته جبريل په کوم شکل کښي راتلئ ، ايا نبي (عليه السلام) دَئ په خپل اصلي شکل کښي ليدلئ دئ او که څنګه ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
جبرئیل (عليه السلام) به عمومًا د یو انسان په شکل کښي ورسول (عليه السلام) ته راتلئ ، غالبا بې د «دحيه کلبي » په صورت کښی تشريف راوړئ ، صرف دوه واره رسول (صلی الله عليه وسلم) جبرئیل (عليه السلام) په خپل شکل ليدلئ دئ ، دارنګه علماوو پدې باندي تصریح کړېده چي د جبريل (عليه السلام) په اصلي شکل ليدل ځموږ د نبي (عليه الصلاة والسلام) له خصوصياتو څخه دئ .
(وفي الخصائص الصغری خص رسول الله (صلی الله عليه وسلم) برؤيته جبریل في صورته التي خلقه الله تعالی علیها اي لم يره أحد من الأنبيآء علی تلک الصورة الا نبينا عليه السلام ، کذافي أنسان العيون ج۱ ص ۲۵۹ ) .
کَعبُ الأحبار (رضی الله عنه) ويلي دي چي جبرئيل (عليه السلام) له أفضل څخه د ملائکو دئ ، شپږسوه وزرونه لري او په هر وزر کښي يې بيا سل وزرونه دي ، او له دې څخه ماسوا دوه داسي وزرونه لري چي هغه بل وخت نه غوړوي (خلاصوي) صرف په هغه وخت کښي يې غوړوي چي الله پاک وده ته د کومو قريو او ښارو د هلاکولو حُکم وکړي .
والسلام ومن الله التوفیق