درسول (ص )دوفات وروسته ومځکي ته دجبريل راتګ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43060
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-24

فتوی نمبر (۴۲)

دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  عبدالغفار   .
زماسوال دادۍ چي    : دا خبره مشهوره ده چي د رسول (صلی الله عليه وسلم) له وفات څخه وروسته بيا جیرئیل (عليه السلام) وځمکي ته ندئ راغلئ  او نه راځي ، ايا دا خبره تر څونه حده پوري صحت لري  ؟


الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  . 
دا خبره بالکل غلطه ده ؛ ځکه چي له صحيح احاديثو څخه ثابته ده چي په هره شپه د ليلة القدر کښي جبريل (عليه السلام) ومځکي ته نازليږي  ، او پر ځینو نيکو مومنانو باندي به عمومي ډول او پر ځينو باندي په خاص ډول سلام وايي  ، او د ليلة القدر په سورت کښي هم الله پاک فرمايلي دي چي : «تنزلُ الملائکة والروح» يعني نازليږي د ليلة القدر په شپه کښي له اسمان څخه ملائکه اوروح ، له روح څخه حضرت جبرئيل مراد دئ  .
د دَجال په متعلق په يوه حديث کښي راغلي دي چي پر مکه شريفه باندي به حضرت ميکائيل پيره دار وي او له دجال څخه بې ساتي ، او پر مدينه منوره باندي به حضرت جبرائيل ولاړ وي له دجال څخه بې ساتي .
حديث مبارک دادئ  : اخرج الطبراني ونعيم بن حماد في کتاب الفتن من حديث الفتن عن النبي صلی الله عليه وسلم في وصف الدجال قال فيمر بمکة فاذا هو بخلق عظيم فیقول من انت ؟  فيقول انا ميکائيل بعثني الله لأمنعه من حرمه ، ویمر بالمدينة فاذا هو بخلق عظيم فيقول من أنت ؟  فیقول انا جبرئيل بعثني الله لأمنعه من حرمه  .
دارنګه کله چي حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي نو بيرته الهي وحي وده ته شروع کيږي او د وحي  رواړل خو د جبريل (عليه السلام) وظيفه ده ، نو د عيسی (عليه السلام) په وخت کښي به هم دَي له اسمان څخه نزول کوي .