توسل په نیکوبنده ګانوسره روادئ ( مفصل تحقيق ) .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43130
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-28

فتوی  نمبر (۴۴)  .   

دارالافتآء علامه  ، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي عبدالله  .

 

عالیمقام ابوالفضل صاحب  زه په دې باره کي پښته کوم چي توسل په ذوات فاضله ووسره خاص بیا په نبي علیه الصلوة والسلام سره روادئ اوکه ندئ  څني ملاډوله خلګ له دې څخه انکار کوي ؟

  

الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره دجواب  ترتفصیل له مخه  دمولانارومي رحمه الله یوبیت درته وایم مولانارومي په مثنوي کي ویلي دي  :
چون بسي ابلیس آدم روی هست،پس بهردستي نبایدداد دست  .
یعنی څرنګه چي ډيرابلیسان  دانسان په شکل کي ګرځي نوبایدوهرلاس ته لاس ورنکړې .
نومحترمه نن صبا ډیر دانسانانو ګمراه کوونکي  خلګ دملایانو په جامه کي ګرزي نوبایدله هرچا څخه يو مسلمان  دین زده نکړي  ، اوس وجواب ته راځم  :

پوه سه ! چي توسل د الله (جل جلاله) په نيکو بندګانو سره که نبيان وي که رسولان ، او که صديقين وي که شهدآء او صالحين يا اولياء کرام وي بلا شک وشبهې جائز او روا دئ ، او دهر مسلمان دپاره د دنيوي او اخروي مشکلاتو د حل دپاره يوه ډيره ستره او غوره لار ده  ، له دې څخه انکار د ضالينو او مُضلينو او د بدبختو انسانانو کار دئ ، دارنګه انکار له دې څخه د قرآنکریم له صريح اياتو څخه او د نبي (صلی الله عليه وسلم) له احاديثو څخه او د صحابه وو او سلفِ صالحينو ، تابعينو او د تبعِ تابعينو له عمل څخه ، او د عقل له مقتضی څخه ښکاره مخالفت دئ   .
او توسل په دغو ذکر سويو اشخاصو سره عام دئ : که په حال د ژوند ددوۍ کښي وي او که پس له مرګ څخه ددوۍ وي  ، د ژوند او دمرګ ددوۍ چي کوم خلګ فرق سره کوي نو هغه په حقیقت کښي هغه خلګ دي چي يا پر دې باندي عقيده لري چي کله چي انسان مړ سي نو دده روح هم نيستي کيږي ، او دغه عقيده په حقيقت کښي مستلزمه ده دې خبري لره چي د مرګ څخه وروسته بيرته ژوند او د قيامت ورځ نسته  ، او يا پر دې باندي بنا ده چي د انسان روح چي له بدن څخه جلا سي نو بيا هيڅ قسم ادراک نسي کولاۍ چي دا له صريحو شرعي دلائلو څخه مخالفه ده .

داسلامي أمت مسَلم او مقبول علمي امامان لکه امام فخر الدين رازي ، علامه سعدالدين التفتازاني ،   علامه سيد شریف جرجاني  او امثالو ددوۍ په دې سره تصريح کړېده چي توسل په انبياو او صالحینو سره که ژوندي وي او که مړه وي جائز دئ   ، يو څوک چي دغه ډول د أمت مسَلم امامان د قبرو عبادتکونکي او مشرکين  وبولي ، پداسي حال کښي چي ټول أمت د ايمان او دکفر په پيژندنه کښي ، د توحيد او شرک په پيژندنه کښي  ددوۍ و کتابو ته رجوع کوي ، نو دا ډول سړئ به د څونه حماقت او جهالت خاوند بلل کيږي  ،په دې باره کښي به داياتو او أحادیثو ، د صحابه وواو ائمهء أربعه وو د قول او دعمل بيان په تفصيل سره انشآء الله درته راسي  ، اول ددغو ذکر سويو علماوو و عباراتو او بیاناتو ته په دې باره کښي متوجه سۍ  !  :    
 (۱ )  :  امام رازي (رحمه الله) په تفسير کبير کښي داسي ذکر کړيدي   : «ان الأرواحَ البشرية الخالية من العلائق الجسمانية ، المشتاقة الی الاتصال بالعالم العُلوي بعدَ خروجها من ظلمة الاجساد تذهبُ الی عالمِ الملائکة ،و منازل القدس و يظهر منها آثار في أحوال هذا العالم ، فهيَ المدبرات أمرا ، أ ليس الانسان قد يرا أستاذه في المنام و يسأله عن مسئلة فيُرشده اليها ؟ انتهی   » .
امام رازي د «والنازعات غرقا» دسورت ددغي فقرې چي «فالمدبرات أمرا» په تفسير کښي دا کلام ذکر کړئ دئ ، دارنګه علامه آلوسي په روح المعاني کښي هم دغه کلام ذکر کړئ دئ   .
(۲ )  : امام رازي صاحب د المطالب العالية د لسم فصل په دريمه مقاله کښي له کتابِ سابع څخه د «المطالب العالية» ذکر کړيدي   :  «ان الانسانَ قد يرا أباه و امه في المنام ، ويسألهما عن أشيآءَ وهما يذکران أجوبة صحيحة ، وربما ارشداه الی دفين في موضع لايعلمه أحد ، ثم قال أنا کنتُ صبيا في اول التعلم و کنتُ أقرأ حوادثَ لا اولَ لها فرأيتُ في المنام أبي فقال لي  : أجودُ الدلائل أن يُقالَ الحرکة انتقال من حالة الی حالة فهي تقتضي بحسب ماهيتها مسبوقيتها بالغير ، والازل يُنافي مسبوقا بالغير ، فوجب أن يکون الجمع بینهما محالا ، ثم قالَ المُنصف والظاهر أن هذا الوجه أحسن في کل ماقيل في هذه المسئلة ، وقال رازي : و ايضا سمعتُ أن الفردوسي الشاعر لما صنف کتابه المسمی بشهنامه علی اسم سلطان محمود بن سبکتکين ، ولم يقضي حقه کما يَجبُ ، وما راعاه کما يليق بذالک الکتاب ضاقَ قلب الفردوسي ،فرئ في المنام رُستم فقال له قد مدحتني في هذاالکتاب کثيرا و أنا في زمرة الاموات فلا أقدر علی قضآء حقک و لکن اذهب الی الموضع الفلاني واحفره فانک تجد فيه دفينًا فخذه !  . فکان الفردوسي يقولُ ان رستم بعدَ موته أکثر کرمًا من محمود حالَ حیاته   .

(۳) :   علامه سعدالدين التفتازاني په «شرح المقاصد» کښي چي له أمهات څخه د کتابو د علم عقايد بلل کيږي  ، په دوهم جزء کښي په سلسله کښي د رَد پر فلاسفه وباندي ويلي دي چي بلکي ظاهر له قواعدو د اسلام څخه داده چي د انسان روح لره وروسته له دې چي له بدن څخه  جلا سي جزئي علمونه او پر ځينو جزئياتو د حالاتو د ژوندو اطلاع حاصليږي ، خاص بيا د هغو ژوندو پر حالاتو باندي چي د دوۍ او د مرده په منځ کښي تعارف موجودوي  ، نو په همدې وجه د قبرو په زيارت سره نفع اخسته کيږي او د نيکانو خلګو په اروحانو سره کوم چي مړه سويوي کومک غوښتل کيږي په  تحصيل کښي د مقاصدو او په دفع کښي د مشکلاتو  .
همدارنګه تفتازاني د مذکور کتاب ج۲ ص ۱۵۰ کښي ويلي دي چي حاصل د کلام دادي چي د اولياوو کرامات دونه ښکاره دي لکه څنګه چي د انبياوو معجزې ښکاره وې ، خو کوم مبتدع او هوا پرسته خلګ چي کرامات د اولياوو نه مني نو له هغو سره بل کوم دليل نسته صرف دايې دليل دئ چي دوۍ پخپلو تاريکو او بې لاري نفسو کښي کرامت نه دئ ليدلئ نو د الله پاک وليان هم پر خپلو ځانو باندي قياسوي   .

(۴)  :  علامه سيدشريف الجرجاني دمطالع په حاشيه کښي (په نزد د بيان دشارح د وجي د درود ويلو پر نبي عليه السلام) ويلي دي چي همدارنګه زيارت د قبرو د انبياوو سبب د فيضان د ډيرو انوارو او برکاتو ددوۍ پر زيارت کونکو باندي ګرځي ، لکه چي صاحبان د بصيرت دا کار په مُشاهده سره ويني ، نو کتاب ، سنت او عمل د أمت او کلام د أئمه و د أصولو د دين پدې مسئله کښي سره متطابق او موافق دي ، او څوک چي د عناد له وجي له دې څخه انکار کوي نو هغه له سمي لاري څخه زائغ او منحرف دئ   . 

اوس د موضوع په ارتباط اول وهغو قرآني اياتو ته ګورۍ چي له هغوۍ څخه دا خبره په ثبوت رسیږي چي توسل په ذواتِ فاضله و سره صحيح او جائز کار دئ   :
(۱)   :  الله (جل جلاله) فرمايلي دي  : «يآأيها الذين آمنوا اتقوا الله وابتغوا اليه الوسيلة وجاهدوا في سبيله لعلکم تفلحون  » (المآئدة : ۳۵) .
يعني اې هغه خلګو  ! چي ايمان يې راوړئ دئ وبيريږۍ له الله (جل جلاله) څخه (يعني په دې ډول چي عبادت او طاعت د الله پاک کوۍ او له معصيت او نافرمانۍ څخه د الله پاک ځانونه ساتۍ ) او طلب کوۍ و الله پاک ته د وسيلې (يعني د هغه شي چي په هغه سره تاسي وخدائ ته ورنژدې کيږۍ ) او جهاد کوۍ په لار د الله کښي ښايي چي تاسي به په مراد ورسیږۍ ، کاميابه به سۍ  .
په دغه مبارک آيت کښي الله پاک مومنان په درو شيانو سره أمر کړيدي :  اول په تقوی سره ، دوهم په طلب د وسيلې سره ، دريم په جهاد سره  ، که څه هم ډيرو مفسرينو د وسيلې تفسير په طاعت ، عبادت او دُعا سره کړئ دئ مګر که یو چا ته الله پاک صحيح تدبر او ژور فکر ورکړئ وي نو هغه دا خبره په واضح ډول فهمولاۍ سي چي له طلب د وسيلې څخه دلته مراد بايد توسل په ذواتِ فاضله ؤ سي ، او له وسيلې څخه مراد د الله پاک نيک بندګان سي ؛ ځکه که د وسيلې تفسير په هغه ډول وسي چي ډيرو مفسرينو کړئ دئ نو بيا به د «وابتغوا اليه الوسيلة» جمله او د «اتقوا» جمله په معنی کښي سره برابره سي نو بيا به دغه دوهمه جمله تأکيد سي د اولي جملې دپاره ، او که توسل په ذواتِ فاضله و ورڅخه مراد سي نو به تأسيس سي او په اتفاق سره د علماوو تأسيس تر تاکيد اولی دئ  .
او په دې کښي کوم شرعي شناعت او بدي سته چي يو څوک داسي ووايي چي الله پاکه ! ستا د فلاني صالح بنده په خاطر چي پر تا باندي ګران دئ ځما دا فلانئ مشکل راحل کړه  . لکه په بندګانو کښي چي يو بنده و يو چا ته ډير مقرب وي او ډير باندي ګران وي نو یو څوک و همدغه چا ته ووايي چي زه که څه هم ستا په نزد قدر نلرم خو د فلاني لحاظ وکړه کوم چي پر تا باندي ګران دئ او د هغه په خاطر دا کار راوکړه  .
ابن تيمه چي په خپل کتاب «الفرق بين اولياء الشيطان و اوليآء الرحمن» کښي دا خبره کړې ده چي د الله پاک معامله د بندګانو سره دا ډول نه ده لکه د بندګانو معامله په خپل آپس کښي ، نو دا خبره دده له صريحو اياتونو او أحاديثو څخه مخالفه ده لکه چي په دې باره کښي به تفصيل بيا په خپل ځائ کښي انشآء الله درته راسي  .

او ځينو مفسرينو بيا په دغه آيت کښي د «الوسيلة» د لفظ په باره کښي ویلي دي چي وسيله وهغه ته ويله کيږي چي په هغه سره بنده و خدائ ته ورنژدې کیږي ، عام له دې څخه که هغه طاعات او عبادات وي او که ذواتِ فاضله وي  ، نو ددغه مفسرينو په قول هم ځموږ مطلب ثابت دئ .
دا خبره چي ما وکړه چي له وسيلې څخه دلته باید ذواتِ فاضله مراد سي دا مي په خالي رأيي سره او خالي په دې وجه چي د وسيلې لفظ دلته مطلق ذکر دئ نو عام دئ نه ده کړې ، بلکي پر دغه تفسير باندي شرعي دليل هم موجود دئ چي هغه قول دعمررضی الله عنه دۍ ، حضرت عمر (رضی الله تعالی عنه) په توسل د حضرت عباس (رضي الله عنه) طلب د باران له الله پاک څخه وکړ  او باران الله پاک واوروئ ، نو پر هغه مهال حضرت عمر دوې خبري وکړي : اوله دا چي :«هذا والله الوسیلة الی الله عز وجل » يعني دغه عباس قسم په خدائ دئ وسيله دئ والله (جل جلاله) ته ، يعني هغه وسيله ده چي الله پاک د هغې په ابتغا سره  موږپه دې قول د خدائ کښي أمر کړي يو چي «وابتغوا اليه الوسيلة»  (هکذا قالَ ابن عبدالبر في الاستیعاب ) او دوهمه خبر يې دا وکړه چي «واتخذوه وسيلة الی الله» يعني او نيسۍ دغه عباس (رضي الله عنه) وسیله و الله  جل جلاله  ته (کذا في فتح الباري)  .
تاسي ته به معلومه وي چي ابن عبدالبر او ابن حجر عسقلاني په اسلام کښي ، خصوصًا په حديثو کښي څنګه شخصيتونه دي  ، د توسل بالذواتِ الفاضله منکرين هم ددوۍ له علومو څخه استفاده کوي  ، په دوۍ کښي يوه (يعني ابن عبدالبر) له عمر څخه دا قول رانقل کړئ دئ چی دغه عباس قسم په خدائ دئ په هغه وسيله کښي داخل دئ کوم چي الله پاک په مذکوره آيت کښي ذکر کړېده ، او دوهم يعني ابن حجر له ابن عمر څخه دا قول رانقل کړئ دئ چي ده وويل چي د آينده دپاره هم عباس و الله (جل جلاله) ته وسيله ګرځوۍ او په ده سره توسل کوۍ ، نو له دغو دواړو قولو د عمر څخه دا خبره په ډاګه سوه کومه چي مخکي ما وکړه چي له وسيلې څخه مراد د الله پاک نيکان بندګان دي ، او له ابتغا د وسيلې څخه مراد توسل د الله پاک په نيکو بندګانو سره دئ    .
د هر چا په زړه کښي چي الله پاک زيغ او ميل پیدا کړئ وي او د «والذین في قلوبهم زيغ» مصداق وي نو هغه به د خپل باطل او فاسد مطلب دپاره په دغه مذکور قول د عمر کښي هم ناروا تاويلات کوي ، خو له دوۍ سره ځموږ کار نسته   .

(۲ )  : د تعجب خبر داده چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) لا پيدا سوئ نه ؤ يهودو به په ده سره توسل و الله پاک ته کوئ او دَئ مبارک بې و الله پاک ته وسيله ګرځوئ ، او دده په طفيل بې له الله پاک څخه پر کفارو باندي د فتح او بري طلب کوئ  ، او په قرانکريم کښي و يهودو ته د عتاب په حیث الله پاک داسي وفرمايل چي دا هغه نبي دئ چي په ذات د هغه سره به تاسي وماته توسل کوئ  ، اوس چي هغه پيدا سو او نبي سو نو انکار ورڅخه کوۍ ، هغه خلګ چي له توسل څخه په ذواتو فاضله و سره انکار کوي نه بوهيږم چي هغه په دې واقعه کښي بیا د نفس او شيطان په تعليم سره څه قسم بابولالي وايي  .
په هغه وخت کښي خو رسول (عليه الصلاة والسلام) نه ؤ چي مراد له توسل څخه په ده توسل په دُعا دده سي ، او دا رنګه هغه خلګ چي توسل په ژوندي سره مني او وروسته له دې چي يو صالح سړئ وفات سي نو بیا توسل په هغه سره نه مني هغه پدې باره کښي څه وايي ؟  ځکه چي هغه مهال چي یهودانو به توسل په نبي (عليه الصلاة والسلام) سره کوئ نو دَئ مبارک بيخي پیدا سوئ لا هم نه ؤ ، سره له دې چي دغه توسل د يهودو به الله پاک قبلوئ او په دې وجه بې ودوۍ ته فتح او نصرت ورکوئ ، او په قرآنکريم کښي يې د همدغه توسل تقرير هم کړئ دئ ، لکه چي د سورت بقرې په ۸۹) مبارک آیت کښي فرمايي : «وکانو من قبلُ يستفتحون علی الذين کفروا فلما جآئهم ماعرفوا ، کفروا به فلعنة الله علی الکافرين » .
 په تنوير المقباس من تفسير ابن عباس کي له حضرت ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي يهودو به دخپلودښمنانو په مقابل کي په رسول عليه الصلوة والسلام سره توسل کوئ :
 (وکانوا من قبل ) من قبل محمد صلي الله تعالي عليه وسلم والقرآن  (يستفتحون) يستنصرون بمحمد  صلي الله تعالي عيه وسلم والقرآن (علي الذين کفروا )  من عدوهم  اسد وغطفان ومزينة وجهينة ( فلما جاء هم ماعرفوا ) صفته  ونعته في کتابهم (کفروا به ) جحدوا به ( فلعنة الله ) سخط الله وعذابه (علی الکافرين ) علی الیهود ـ   فيروز ابادي تنويرالمقباس من تفسير ابن عباس   ص   ۱۳ ـ
 امام طبري ددې مضمون دتفصيل سره داهم له ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه نقل کړيدي : ان يهود  کانوا يستفتحون علي الاوس والخزرج  برسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم   قبل مبعثه   فلمابعثه الله تعالي  من العرب  کفروا به وجحدوا ماکانوا يقولون فيه فقال لهم معاذ بن جبل وبشر بن البراء بن معروراخو بنی سلمة : يامعشر يهود اتقوا الله واسلموا فقد کنتم تستفتحون علينا بمحمد صلي الله تعالي عليه وسلم ونحن  اهل شرک وتخبروننا انه مبعوث وتصفونه لنابصفته ـ
 طبري جامع البيان في تفسيرالقرآن   ص ۱  ج  ۳۲۵ ـ 

اوس د موضوع په ارتباط و صحيحو أحاديثو او اثارو ته متوجه سۍ   !  :

(۱)   : حضرت عُثمان بن حنیف له نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه ددې دُعا روایت کړئ دئ  :  «اللهم اني أسألکَ وأتوجهُ الیکَ بنبيکَ مُحَــــمد نبي الرحمة ، يا محمد اني توجهتُ بک الی ربي في حاجتي » .
په دغه مبارک حدیث کښي توسل په ذات د نبي (صلی الله عليه وسلم) او په جاه او مرتبې دده سره ، دارنګه ندآء وده ته په حال د غایبوالي دده کښي په ثبوت رسيدلئ دئ  ، له دغه حديث او دغي دُعا څخه دا خبره ثابته سوه چي توسل په ذات د رسول (عليه الصلاة والسلام) جائز دئ او دارنګه نداء  وده ته په «یامحمد!» يا په «یارسول الله» سره له دې سره سره چي له موږ څخه غائب دئ روا ده  .
اوس ودې ته متوجه سۍ چي دغه حديث په کومو کتابو کښي ذکر سوئ دئ ، ددې دپاره چي د مخالفینو په خوله کښي نور ه هم د الله پاک د قهر او غضب خاوره ولويږي  :
( هذا الحديث أخرجه البخاري فی تاريخه الکبير ، والترمذي في اواخر الدعوات من «جامعه» وابن ماجه في «صلاة الحاجة من سننه» وفيه نص علی صحته . والنسائي في «عمل الیوم والليلة» وأبونعیم في معرفة الصحابة» والبيهقي في «دلائل النبوة» وغير هم علی اختلاف يسير في غیر موضع الاستشهاد ، وصححه جماعة من الحفاظ يُقاربُ عَدَدُهم خمسة عشرَ حافظًا  .
فمنهم سوی المتأخرين  :  الترمذي وابن حبان ، والحاکم والطبراني ، وأبو نعیم ، والبيهقي والمنذري ، وسند الترمذي   : «حدثنا محمود بن غيلان ، نا عثمان بن عمر ، نا شعبة عن أبي جعفر عن عمارة (بالضم) ابن خزيمة بن ثابت عن عثمان بن حنیف » ثم ساق الحديث وقال  : هذا حديث حسن صحيح غريب لا نعرفه الا من هذا الوجه من حديث أبي جعفر (وهو الخطمي ) . وفي بعض النسخ المطبوعة : «وهو غير الخطمي » و في بعضها :« ولیس هو الخطمي »  .
وهذا وذاک من تصرفات الناسخين ، ولیس من عادة الترمذي أن يقول : «هو غیر فلان» ويترکه من غير بیان . علی أن أبا جعفر الراوي عن عمارة بين شيوخ شعبة انما هو عمیر بن يزيد الخطمي المدني الاصل ثم البصري ، کما يظهر من کتب الرجال المعروفة من مطبوع و مخطوط .
و أبو جعفر الرازي المتوفي ۱۶۰ من شيوخ شعبه لم يدرک عمارة المتوفي ۱۵۰ أصلا ؛ لان رحلته الی الحجاز بعد وفاة عماره بنحو تسع سنين ، وشعبة شعبة فی التثبيت فيما یروي . علی أن طرقا أخری للحديث عند الطبراني وغیره تنص في صلب السند علی أنه الخطمي الثقة باتفاق ، وسند الطبراني في الحديث مسوق في «شفاء السقام» للتقي السبکي .
ورجال سندالترمذي کلهم ثقات ، وانما سماه غریبا لانفراد عثمان بن عمر عن شعبة ، وانفراد أبي جعفر عن عمارة وهما ثقتان باتفاق ، وکم من حديث ینفرد به أحد الرواة کحديث : «انماالاعمال بالنیات» وسماهُ حسنًا لتعدد طرقه بعد أبي جعفر و عثمان بن عمر  .
و تسمیته صحيحًا باعتبار تکامل أوصاف الصحة في رواته .
 
په نبي (عليه السلام) توسل مخکي او وروسته  له وفاته څخه  دده :
په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) توسل په حیات دده کښي  او وروسته تر وفاته دده  په دې ډول چي يو سړ ئ ووايي چي :« اللهم اني أسألک بجاه نبيک او بحق نبيکَ » د فقهي د امامانو په نظر کښي  :
پوه سه چي جمهور او اکثر د فقهاوو چي مالکيه ، شافعيه او متأخرین علمآء د أحنافو دي (او دا د امام أحمد (رحمه الله) مذهب هم دئ )پر دې باندي دي چي دغه قسم توسل په نبي علیه السلام باندي  هم په حال د حيات دده کښي روا ؤ او هم وروسته تر وفات دده روادئ .
 (أنظر شرح مواهب ج۸ ص ۳۰۴/ المجموع ج۸ ص ۲۷۴/ المدخل ج۱ ص ۲۴۸ / شامي ج۵ ص ۲۵۴ / فتاوی هنديه ج۱ ص ۲۶۶ ، ج۵ ص ۳۱۸ / فتح القدیر ج۸ ص ۴۹۷ / الفتوحات الربانية علی الاذکار النووية ج۵ ص ۳۶ )  .

قسطلاني ويلي دي چي کله چي أبو جعفر منصور چي د عباسيه و دوهم خلیفه دئ و امام مالک صاحب ته وويل چي اې ابو عبدالله  ! زه ورسول عليه السلام ته (يعني وقبر دده ته) مخ وګرځوم او که و قبلې ته مخ وګرځوم او دُعا وکړم ؟  نو امام مالک په جواب کښي ورته وفرمایل چي په څه وجه ته مخ ګرځوي له نبي (صلی الله علیه وسلم) څخه ؟ حال دادئ چي دَئ وسيله ستا ده او وسيله د پلار ستا آدم (عليه السلام) ده و خدائ پاک ته په ورځ کښي د قيامت ، نو وقبلې ته مخ مګرځوه بلکي وده ته (يعني دده وقبر ته ) مخ وګرځوه او دَئ و الله (جل جلاله) ته شفيع کړه ، نو الله پاک به شفاعت دده ستا په باره کښي قبول کړي .
دا قصه أبوالحسن علي بن فار په خپل کتاب «فضائل مالک) کښي هم راوړېده ، او قاضي عياض په «شفا» کښي له ثقه اوستادانو خپلو څخه رانقل کړې ده  .
امام مالک (رحمه الله) پر ذات د نبي (عليه السلام) باندي د وسیلې د لفظ اطلاق کړئ دئ دا پر دې باندي دلالت کوي چي په آيت کښي د «وابتغوا اليه الوسيلة » د «وسيلة» لفظ وذواتِ فاضله و ته هم ورشامل دئ  .
د امام مالک عربي عبارت په دې ډول دئ   :
(یاابا عبدالله ! أ أستقبل القبلة و أدعو ، أم أستقبل  رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ؟ فقالَ : و لمَ تصرفُ  وجهّکّ عنه ؛ وهو وسيلتک و وسيلة أبيکَ آدم (عليه السلام) الی الله تعالی يوم القيامة ؟ بل استقبله واستشفع به فيشفعکَ الله   .
(شرح مواهب ج۸ ص ۳۰۴ ، ۳۰۵  /  المدخل ج۱ ص ۲۴۸  / وفآء الوفآء ج۴ ص ۱۳۷۱  / الشفآء بتعريف حقوق المصطفی ج ۲ ص ۵۹۶  / وغيره )  . 

محقق کمال ابن الهمام (رحمه الله)  په « فتح القدير ج۲ ص ۳۳۷ » په سلسله د بيان کښي د زيارت د نبي (عليه السلام) ويلي دي  چي د نبي (عليه الصلاة والسلام) وزيارت ته به سړئ دریږي او داسي به وايي چي «السلام عليک يا رسول الله ! » بيا به له الله (جل جلاله) څخه د خپل حاجت غوښتنه کوي ، په داسي حال کښي چي نبي (عليه السلام) به والله پاک ته وسيله ګرځوي . او ودغه ته ورته خبره صاحب د کتاب «الاختيار» په ( ج۱ ص ۱۷۴) کښي ، او امام طحاوي په «مراقي الفلاح علی حاشية الطحطاوي ص ۴۰۷) کښي ، او طحطاوي په حاشيه کښي د درمُختار ج۱ ص۵۶۲  ، او په فتاوی هنديه ج۱ ص ۲۶۶ کښي ، او په تحفة الاحوذي ج۱۰ ص ۳۴ کښي  ، کښي کړېده  .  
دارنګه شوکاني  په تحفة الذاکرين   ص ۳۷ کښي ويلي دي چي او توسل به کوي سړئ و الله پاک ته په انبياوو او صالحو بندګانو دده سره  .
دغو فقهي امامانو د خپلو مذکوره خبرو د اثبات دپاره مختلف دلیلونه پيش کړيدي ، چي اول له هغو څخه دا قول د خدائ پاک دئ چي «وابتغوا اليه الوسیلة» او دوهم دليل يې حديث د عثمان بن حنيف دئ چي يو نابينا يا ضعيفُ البَصر سړئ ونبي عليه السلام ته راغلئ ، بيا يې ورته وويل چي ته وماته دُعا وکړه ددې چي الله پاک ما جوړ کړي ! نو رسول (عليه الصلاة والسلام) ورته وويل چي کچيري ستا خوښه وي نو زه به دُعا درته وکړم ، او که دي دا خوښه وي چی صبر وکړې نو دغه صبر کول غوره او بهتره دئ تا لره  ؟ ده ورته وويل چي دُعا راته وکړه ! بيا رسول عليه السلام) وده ته أمر وکړ چي ورسه په ښه طریقه سره اودس وکړه او بيا دا دُعا وکړه   :
اللهــــم اني أسألک و أتوجه اليک بنبیک محمد : نبي الرحمة ، يامحمد ! اني توجهتُ بک الی ربي في حاجتي هذه لتُقضی ، اللهم فشفعه فيّ »  .
بيا کله چي ده دغه دُعا وکړه نو في الحاله ولاړ سو او په سترګو بينا سو ، ددغه حدیث روايت ترمذي کړئ دئ او ویلي يې دي چي دا حديث حسن صحيح دئ  .
دریم دوۍ په دې حدیث سره دليل نيولئ دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) و فاطمې بنت أسد ته (يعني کله چي هغه وفات سوه) داسي دُعا وکړه : «اغفر لأمي فاطمة بنت أسد ، و وَسع عليها مَدخَلها بحق نبیک والانبيآء الذين من قبلي فانک أرحم الراحمين » . ددغه حديث روايت طبراني په «معجم کبير والاوسط » کښي کړئ دئ ، اود هيثمي په «مجمع الزوائد ج۹ ص ۲۵۷) کښي هم مذکور دئ  .
څلرم دوۍ دليل نيولئ دئ په دې سره چي حضرت آدم (عليه السلام) ځموږ په نبي سره توسل کړئ دئ ، د آدم (عليه السلام) دتوسل تفصيل په دې شرحه دئ   :
بيهقي په «دلائل النبوة» کښي له حضرت عمر بن الخطاب څخه روايت کړئ دئ او دارنګه حاکم هم له حضرت عمر څخه روايت کړئ دئ او ددغه روايت تصحيح يې هم کړې ده ، چي حضرت عمر وويل چي وويل رسول د الله (جل جلاله) چي هغه وخت چي وکړه آدم (عليه السلام) يوه خطا ، يعني په جنت کښي نو بيا يې وويل چي اې ربه ځما ! زه سوال کوم له تا څخه په حق د محمد (صلی الله عليه وسلم) ددې چي مغفرت وکړه وماته ، نو الله پاک وويل وده ته چي اې آدمه ! څرنګه پيژندلئ دئ تا محمد حال دادئ چي ما دَئ نه دئ پيدا کړئ (يعني تر اوسه مي دده تخليق لا هم ندئ کړئ ) نو آدم وويل چي اې ربه ځما ! بېشکه تا چي کله پيدا کړم زه نو ما سر خپل را پورته کړ  نو ما پر قائمو د عرش باندي دا کلام ليکل سوئ وليدئ چي «لااله الا الله محـــــــــــمد رسول الله »  نوعالم سوم زه پردې باندي چي بېشکه ندئ ضم کړَی تاونامه ستاته مګر هغه چي ترټول مخلوق وتاته ډېرمحبوب دئ ، نوالله پاک ورته وویل چي بېشکه دَئ ډېرمحبوب دئ وماته ترټول مخلوق اوکله چي دي په حق  دمحمدله ماڅخه سوال وکړ نوپه تحقیق سره مابخښنه درته وکړه اوکه محمدنه واۍ نونه به مي واۍ پیداکړئ ما ته  .
(أنظر مستدرک الحاکم ج۲ ص ۶۱۵  طبع  دائرة المعارف العثمانية / دلائل النبوة ج۵ ص ۴۸۹ طبع دار الکتب العلمية ) .
حاکم ددغه حدیث تصحيح کړې ده او بيهقي ددغه حديث يو راوي چي عبدالرحمن بن زید بن أسلم دئ ضعيف بللئ دئ ، او ذهبي په تلخيص المستدرک کښي د حاکم تصحيح ناسمه بللې ده ، خو داسي ډیر راويان سته چي ددوۍ په باره کښي د جرح او د تعدیل علماوو اختلاف کړئ وي ، حتی د صحيح البخاري په راويانو کښي داسي ډیر راویان سته چي د ځينو علماوو له طرفه پر هغوۍ باندي جرح وارده سوې ده  ، او د جرح او تعديل له اصولو څخه يو أصل دادئ چي د يوه راوي په باره کښي که تعديل او جرح دواړه ثابت سي نو بايد و تعديل ته ترجیح ورکړه سي .
پنځم دوۍ دليل نيولئ دئ په قصه دهغه سړي سره چي و حضرت عثمان (رضي الله عنه) ته به د خپل يوه حاجت په وجه تلئ او راتلئ چي تفصيل يې دادئ چي طبراني په معجم الصغير ( ج۱ ص ۱۸۳ طبع المکتبة السلفية)  کښي ، دارنګه بيهقي روایت کړئ دئ چي يو سړئ ؤ چي حضرت عثمان بن عفان ته به په زمانه کښي د خلافت دده تلئ او راتلئ ، خو حضرت عُثمان وده ته التفات نکوئ او نه يې دده په حاجت کښي نظر کوئ ، نو دغه سړي و حضرت عثمان بن حنيف ته ددې شکایت وکړ ، نو هغه ورته وويل چي اودس وکړه او و مسجد ته ولاړ سه لمونځ وکړه بيا داسي ووايه چي :«اللهم اني أسألک وأتوجه اليک بنبيکَ محمد نبي الرحمة ، يا محمد ! اني أتوجه بک الی ربک فيقضی لي حاجتي » او بيا خپل د حاجت ذکر وکړه  .  نو دغه سړئ ومسجد ته ولاړئ او همدا ډول يې وکړل ، بيا و دروازې ته د حضرت عثمان بن عفان راغلئ نو کله چي دروازه وان ورته راغلئ نو تر لاس يې ونيوئ او وحضرت عثمان ته يې وروستئ او ورته وې ويل چي خپل حاجت دي ووايه ، دغه سړي خپل مشکل ورته بيان کړ او حضرت عثمان يې مشکل ورحل کړ او ورته وې ويل چي هر حاجت چي  دي وي هغه ماته وايه .
بيا دغه سړئ له حضرت عثمان څخه رخصت سو او له عثمان بن حنيف سره يې وليدل او ورته وې ويل چي الله تعالی دي تاته د خير جزا در کړي ، ځما په حاجت کښي حضرت عثمان هيڅ نظر نکوئ تر څو چي تا ماته دغه کلمې راوښودلې   .
 
  اوس دامت دځینوامامانووعملي توسل ته فهم وکړۍ چي دوۍ په خپله توسل په ذواتوفاضله ؤاوپه نبی علیه الصلوة والسلام سره کړئ دئ  :


 
 
امام زين العابدين :په خپل یوه نظم کي په دې ډول په رسول علیه السلام سره کړئ دئ  :
يارحمة اللعالمين انت شفيع المذنبين   ==  اکرم لناد يوم الحزين فضلا وجودا والکرم
يارحمةللعلمين ادرک  لزين العابدين      ==  محبوس ايدي الظالمين في موکب والمزدحم 

امام أعظم ابوحنیفة (رضي الله عنه) په یوه مشهوره قصیده خپله کي په نبي علیه السلام سره په دې ډول توسل کړئ دئ  :  
يامالکي کن شافعي في فاقتي [ ] اني فقيرفي الوري لغناک
 يااکرم الثقلين ياکنزي الوري    [ ]  جد لي بجودک وارضني برضاک  
انا طامع بالجودمنک لم يکن    [ ]  لابي حنيفة في الانام سواک 


ياسيد السادات جئتک قاصدا [ ] ارجوارضاک واحتمي بحماک

دامام محمد بن ادريس شافعي (رحمه الله) توسل :
خطیب بغدادي (۴۶۳هــ) بيان کړئ دئ چي کله به امام شافعي په بغداد کښي ؤ نو د حضرت امام أعظم ابوحنيفة (رضي الله عنه) د قبر زیارت  بې کوئ او پخپله دعا کښي بې دَئ مبارک وسيله ګرځوئ ، دارنګه خطيب بغدادي نقل کړيدي چي امام شافعي د امام أبوحنيفه د مزار د برکاتو په باره کښي خپله تجربه داسي بيان کړې ده   :
اني لأتبرک بأبي حنیفة ، وأجيء الی قبره في کل يوم (يعني زائرا) فاذا عُرضَت لي حاجة صليت رکعتين وجئتُ الی قبره ، وسألت الله تعالی الحاجة عنده فما تبعد عني حتی تقضي .
(خطيب بغدادي ، تاریخ بغداد ج۱ ص ۱۲۳ / ابن حجر هيتمي ، الخيرات الحسان في مناقب الامام الأعظم ص ۹۴ / ابن عابدين شامي ، رد المحتار علی درالمختار ج۱ ص ۴۱ / زاهد الکوثري : مقالات الکوثري  ص ۳۸۱ )  .

علامه محمد بن عمر واقدي (رحمه الله) المتوفي ۲۰۶ هــ :
ده مبارک نقل کړئ دئ چي د «حلب» په جنګ کښي چي کله مسلمانان له سخت صورتحال سره مخامخ سوه نو حضرت کعب بن ضمره (رضي الله عنه) په دغو الفاظو سره چي :« يا محمد ! يا محمد ! يا نصر الله انزل ! » د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په وسيله د الله (جل جلاله) څخه د نصرت طلب وکړ  . ده مبارک ددغي واقعي تفصیلات  په فتوح الشام کښي داسي بيان کړيدي  :
قال مسعود بن عون العجي  : شهدت الخیل التي بعثها ابو عبيدة طلائع مع کعب بن ضمرة وکنتُ فيها يومَ التقی الجمعان و قد خرج علينا الکمين و نحن في القتال ، ونحن لا نظن أن لهم کمينا يطلع من ورآئنا و اذا باصوات حوافر الخيل أکبت علينا و أيقنا بالهلکة بعد ما کنا موقنين بالغلبة وصرنا في وسط عسکر الکفار ، فلم يکن لنا بُد منَ القتال فافترقت المسلمون ثلاث فرق : فرقة منهم منهزمة ، وفرقة قصدت قتال الکمين ، وفرقة مع کعب بن ضمرة قصدت قتال يوقنا ومن معه . قال مسعود بن عون  : فلله در کندة يومئذ لقد قاتلوا قتالا شديدا وأبلوا بلاءً حسنا ، ووهبوا أنفسهم لله تعالی حتی منهم ذلک اليوم مأة رجل في مقام واحد ، وعملَ اهل الکمين عملا عظيما ، وکعب بن ضمرة قلق علی المسلمين فجاهد عنهم وهو يجول بالراية وينادي  :   يا محمد يا محمد ! يا نصرالله أنزل ! .
(واقدي  : فتوح الشام ج۱ ص ۲۴۰ ) .

دارنګه مؤرخ محمد بن عمر واقدي په «فتوح الشام» (ج۲ ص ۱۵۲) کښي ذکر کړيدي چي حضرت داؤد (عليه السلام) د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په وسيله د الله (جل جلاله) څخه د مغفرت طلب وکړ .
(وان داؤد لما أصاب الذنب ونفر عنه الوحش ، خرج الی فلاة من الارض وقال : الهي بحق النبي العربي الذي تبعثه في آخر الزمان الا غفرت لي فأجاب دعوته  .

دارنګه علامه واقدي په خپل کتاب فتوح الشام (ج۱ ص ۱۶۸) کي  ذکر کړيدي چي عبدالله بن قرط (رضي الله عنه) له مخه تر دې چي دَئ په سفر تلئ د رسول (صلی الله عليه وسلم) په دربار کښي يې حاضري وکړه ، په دغه وخت کښي دنبي عليه السلام و قبر مبارک ته نژدې سيده عايشه صديقه ، سيده فاطمه زهرآء  ، حضرت علي ، حضرت عباس او حسنين (رضوان الله عليهم اجمعين) ناست وه ، حضرت عبدالله بن قرط له حضرت علي او عباس (رضی الله عنهما) څخه د دُعا طلب وکړ ، ددې څخه وروسته د روايت الفاظ په لاندي ډول دي  :
فرفعَ العباس يديه و علي يديه کذلک وقالا  :  «اللهم !  انا نتوسل بهذا النبي المصطفی والرسول المجتبی الذي توسل به آدم فأجبتَ دعوته ، وغفرت خطيته الا سهلت علی عبدالله طریقه وطويت له البعيد و أيدت أصحاب نبیک بالنصر انک سميع الدعآء  .
 والسلام ومن الله التوفیق