حدیث دیولک باباآدم صحت لري اوکه یا ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43131
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-28

 فتوی نمبر (۴۵) .

دارالافتآء علامه ، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   :  رحيم الله رحيمي  .  

عاليقدر محترم مولوي صاحب ! ما یو حدیث وليدئ چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي چي الله پاک يو لک آدمه پيدا کړيدي . او ټولو انسانانو پلار آدم (عليه السلام) خو يو   ؤ ، او دا حديث صحت لري که يا  ؟ 
 
الجواب وهوالموفق للصواب   :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره دا حديث صحت نلري ؛ ځکه چي په هيڅ صحيح حديث سره دا خبره نه ده ثابته چي آدم يو نه دئ بلکي ډير دي ،  صحيح خبره داده چي آدم يو دئ   .
صوفي ابن عربي (رحمه الله) د خپل کتاب فتوحات په ۳۹۰ باب کښي ليکلي دي چي په تحقيق سره ما له بعضو خلګو سره چي ما نه پيژندل طواف وکړ پر کعبه شريفه  باندي ، بيا دوۍ ماته يو شعر چي دوه بيته ؤ ووايه  چي ځما يو بيت په ياد سو او دوهم مي هير سو  ، هغه يو بيت دادئ :
لقد طفنا کمـــا طفتُم سِنينا=== بهذا البيتِ طُرا أجمعينا .
بيا په دغو خلګو کښي يوه ماته وويل چي ايا ته ماپيژنې  ؟ ما ورته وويل چي يا ! ده راته وويل چي زه ستا له اولو نيکه ګانو څخه يم  ، ما ورته وويل چي ستا د مرګ څونه موده کیږي ؟ ده راته وويل چي یو څه او څلويښت زره کاله  ، ما ورته وويل چي دونه وخت خو د آدم (عليه السلام) لا نه کیږي ؟ ده وويل چي کوم آدم ښيې ؟ ايا هغه آدم چي وتاته ډیر نژدې دئ او که بل آدم ښيې  ؟
ابن عربي وايي چي بیا ماته يو حديث راپه ياد سو چي دهغه الفاظ دادي  :
(رُويَ عن رسول الله [صلی الله علیه وسلم] ان الله تعالی قد خلقَ مأة الف آدم ) .   کذافی مقدمة بیضاوی ص۱۷۰
والسلام ومن الله التوفیق