فتوی نمبر (۴۶) .
دارالافتآء علامه ، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : مولانامحمدهاشم .
لوړ رتبه اواستاذکل ابوالفضل صاحب ستاسي اودبینوا دادرې دمشرتابه زیات شکرګذار یو ، زما پوښتنه داده چي حضرت خضر علیه السلام اوس ژوندَی دئ اوکه وفات سوئ دئ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
پوه سه چي خضر (علیه السلام) د آدم عليه السلام په اولاده کښي تر ټولو د طويل او دراز عمر خاوند دئ ، د ده په حيات او ژوند کښي اختلاف دئ : بعض علمآء وايي چي دَئ وفات سوئ دئ ليکن د أکثرو علماوو په نزد دَئ اوس هم ژوندئ دئ ، دارنګه صوفيهء کرام هم ټول دده پر حيات متفق دي .
ابن کثير په «البداية والنهاية ج۱ ص ۳۶۷» کښي داسي فرمايلي دي چي جمهور علمآء پر دې خبره باندي دي چي دَئ تر نن ورځي پوري باقي او ژوندئ پاته دئ ، او علت د پاته کیدو يې چا داسي ويلئ دئ چي ده د حضرت آدم (عليه السلام) مبارک جسد له طوفان نوح څخه وروسته (یعني کله چي دده مبارک جسد د طوفان په سبب راښکاره کړ سوئ ؤ) بيرته دفن او ښخ کړ ، نو آدم (عليه السلام) وده ته دُعا وکړه د دراز والي دعُمر ، او چا ددې داسي علت بيان کړئ دئ چي ده د حيات د چينې اوبه چښلي دي .
محقق د کتاب دالصواعق المحرقة په حاشيه کښي د کتاب ذکر کړيدي چي امام نووي په تهذيب الاسمآء کښي ذکر کړيدي چي أکثرو علمآؤ پر دې خبره باندي اتفاق کړئ دئ چي حضرت خضر (عليه السلام) موجود دئ ، ثابت دئ ځموږ په منځ کښي ، او ابن صلاح هم په دې خبره باندي فتوی ورکړېده چي په نزد د أکثرو علماوو ، صالحينو او د عامو خلګو اوس هم ژوندئ دئ ، او حافظ عراقي کوم د خضر (عليه السلام) له حيات څخه بې انکار کوئ له خپل انکار څخه رجوع کړېده ، او پدې يې اعتراف کړئ دئ چي ډیر بزرګان علمآء ده وليدل چي هغوۍ له خضر سره ملاقاتونه درلودل ، بيا حافظ عراقي يوه رساله جوړه کړه په نامه د «نضر بأنبآء الخِضْر » چي په هغه کښي يې د خضر (علیه السلام) وحيات ته ترجيح ورکړېده .
د مسئلې پخوړ :
محترم مستفتي صاحبه ! اول خو چي صوفيهء کرام په متفق ډول يوه خبر وکړي نو چاته چي الله (جل جلاله) په دين کښي بصارت او بصيرت ورکړئ وي نو هغه په دې پوهيږي چي انکار له هغې خبري څخه په حقيقت کښي ددين له يوې يقيني خبري څخه انکار دئ ؛ ځکه چي اوليآء کرام هغه خلګ دي چي ظاهر او باطن د شريعت يې دواړه جمع کړئ دئ ، او له استدلال سره يې مشاهده او مکاشفه هم يو ځائ کړېده ، او له نبي (عليه السلام) سره په دُنيا کښي ملاقاتونه لري ، او له ده مبارک څخه د ديني علومو او أحاديثو استفاده کوي .
بيا په يوه مسئله کښي چي د أکثرو علمآوو نظر وکوم طرفته وي نو مسلمان له هغه څخه بې کوم قطعي سنده بايد عدول ونکړي .
د خضر (عليه السلام) په باره کښي صوفيهء کرام ټول او د علمآء د شريعت أکثر پر دې خبره باندي دي چي دَئ اوس هم ژوندئ دئ ، صرف يو څو نفره لکه ابن تيمية او أمثالودده د خضر له حيات څخه انکار کړئ دئ ، او په داسي دلائلو سره چي «أوهَن من بيت العنکبوت» دي مستدلين ګرځيدلي دي چي د يو بلي پوښتني په جواب کښي به انشآء الله هغه دليلونه او دهغه جوابونه درته راسي .
نو هر مسلمان ته پکار ده چي د صوفيهء کرامو او د أکثرو علمآوو د أهل السنت والجماعت لار تعقيب کړي .
په یوه حديث شریف کښي چي له حضرت أنس (رضي الله عنه) څخه يې روايت سوئ دئ راغلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل :«ان الخضر علیه السلام في البحرِ والیسع في البر ، یجتمعان کل ليلة عند الروم الذي بناه ذو القرنين ، ویحجان ويعتمران کل عام .
وروي ابن شاهين بسند ضعيف الی خصيف قال : اربعة من الانبيآء أحيآء : اثنان في السمآء : عيسی وادریس ، واثنان في الارض : الخضر والیاس . کذا في الاصابة .
امام نووي (رحمه الله) په «التهذیب ج ۱ ص ۱۷۷» کښي ذکرکړيدي : «قال الاکثرون من العلمآء هو حي موجود بين أظهرنا وذلک متفق علیه عند الصوفية وأهل الصلاح والمعرفة ، وحکاياتهم في رؤيته والاجتماع به والاخذ عنه وسؤاله وجوابه ووجوده في المواضع الشريفة ومواطن الخير أکثر من أن تُحصَر ، قال ابن الصلاح هو حي عند جماهیر العلمآء والصالحین ، والعامة معهم في ذلک ، وانما شذ بانکاره بعض المحدثين ، وفی آخر صحيح مسلم في أحادیث الدجال أنه يقتل رجلا ثم یحي ، قال ابراهيم بن سفیان صاحب مسلم : يُقال أن ذلک الرجل هو الخضر ، وکذا قال معمر في مسنده .
دارنګه له حضرت أنس (رضي الله عنه) څخه په یوه مرفوع جديث کښي دحضرت خضرسره د ملاقات روايت سوئ دئ .
او ابي حاتم په خپل اسناد سره له حضرت علي څخه روايت کړئ دئ چي کله نبي (صلی الله عليه وسلم) وفات سو او د تعزيت وخت راغلئ نو ودوۍ ته يو راتلونکئ راغلئ چي دهغه راتګ محسوسیدئ لیکن شخص او صورت يې نه معلوميدئ ، بيايې وويل چي : «السلام عليکم أهل البيت ورحمة الله وبرکاته ، کل نفسٍ ذائقة الموت ، وانما توفون أجورکم يوم القيامة ان في الله عزآءً من کل مصيبة و خلفًا من کُل هالک ودرکًا من کل مافاتَ ، فبالله فـــــتقوا واياه فارجوا فان المصاب من حرم الثواب » .
جعفر ويلي دي چي ماته خپل پلار خبر راکړ چي علي بن ابي طالب وويل چي ايا تاسي پوهيږۍ چي دغه راتلونکئ څوک دئ ؟ دا حضرت خضر دئ .
دارانګه ابن حجر (رحمه الله) په خپل اسناد سره له رباح بن عبيده څخه روايت کړئ دئ چي ده وويل چي ما يو سړئ وليدئ چي له عمر بن عبدالعزيز (رحمه الله) سره روان ؤ په داسي حال کښي چي دده پر لاس يې تکيه وهلې وه ، نو ما د ځان سره وويل چي دغه سړئ ظلم او بې ادبي کوي له عمر بن عبد العزيز سره ، بيا دَئ پر لمانځه ودريدئ کله چي له لمانځه څخه فارغ سو ماورته وويل چي اې اباحفصه! دغه سړئ څوک ؤ کوم چي اوس ستا سره روان ؤ او ستا پر لاس يې ځان اچولئ ؤ ؟ ده راته وويل چي اې رباحه ! په تحقيق سره تا دغه سړئ وليدئ ؟ ما ورته وویل چي هو ! نو ده راته وويل چي زه په دې پوه سوم چي ته يو صالح سړئ يې (ځکه چي حضرت خضر هر څوک نسي لیدلاۍ ) دا ځما ورور خضر ؤ ، بيا يې زه پوه کړم په دې چي بېشکه زه به متصرف د کاروبار ددغه أمت سم (یعني خليفه به سم او زه به په دغه خلافت کښي عدل وکړم .
ابن حجر ددغه روايت په باره کښي ويلي دي چي :« هذا أصلح اسناد وقفتُ عليه في هذا الباب . (الاصابة ج۱ ص ۴۵۰ ) .
محترمو وروڼو له دغي قصې څخه دا خبره په واضح ډول معلومه سوه چي حضرت خضر ژوندئ دئ ، دارنګه حضرت عمر بن عبدالعزيز له ده سره ملاقات کړئ دئ او دده په حیات قائل ؤ.
او ابن ابن حجر دا هم ويلي دي چي ځموږ شيخ حافظ ابوالفضل العراقي ددې ذکر وکړ چي شیخ عبدالله بن أسعد اليافعي (رحمه الله) پر دې عقيده درلوده چي حضرت خضر ژوندئ دئ ، او ده دا هم وويل چي ما و شیخ عبدالله ته ددې ذکر وکړ چي له امام بخاري ، حربي وغیره څخه د انکار د حیات د خضر نقل سوئ دئ ؟ نو ده راته وويل چي ماته غضب راځی پر هغه چا باندي چي دا وايي چي حضرت خضر مړ دئ ، بيا عراقي وايي چي موږ وويل چي موږ له دې عقيدې څخه چي خضر مړ دئ رجوع کوو .
دامام بخاري (رحمه الله) په نزد خضر وفات سوئ دئ ، ده په يوه حديث شريف دليل نیولئ دئ چي رسول عليه السلام) فرمايلي دي چي پر سر د سلو کالو باندي به نسي پاته پر مخ د مځکي هيڅوک کوم چي پر دا مځکه دي (اخرجه البخاري في صحيحه)
امام سيوطي (رحمه الله) په دې باره کښي د یوې پوښتني په جواب کي چي په نظم سره سوېده د حضرت خضر د حيات طرف ته ترجيح ورکړېده ، چي هغه پوښتنه اوجواب په دې ډول دئ :
مسئلة : ما أشهر القولين يا من علمه == اربی علی الاقران والنظرآء
في موت مشهور الحيات اي الخضر == وحياته يا فائزا بالثنآء
قولان مشهوران قالهما الرضا == شيخ الزمان وفائق العلمآء
بقوام دین الله لقب وهو من == بغداد يشهر بين کل ملاء
وأقامَ برهانا علی فقدانه == فأعجل لذا يا کامل الارآء
لا زلت معدودا لکل ملمة == و جزيت یوم الحشر خير جزآء
الجواب :
من بعد حمدي دآئما وثنآئي == ثم الصلاة لسيد النجبآء
للناس خلف شاع في خضر وهل == أودی قديما أو حي ببقآء
ولکل قول حجة مشهورة == تسموا علی الجوزآء في العليآء
والمرتضی قول الحياة فکم له == حجج تجل الدهر عن احصآء
خضر والياس بأرض مثل ما == عيسی وادريس بقوا بسمآء
هذا جواب ابن السيوطي الذي == يرجو من الرحمن خير جزآء .
«الحاوي للفتاوی ج۱ ص ۱۳۹» .
والسلام ومن الله التوفیق