د غلط تعويذ په وجه له ښځي څخه د مربوط شخص علاج .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43160
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-29

فتوی نمبر (۴۷) .

دارالافتآء علامه ،محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  خان " احمدی "


سلامونه او نیکی هیلی

‎څرنګه چی ځینی ورونه د خپل واده په اوله شپه د بعضی فاسدو خلکو لخوا تړل کیږی یعنی تعویض یا جادو پری کیږی او نشی کولای چی دخپلی ښځی سره په ښه ډول جماع وکړی نو ددی د مخنیوی لپاره څه کول پکار دی
وسلام
مننه

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
پوه سه ! ودغه چا ته  «مربوط عن النسآء » ويل کيږي ، ددې د علاج دپاره دي لاندي طریقه پکار ولويږي :
اول : درې درې واره دي د هرلمانځه وروسته دغه قرآنی سورتونه ووايي  : سورة الکافرون ، سورة الاخلاص ، سورة الفلق ، سورة الناس .   له دې ورسته به دغه دُعا درې ځله ووايي : «بسمِ اللهِ الرحمن الرحيم ، ولاحولَ ولاقووةَ الاباللهِ الْعلي العظيم ، اللهم اني أسئلکَ يا قديمُ يا دآئمُ يا فردُ يا وترُ يا أحدُ يا صمدُ يا حي يا قیومُ يا ذَالجلالِ والاکرامِ ، فانْ تولوا فقُلْ حسْبِيَ اللهُ لآ اله الا هُوَ ، علَيهِ توَکّلتُ وهوَ رَب العَرش العظيم »  .
دوهم  :  بيا به پورتنۍ دُعا وليکي او تعويذ بې کړي ، بيا بې پر غاړه راوځړوي چي تر نامه (نو) پوري ورسيږي ، دارنګه درې واره به دا دُعا وليکي په داسي قلم سره چي رنګ يې په اوبو کښي ځي ، او بيا بې د زم زم په اوبو کښي واچوي او اوه ۷ ورځي به هر ماخستن درې غوړپه ځني کوي او يو څه به پر ځان باندي پاشي   .

والسلام ومن الله التوفيق  .