فتوی نمبر (۴۸) .
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
پوښتونکی : عطاالله ننګ
ځای : ننګرهارولسوالی کوټ کلی بره شګی
دبینواڅخ په مننی اودمولانا صاحب دروغ صحت په اطمنان یوه بله پښتنه مطرح کومه :
که چیرته یوشخص داسی نذرومنی چی که دافلانی نفرالله له دی مرض نه ښه کړل زه به هرکال ۱۰ روژی نیسمه اواوس هغه شخص دعمرپه اواخرو کلونو کی وی اودروژی دنیول توان هم په پوره توګه نلری نو دا شخص به سه فیصله کوی ایا روژه به نیسی اوکه نه .
په احترام
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
پوه سه چي د کوم چا پر ذمه باندي چي روژې وي (که هغه نذري وي او که د رمضان ) بيا د کلان سالۍ په وجه يې نسي نيولاۍ نو بيا به دغه سړئ فديه ورکوي .
فديه د هري یوې روژې دوه کيلو غنم يا د هغه قيمت دئ ، مثلا که پر يو چا باندي درې روژې پاته وي او د د عُمر دزياتوالي په وجه روژې نسي نيولاۍ نو ځموږ د امام أعظم (رحمه الله) د مذهب دا حُکم دئ چي دغه سړئ به شپږ کيلو غنم يا د هغه قيمت ومسکينانو ته ورکوي .
(ردالمحتار ج۳ ص ۷۰ / بدائع الصنآئع ج۶ ص ۲۸۸۵/ الموسوعة الکويتية ج ۴۰ ص ۲۰۹ ) .