فتوی نمبر (۵۴) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبيد الله له هرات څخه .
د بينوا پاڼي کارکونکو او مولانا أبوالفضل صاحب ته سلامونه احترامات وړاندي کوم .
ځما پو ښتنه په دې ډول ده چي ايا دا کيداۍ سي چي يو معصيت او ګناه دي تر طاعت او عبادت بهتره سي ؟
ستاسو د جواب په هيله .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
هو ! وروه داسي صورت سته چي په هغه کښي ګناه د مسلمان دپاره تر طاعت او عبادت بهتره سي ، هغه ګناه چي په انسان کښي د الله (جل جلاله) د ويري د پيدا کيدو سبب وګرځي او ددې سبب وګرځي چي انسان ددغي ګناه په وجه ځان تر ټولو خلګو خوار او ذليل وګڼي ،او په نتيجه کښي ددې د الله پاک وعبادت او بندګي ته په اخلاص سره متوجه سي نو دغه ډول ګناه تر هغه عبادت او طاعت بهتره ده چي هغه په انسان کښي د عُجَب ، خودبينۍ ، کبر او غرور د پيدا کيدو سبب وګرځي ، او ددې سبب ورته وګرځي چي د خدائ تعالی پر نورو بندګانو باندي خپل ځان لوړ ګڼي .
په دې باره کښي د شيخ الاسلام ابن حجر هيتمي (رحمه الله تعالی) تصنيف «الفتاوی الحديثية ص ۳۹۰» وګورۍ .
وسئلَ (نفع الله تعالی به ) هل لقول التاج ابن عطآء الله في حکمه : «رب معصية أورثت ذلا واستصغارا خير من طاعة أورثت عزا واستکبارا » اصلٌ من السنة و کيف يطلق خير علی معصية ؟
فأجاب بقوله نعم له أصلٌ من السنة : و هو ما أخرجه أبو الشيخ ابن حبان في «کتاب الثواب» بسنده الی النبي (صلی الله عليه وسلم) أنه قال : قل الله عزوجل لو لا أن الذنوب خيرٌ لعبدي المؤمن من العُجب ما خليتُ بين عبدي المؤمن وبين الذنوب » .
ورواه الديلمي في مسند الفردوس بلفظ : « لولا أن المؤمن يُعجب بعمله لعصم من الذنب حتی لا يهم به ، ولکن الذنب خير له من العجب » . وأخرج ابن ابي الدنيا و قال غريب ، تفرد به من اختلف في توثيقه الحديث القدسي المشهور المذکور في تفسير سورة الشوری من «تفسير البغوي» وفيه : وان من عبادي المؤمنين لم يسألني الباب من العبادة فأکفه عنه أن لا يدخله عجب فيفسد ذلک » . واذا تأملت أن الخيرية في ذلک نسبية من حيث الثمرات ، والغايات المترتبة علی ذلک لم يبق عندک اشکال في اطلاقها علی المعصية من رعاية ذلک الامر النسبي فتأمله .
و في الحاوي للفتاوی (ج۱ ص ۳۶۴) : و ماأخرجه أبو نعيم والحاکم في التاريخ من طريق سلام بن أبي الصهبآء عن ثابت عن أنس ، والديلمي من طريق کثير بن يحيی عن أبيه عن الجريري عن أبي نضرة عن أبي سعيد قالا : قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : «لو لم تکونوا تذنبون لخفت عليکم ما هو أکبر من ذلک العجب العجب » .
دارنګه (مرقات ج۱ ص ۱۳۸) دغه لاندي عبارت وګورۍ :
ولذا قيل معصية أورثت ذلا واستحقارا خير من طاعة أورثت عُجبا واستکبارا .