وکعبې شريفي ته اول غلاف او پوښ چا وراغوستئ دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43259
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-03

فتوی نمبر (۵۸) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 

مستفتي    :   ملانوراحمد  ،  ځای لښکرګاه
 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
ځما سلامونه دي مولانا أبوالفضل صاحب  او د بينوا اداري مسئول او ټولو کارکونکو ته ورسیږي .
د عاليقدر محترم أبوالفضل صاحب د روغ صحت په هيله .
ځماپوښتنه داده چي وکعبې شریفي ته لباس او پوښ چا وراغوستئ دئ ؟ او سبب يې څه ؤ ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره !  پخوړ دجواب دادئ چي اول پوښ ورکوونکَئ مختلف فیه دئ اوسبب دپوښ ورکولو احترام دکعبې  یانذر اوخوب ليدل ؤ  .
تفصیل دجواب دادئ چي په دې باره کښي علماوو او تاريخ پوهانو څه ناڅه اختلاف کړئ دئ چي وکعبې شريفي ته اول غلاف او پوښ چا ورکړئ دئ ، او دغه سعادت او نيکبختي اول د چا نصيب سوېده ؟
اکثر روایتونه د درو (۳) اشخاصو پر شاوخوا راڅرخيدلي دي  : 
(۱)  :  سيدنا اسماعيل (عليه السلام) .
(۲) :  عدنان  .
(۳) : شاه تُبَع أسعَد حميري  .

ابن حجر عسقلاني (رحمه الله) په «فتح الباري  ج ۳ ص ۴۵۸» کښي له جُريج څخه روايت کړئ دئ چي اول غلاف و کعبې شريفي ته «شاه تُبَع حميري» ورکړئ دئ  ، او ځينو علماوو ويلي دي چي اول پوښ و کعبې شريفي ته حضرت اسماعيل (عليه السلام) ورکړئ دئ ، او زبير بن بکار له ځيني علماوو څخه نقل کړئ دئ چي اول پوښ وکعبې شريفي ته «عَدنان» ورکړئ دئ  .

ځينو علماوو ددغو درو قولو په منځ  کښي پدې ډول تطبيق کړئ دئ چي دا ممکن دئ چي اول پوښ دي وکعبې شريفي ته اسماعيل (عليه السلام) ورکړئ وي او وروسته دي بيا وکعبې شريفي ته د پوښ ورکولو عمل متروک ګرځيدلئ وي ، بيا دي عَدنان دا طريقه جاري کړې وي ، او وروسته دي بيا دغه طريقه له منځه تللې وي چي اخير بيا  «شاه تُبَع» دغه طریقه راژوندۍ کړه او وکعبې شريفي ته يې پوښ ورکړ ، او تر ننۍ زمانې پوري دغه طريقه جاري ده  .

امام أزرقي په «أخبار مکه » کښي ذکر کړيدي چي «شاه تُبع» په يمن کښي خوب وليدئ چي و کعبې شريفي ته پوښ وراغوندي نو پدې سبب يې بيا د کعبې شريفي دپاره پوښ تيار کړ او کعبي شريفي ته راغلئ او دغه پوښ يې ورواغوستئ  .

  ملاعلي القاري (رحمه الله) په مرقات شرح مشکوة (ج۱ ص ۷۶) کښي  داسي ذکر کړيدي   :
(وأمه اول امرأة کست الکعبة الحرير والديباج و أصناف الکسوة ، وذلک أن العباس ضل وهو صبي فنذرت ان وجدته أن تکسو البيت الحرام فوَجَدَتْه فــفعلت ذلک)  . 
يعني   و کعبې شريفي ته د اول ځل دپاره پوښ او جامه د حضرت عباس رضي الله عنه  (چي درسول الله [صلی الله عليه وسلم] اکادئ)  مور ( نتيلة بنت حبان)  وراغوستې ده ، او سبب يې دا ؤ چي حضرت عباس په کوچنيوالي کي يوه ورځ ورک سو ، نو بيا دده مور دا کار پر خپل ځان باندي نذر کړ  چي کچيري ځما دغه ځوۍ (يعني عباس) پيدا سي نو زه به وکعبې شريفي ته پوښ ورکوم ، بيا چي کله  حضرت عباس پيدا سو نو دې همداسي وکړل .

او د اسلام له ظهور څخه وروسته د فتح د مکې په ورځ  داسلام پيغمبر له يمَني توري جامي څخه و کعبې شريفي ته غلاف ورکړ ، بيا د خلفآءِ راشدينو په زمانه کښي هر خليفه دغه وظيفه اجرا کړې ده .
دزيات تفصيل دپاره لاندي کتابونه وګورۍ  :
(فتح الباري ج ۳ عنوان : کسوة الکعبة / تاريخ مکة المکرمة ج ۲ ص ۱۴۳ / أخبار مکة للأزرقي ج ۱ ص ۲۴۹) .

والسلام  .