د کفارو د مړو ماشومانو أخروي حُکم .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43261
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-03

فتوی نمبر (۶۰) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 

 مستفتي   :  مولوي نورمحمد چمن   .

 

 

 زما داپوښتنه ده چي  د کفارو نابالغ اولادونه به د قيامت په ورځ په کوم ځائ کښي وي ، په دې اړه موږ باید ددوۍ په باره کښي څه ډول عقيده ولرو ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره  !  د کفارو د کوچنيانو په باره کښي د جمهورو علماوو په نزد صحيح او مُعتمد قول دادئ چي دوۍ به د قيامت په ورځ په جنت کښي وي ؛ له وجي د حديث د ابراهيم (علیه السلام) کوم چي بُخاري يې روايت کړئ دئ چي نبي (صلی الله علیه وسلم) حضرت ابراهيم (عليه السلام) په جنت کښي وليدئ پداسي حال کښي چي پر شاوخوا دده کوچني اولادونه د خلګو وو ، اصحابو پوښتنه ورڅخه وکړه چي اې د خدائ رسوله ! اولاد (يعني اطفال او کوچنيان) د مشرکانو هم ؤ ؟ رسول (عليه السلام) ورته وفرمايل چي هو  اولادونه د مشرکانو هم وو (يعني له ابراهيم [عليه السلام] سره په جنت کښي) .
بل دليل د جمهورو دادئ چي داسلام له دين څخه په ضروري او بدهي ډول دا خبره په ثبوت رسیدلې ده چي الله پاک بې ګناه وچاته عذاب نه ورکوي ، که څه هم له الله پاک څخه يو کار هم قبيح او قابل د اعتراض نسی ګرځيدلاۍ ، يعني هر هغه کار چي دَئ يې کوي  .
خو له دغه صحيح قول څخه ماسوا شپږ (۶) نور قولونه هم سته :
اول قول دادئ چي د کافرانو کوچنيان به د قيامت په ورځ په دوږخ کښي وي ، اصحاب ددغه قول دليل نيسي په دغه مبارک حديث سره چي : «الوائدة والموئودة في النار» (رواه ابو داؤد) .
مطلب دادئ چي په دغه حديث کښي رسول عليه السلام «موؤدة» هم په اور کښي بللې ده سره له دې چي موؤدة خو و هغي کوچنۍ انجلۍ ته ويله کيږي کومه چي د جاهليت په زمانه کښي به خپل پلار او مور ژوندۍ په قبر کښي ښخه کړه  .
جمهورو علماوو ددغه حديث په دوه ډوله جواب ورکړئ دئ  : اول په دې ډول چي په دغه حديث کښي له «والموؤدة» څخه مراد «الموؤدة لها» ده ، کومه چي عبارت ده له هغي ښځي څخه چي ددې کوچنۍ لور به ژوندۍ په قبر کښي ښخه کړه سوه ، دوهم په دې ډول چي دغه حديث د يوې خاصي موؤده په باره کښي نبي (عليه السلام) فرمايلي دئ کومه چي بالغه وه  .

دوهم قول دادئ چي د کافرانو د کوچنيانو کار مُفَوض دئ و علم د خدائ ته ، چي پر تقدير د بلوغ به (کچيري دوۍ ژوندي واۍ) دوۍ څه کول ؟ دوۍ دليل نيولئ دئ په حديث د أبو هريره کوم چي مُسلم يې روايت کړئ دئ چي ده وويل چي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه پوښتنه د ماشومانو د مشرکانو وسوه ، نو ده مبارک په جواب کښي داسي وفرمايل :«الله أعلم بما کانوا عاملين به» .

دريم قول دادئ چي د کافرانو کوچنيان به د قيامت په ورځ په دې ډول په جنت کښي وي چي د جنتيانو خدمت به کوي او د هغوۍ خادمان به وي  .

څلرم قول دادئ چي دوۍ به په أعراف کښي وي ، کوم چي د جنت او دوږخ په منځ کښي ځائ دئ .

پنځم قول دادئ چي په دې باره کښي بايد سکوت او توقف وکړ سي ؛ په دې وجه چي پدې باره کښي شرعي دليلونه يو له بل سره متعارض راغلي دي  ، دا قول مُختار د امام أعظم أبوحنيفة ۰رحمه الله) هم دئ  ، او تورپوشتي ويلي دي چي دا صحيح قول دئ  .

شپږم قول د ځینو مُبتدعينو دئ ، دوۍ ويلي دي چي د کافرانو کوچنيان به د قيامت په ورځ له ژوند څخه وروسته  بيرته د الله پاک په حکم سره خاوره وګرځي  .

کذا في النبراس (ص ۲۹) .

 والسلام ومن الله التوفیق