لنډه كيسه:
- سړيه و سړيه تاته وايم دروازه ډبېږي
- اه!!! نعيم اكا به وي، بيا به څه ټكه رالوېدلې وي
- هغه او په دې نيمه شپه راتګ ګمان نه كوم
ښي لاس يې په سترګو تېر راتېر كړ اوږده ساه يې واخيسته، سر يې وښوراوه، د كټ څنګ ته د ايښې مېز له سره يې د اوبو ګيلاس راپورته كړ د يو ستړي لوګري په څېر يې غټ غټ غړپونه ورڅخه وكړل.
ډب، ډب، ډب ...
دا ځل دروازه لږ كلكه وډبېده، په تېزو قدمو له تكاوۍ څخه راووت، د حويلۍ په منځ كې يې ځان ته پام شو، يوه نرۍ زېر پېراني يې پر تن وه غوښتل يې برته را وګرځي، خو بيا د وره غږ پورته شو.
د دروازې ځنځير ته يې لاس ور وړ لږ څه ټكنى غوندې شو. د معلم نسيم خبره ورياده شوه،چې سهار يې په ښونځي كې ورته كړې وه((سرمعلم صيب پوهېږې! كلي ته داسې ځناور راغلى، چې پر هغه بل به شكر وباسې))...
سل رنګه خبرې يې په زړه كې تېرې شوې، په ځان يې نظر راتېر كړ د زېر پېراني لاندينۍ څنډه يې كش كړه،د پردوګاښ پټۍ يې په كې پټه كړه.
له دې سره سم يې ستونى تازه كړ، وريې پرانست يو دوه ګامه يې مخكې كېښودل.
- سلام عليكم
عليكم، تاسوڅوك؟
- نه يې شم ويلاى، اجازه نلرم
- پوى نه شوم
ځوان لږ جيدي غوندې شو، په مغرورانه انداز يې ټوپك له يوې اوږې بلې ته راواړاوه. په چپ لاسې يې پايڅې بډوهلې او په داسې حال كې، چې اوږده وېښته يې له غوږونو راتاو وه، وويل يوازې د دې لپاره راغلى يم چې دا كاغذ دركړم او هو دا زموږ نوي مقررات دي ويې ګوره.
زړه نا زړه يې لاس ور اوږد كړ په دوه ګوتو يې كاغذ ترې واخيست، ځوان په چټكئ سره خپل موټر سايكل باندې سپور شو.
د كور خاوند لا هماغسې د وره مخته ولاړ و، شاوخوايې وكتل خولې پرې راماتې شوې وې.پورته يې وكتل سپوږمۍ نيمايي اسمان ته راغلې وه وړاندې يې د دېوالونو سيورو ته د كلي سپي ليدل، چې د ګرمۍ له لاسه يې ژبې نيمايي راښكلې وې.
ليك يې ورو ورو پرانست په ډېر خراب ليک ليكل شوى و د ښونځي د تنبلو شاګردانو پارچې سترګو ته ودرېدې چې په ازموينه کې به يې په همداسې ليک ليکلې يو سوړ اسويلى يې له خولې ووت د شونډو لاندې يې ورو شان وويل
((نيمه برخه ))
ليك يې ژر بند كړ د پرتاګه جېب كې واچاوه تر اوسه يې په دې جېب كې بل څه نه و ايښي. كله به يې چې د ښونځي ماشونه واخستل نو د غلو له وېرې يې په همدې جېب كې اچول
معلم اسد خان زموږ د ښونځي تر ټولو سابقه دار ښونكى و، زما پلار هم له هغه نه سبق ويلى و.
يوه ورځ مې ابا كيسه راته كوله، چې د كورنيو جګړو پر مهال په كلي كې سخت غوبل جوړ وو كور په كور جګړه وه، ورور د ورور په مرګ صرفه نه كوله په دې وخت كې يو ظالم قومندا د كلي په ښونځي كې پوسته جوړه كړه.
دا كار اسد خان ته ډېر ګران تمام شو،د كلي غم ورسره و هغه ماشومان يې په سترګو كې تاوېدل چې نوي يې په ښونځې كې داخله اخيستې وه او په ډېر شوق مكتب ته راتلل.
ډېرې هڅې يې وكړې كليوالو غوږ هم نه پرې ګراوه.
يوه ورځ يې د مازيګر له لمانځه څخه وروسته په جومات كې وويل((ورونو كه ستاسو خوښه وي د جومات په هجره كې به څو ټولګي جوړ كړم او ماشومانو ته به برته زده كړه پيل كړم)).
په پېل كې د جومات امام ورسره مخالفت وكړ، خو وروسته ټولو ورسره هوكړه وكړه.
معلم اسد به د څو روپيو په بدل كې چې د كلي خلكو وركولې ماشومانو ته زده كړه وركوله.
اوس هاغه پخوانى كلى نه و پاتې، د نوي حكومت په راتلو سره خپل ټوپكيان له دې كلي تللي ول.
اسد خان هم بدل شوى و، اوس نو خلكو ورته سرمعلم اسد خان ويل په ډېرو هڅو يې په كلي كې د يوې موسسې په مرسته د ښونځي لپاره ښكلې ودانۍ جوړه كړه، هر چاسره به چې مخ كې ده نو د تعليم د ارزښت په اړه به يې ورته خامخا څو خبرې كولې.
څو كاله وروسته د ښونځيو د څار موسسې يو عملي پلان پرمخه كړ. د دې پلان له مخې د ښونځيو برياليو سرښونكو ته به يې يوه حويلۍ جوړوله.
دلته نو د اسد خان مړۍ غوړه وه، د كاميابو سر ښوونكو په كتار كې يې نوم راغى دې ته نه و خوشاله چې كور به جوړ كړي خوښ پر دې و، چې د ملك له پېغورو به خلاص شي چې يودوه كوټې يې وركړې وې او هر وخت يې ورته يادولې.
اسد خان يوه مېرمن درلوده، ډېره پرې ګرانه وه تردې چې زموږ په كلي كې هر چاته يو مثال ګرځيدلى و كه به كلي كې كومې ښځې پر خپل خاوند كوم ناز وكړنو درو به يې ورته كړه زه خو څه مالم اسد خان نه يم چې ستا هره خبره به منم.
ځاى كې لټ پر لټ اوښته خو ب نه ورته په زوره به يې سترګې پټې كړې بيا هم نه كېده ښځې ته يې كړه
- سهار به مې وختي له خوبه راپاڅوې
- خيريت خو به وي
- خيرو خيريت دى خو
- خو څه ولې دومره ناارامه يې
دا په ټول ژوند كې لومړى ځل و چې له ميرمنې يې خبره پټه كړه. بړستن يې پرسر راكش كړه ځان يې په خوب وواهه چې سترګې به يې پټې كړې نو د معلم نسيم يو درجن اولادونه به يې سترګوته ودرېدل .
سهار لږ وختي له خوبه راپاڅېده مېرمنې يې د ښونځي دريشي د مېز پرسر ورته ايښې وه دريشي ېې واغوسته د پرتاګه له جېبه يې كاغذ را وكېښ او له حاضرۍ سره يو ځاى يې په دوسيه كې كېښود.
د ښوونځي استادانو به معمولا د پنجشنبه په ورځ يوه وړوكې ناسته درلوده او د ښونځي او ښونې اړوند مسايلو باندې به غږېدل.
سرمعلم اسد خان په بيړه ښونځي ته ننوت نعيم اكا د ټولګيو په صفا كولو بوخت وو خپل د موادو كڅوړه يې اداره كې كېښوده په لوړ غږ يې نارې كړې
نعيمه نعيمه تاته وايم راشه
نعيم اكا د سترګو په رپ كې ځان ادارې ته راورساوه،لاسونه يې د وره پر دواړو خواو ولګول نيم ځان يې دننه كړ او وې ويل
وايه سرمعلم صيب
ټولو استادانو ته زنګ ووهه چې ښونځي ته راشي
ولې قربان نن داسې بل ډول يې
يو سوړ اسويلى يې وكېښ او زياته يې كړه
بس چې څه درته وايم هماغه وكړه
كال وړاندې زموږ كلي ته څو وسلوال كسان راغلل په پيل كې يې خلكو سره ښه چلند كاوه له دوې سره د كلي هاغه بېكاره او بې روزګاره ځوانان يو ځاى شول. كله چې يې د ولس په منځ كې ښې پښې ټينګې كړې نو دخلكو په زورولو يې لاس پورې كړ دوى د دولت مخالفين ول، خو كليوالو ته به يې ويل چې د ځمكو زكات به دوى ته وركوي.
دوى يوازې د ځمكو زكات نه غوښت بلكه هرچا به چې له هرې لارې پېسې لاس ته راوړلې، نو دوى به خپله برخه ترې اخيسته .
د اوړي ازموينو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې وې سرمعلم صيب په اداره كې ناست و ناڅاپه دروازه خلاصه شوه او معلم نسيم كوټې ته راننووت.
- څه خبره ده سر معلم صيب لكه چې كومه نوې ده
- همداسې يې وگڼه
- بس وايه كنه ولې موډنګروې
دواړو يو بل ته وكتل معلم نسيم په خبرو خبرو كې ورته وويل چې په كور كې يې هرڅه ختم شوي دي د ماش په تمه دى.
شېبه وروسته د ښوونځي اداره له استادانو ډكه شوه. سرمعلم اسد خان په رېږدېدلو لاسونو له خپلې كڅوړې نه د وسلوالو رالېږل شوى ليك راوښكه
عينكې يې په سترګو كړې ليك يې د مېز پرسر كېښود ټول ښونكې يې له نظره تېر كړل بيا يې ليك ته وكتل
كاغذ كې داسې ليكل شوي و
د بر كلي د ښوونځي ادارې ته
لكه څنګه چې تاسو پوهېږۍ زموږ جنګيالي ورځ تر بلې ډېرېږي او دكليوالو کمک هم په پوره توګه نه رارسېږي، موږ د د غه ښونځي له مسولينو څخه غوښتنه كوو، چې نور د خپلو معاشونو نيمه برخه زموږ جنګياليو ته راولېږي د سرغړونې په صورت كې به يې ښونځي ته اور واچو او له هر ښونكي څخه به د دوه كلونو معاش هم چې هر ډول وي واخستل شي. هيله ده د دې خبرې له اورېدو وروسته پرنويو مقرراتو عمل وکړئ
د جنګياليو نوى قومندان ...
د استادانو ساهګانې بندې بندې كېدې
يوه يې كړه
له دې خو هاغه پخوانى قومندان ښه و لږ رحم يې درلود
بل ښونكي وويل
هو والله هغه خو درېيمه حصه معاش اخيسته
دوى يو بل ته حيران حيران كتل معلم اسد خان هم پر خپلې څوكۍ تكيه وهلې وه دواړه لاسونه يې سر لاندې ونيول اوږده ساه يې واخسته.
په همدې وخت كې د مېز پرسر ايښي ټلفو ته زنګ راغى
هلو
معلم صاب (صاحب) جوړ يې
ليك مې پرون درلېږلى و هيله ده چې په همدې مياشت کې اقدام و کړی
اسد خان خپله ژبه په غاښونو كې ونيوله د( سمه ده ) په ويلو سره يې ټلفون بند كړ
ټول استادان هماغسې خاموشه ناست ول چې د ښونځي د رخصتى زنګ ووهل شو.