فتوی نمبر (۶۴) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد رحیم تړون .
ځائ : أفغانستان ـــ کابل .
زما سلامونه دي د بینوا ټولو کارکوونکو ته خصوصًا وعلامه أبوالفضل صاحب ته ورسيږي ، خدای جل جلاله دي وکړی چی خوشحاله ژوند ولرۍ الله پاک دی اجر درکړی تاسی ته چی زمونږه پوښتني په خپله پښتو ژبه ځواب کوۍ .
زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چي د سندرو اوریدل څنګه دي ، کبیره ګناه ده او که صغیره کناه او که څه ګناه نه لري ؟
که د اسلام په رڼا کښی څه معلومات راکړۍنو مهربانی به مووي !!!
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! هغه سندري او غزلي چي په موجوده وخت کښي رواج لري نو د هغوۍ ويل او اوريدل د اسلام د مـــــــقـــدس دين له نظره ډير سخت ناروا کار دئ ، له کبيره (غټو) ګناوو څخه دئ ، او په دې کښي هيڅ شک نسته ؛ ځکه چي په دغه موجوده متعارفو سندرو او غزلو کښي يوه ګناه نه بلکي ډيري ګناوي سره يوځائ کيږي ، چي شرحه يې په لاندي ډول ده :
(۱) : په دغو سندرو کښي د ښځو ، هلکانو ، د فاسقو انسانانو يا د بې دينه او ناروا نظامونو او حکومتو مدح او صفت اویادنیکواومتدینوانسانانوپه ذم کي تحقق لري چي دا شرعًا حرام او ناروا کار دئ .
(۲) : دغه ډول غزلي اوريدل په انسان کښي د فِسق او فساد خاطرې او ارادې پيدا کوي .
(۳) : دغه سندري له قِسم قِسم سرودو سره وي ، کوم چي د شريعت له نظره يوه ځانګړې کبيره ګناه ده .
(۴) : غالبًا موجوده سندري او غزلي په ځائ کښي د اجتماع د فاسقو انسانانو ويلي کيږي .
(۵) : د سندرو ږغولو په سبب بې شميره انسانان په تکليف او مشقت کښي واقع کيږي ، مثلاً که يو څوک په موټر کښي يوه سندره وټيپ ته ورواچوي نو په دې موټر کښي چي څونه مُتَدين انسانان ناست وي هغه ټول په تکليف کښي واقع کيږي ، او که يې په کور کښي ږغوي نو همسایګانو ته د مشقت سبب ګرځي ، او که د کلي په يوه پناه ګاه کښي د واده پر مهال باندي (مثلا) د سندرغاړو محفل يو څوک جوړوي نو ټول کلئ او محله له دې څخه په تکليف کيږي .
(۶) : هر هغه څوک چي په زړه کښي يې دغه ډول سندري او غزلي خوښي وي ، نو کله چي ته يوه سندره ږغوې او دغه ډول انسانان خوند باندي واخلي او اوري يې نو د هغوۍ په ګناه کښي هم ته ورشريک سوې .
(۷) : د انسان عُمر تر هرڅه د قدر ، احترام او احتياط وړ دئ ، او د انسان د دُنيا او آخرت دسعادت د ګټلو سَرمايه ده ، نو انسان بايد دغه قيمتي سرمایه په دغسي ناښايسته او نالايقه کارو کښي لکه سندري ويل یا اوريدل صَرف نکړي .
اوس د سندرو او سرود د حراموالي شرعي دليلونه درته ذکر کوم :
(۱) : الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي : «ومنَ الناس مَن يشتري لَهوّ الحديث ليُضل عَن سبيلِ اللهِ بغيرِ عِلمٍ وَ يَتخِذهَا هُزوًا ، الئکَ لهم عذابٌ مُهينٌ » (سورهء لقمان : ۶ ) .
ترجمه :
يعني او ځیني د خلګو هغه څوک دي چي رانیول د «لهوَ الحديث» کوي ددې دپاره چي ګمراه کړي (خلګ) له لاري څخه د الله (دغه رانيول کوي دوۍ ) بې له علمه څخه (پر دې باندي چي دغه رانيول ځما په حق کښي نقصان دئ ، او دا خريداري ددې دپاره کوي چي) الهي دين ځائ د پسخند او استهزاء وګرځوي ، هغه کسان خاص دوۍ لره سته عذاب سپکونکئ ، خاوند د اهانت او بې عزتۍ .
د ذکر سوي مبارک آيت شان نزول :
قرطبې په خپل تفسير (ج ۱۳ ص ۵۲) کښي ددغه مبارک آیت د شان نزول په اړه دوه قولونه ذکر کړيدي :
اول قول دادئ چي دغه آيت په يوه خاصه واقعه کښي نازل سوئ دئ چي بيان يې پدې ډول دئ چي د مکې په مشرکانو کښي يو لوۍ تجار ؤ چي «نَضر بن حارث» نوميدئ ، ده به و مختلفو ممالکو ته سفرونه کول ، د کسری ، ايران او داسي نورو ملکو څخه بې د پاچهانو د قصو او تاريخي کتابونه رانيول او بيا بې د مکې و مشرکانو ته د هغوۍ ذکر کوئ ، دارنګه ویل بې چي محمد (صلی الله عليه وسلم) وتاسي ته د عاديانو او ثموديانو قصې او واقعې بيانوي زه د هغه تر قصو غوره تاريخي قصې لکه د رُستم ، اسفنديار او د فارس او دروم د باچهانو قصې درباندي اورمه .
مشرکانو به دده قصې او تاريخي واقعات په ډيره مينه او شوق سره اوريدل ؛ ځکه چي له تعليم او عمل څخه خالې صرف د خوند او ټيم پاسۍ قصې به وې ، او کله چي به نضر بن حارث دغه د ګمراهۍ مجلس جوړ کړ نو ددې په سبب به هغه مشرکان چي د خپلو سردارانو په پټه به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ومجلس ته حاضريدل ، او د الله د کلام د اعجاز او بې مثاله بيانونو ننداره بې کوله او خوند بې ورکوۍ ، نو هغو ته هم دا بهانه جوړه سوه او ددغه ګمراه وطرفته بې مخه کړه ، هلته به کښينستل .
دوهم قول پدې ډول دئ چي دغه «نضر بن حارث» به غزلچياني ښځي رانيولې ، نو هر چيري چي بې يو داسي څوک پيدا کړ چي هغه به واسلام ته عقيده درلوده نو هغه بې و دغي خپلي غزلچي مينځي ته راوستئ او و مينځي ته بې وويل چي ودغه سړي ته ډوډۍ او اوبه ورکړه او غزلي او سندري ورته ووایه ، بيا بې ودغه سړي ته وويل چي دا (يعني دغه سندري ويل د مينځي) بهتر دي له هغه څخه چي وهغه ته محمد (صلی الله عليه وسلم) تا وربولي چي هغه عبارت دي له لمانځه ، روژې او له دې څخه چي دده په مخ کښي له خلګو سره جنګ او جګړه وکړې .
د «لهوَالحديث » د لفظ مطلب :
په دغه مبارک آيت کښي د «لَهوَ الحديث» په مراد کښي مُفسرينو متعدد قولونه ذکر کړيدي : اول په مَعالمُ التنزيل کښي له عبدالله ابن مَسعود ، عبدالله ابن عباس ، حسن بَصري ، عِکرمه او له سعيدبن جُبَير (رضي الله عنهم) څخه داسي نقل سوئ دئ چي دوۍ ويلي دي چي له لهوَالـْحَديث څخه درې شيان مراد دي : اول «غِنا» دوهم «مزامير» دريم «معازف» .
د «غـِــــنا» په دوه ډوله تفسير سوئ دئ : اول پدې ډول چي غِنا و هغه خوش اوازي کولو ته ویل کيږي چي د فاسقو خلګو پر طريقه باندي وي او دوۍ ورباندي راجمع کيږي ، او ددوۍ په زړو کښي د شر ، باطل او ناروا انديښنې او ارادې پیدا کوي ، او باندي باعثه کوي يې . دوهم پدې ډول چي غِنا د بيتو ، شعرو او سندرو ويل دي پر داسي ډول باندي چي د خلګو په زړو کښي د زنا او لواطت شوق پيدا کوي ، او په بدو خيالاتو کښي يې اچوي .
او له «مَزامِير» څخه مراد نَل ، سُرنا ، طرُم ، تولکه او أمثال ددې دي .
او له «مَعازيف» څخه مراد د سرود نوري آلې لکه رباب ، سارنګۍ ، سرنده ، دوتاره او أمثال ددې دي .
دوهم : په تفسير ثعلبي کښي د «لهوَ الحديث » تفسير په دې ډول سوئ دئ چي لهوَ الحديث وهل د رباب ، سارنګۍ ، دريا ، تنبور او سرندې دئ . ډيرو علماوو د لَهوَالحديث په همدې ډول تفسير کړئ دئ .
دريم : له عبدالله ابن مسعود او عبدالله ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه داسي روايت هم راغلئ دئ چي دوۍ دواړو قسم کړئ دئ په دې باندي چي مراد له لهوَالحديث څخه «غِنا» ده .
څلرم : امام مُجاهد ويلي دي چي رانيول د لهوالحديث عبارت دي له خريداري څخه د نَر غزلچي او د ښځي غزلچي ، او له غوږ نيولو څخه ودوۍ ته .
تنبــــــــــيه :
په موجوده زمانه کښي چي خلګ په وادونو او ښاديو کښي نارینه غزلچيان يا ښځي غزلچياني په مزدوری راولي نو هغه هم تر دغه آيت لاندي دي .
يوه ضروري توجيه :
په دغه مبارک آیت کښي د سرود او سندرو ودرو ډيرو غټو بدو عواقبو ته الله پاک اشاره کړېده :
اول : ددغه آيت له دغه جملې څخه چي «ليُضل عن سبيل الله» دا خبره په ډاګه کيږي چي سرود ، سندري او ناروا غزلي اوريدل او ويل د هغو خلګو صفت دئ کوم چي د الله (جل جلاله) له دين څخه خلګ و باطلي لاري ته رااړوي .
دوهم : ددغه مبارک آيت په دغه جمله کښي چي «ويَتخذوها هُزوًا» دا خبره معلومه سوه چي د سرود او سندرو کاروبار د هغو خلګو کار دئ کوم چي د الله (جل جلاله) په دين پسخند وهي ، او ټوکي او مَسخري يې بولي .
دريم : د مذکور آيت په دغه جمله کښي چي «واولئک لهم الخ» و درو شيانو ته اشاره ده : اول دا چي د سرود او سندرو کار کبيره ګناه ده ؛ ځکه چي عذاب د کبيرې ګناه په بدل کښي وسړي ته ورکول کيږي ، دوهم دا چي دغه ډول انسانانو ته به د آخرت په ورځ الله پاک د دوږخ په اور سره عذاب ورکوي ، دريم دا چي دغه عذاب به داسي عذاب وي چي سپکونکئ او اهانت کونکئ ددوۍ به وي .
اخيري ډيره خطرناکه اشاره ده ؛ ځکه چي عذابِ مُهين اصلا و کافرانو ته ورکول کيږي ، مومنانو ګنهګارانو ته چي عذاب د دوږخ ورکول کيږي نو هغه مُهين نه بلل کيږي بلکي مقصود له هغه څخه پاکول ددوۍ دي له ګناوو څخه ، د کُفارو د عذاب دا صفت دئ چي د اِهانت دپاره به وي .
(۲ ) : په فتاوی بزازيه (ج۶ ص ۳۵۳) کښي کوم چي د عالمګيري پر شاوخوا باندي پرته ده ذکر سويدي چي اوريدل د اواز دسرود او داسي د نورو ناروا شيانو حرام دئ ؛ ځکه چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي :
استماعُ الملاهِي مَعْصِيَة ، وَالجلوس عليها فسقٌ ، والتلذذ بهَا کُفرٌ .
يعني غوږ نیول واسبابو ته د لهو او لعب (لکه سارنګۍ ، سورنا ، تنبور ، سرنده ) ګناه ده ، او کښينستل و اسبابو د سرود ته فاسقتوب دئ ، او خوند اخستل په اسبابو د سرود (يعني په اواز ددوۍ) کفر دئ (مراد له کفر څخه دلته ناشکري د نعمت ده) .
(۳ ) : حضرت عبدالله ابن مسعود (رضي الله عنه) فرمايلي دي چي اواز د سرود او د غزلي او سندري نفاق (منافقت) په زړه کښي داسي شين کوي لکه څرنګه چي اوبه واښه راشنه کوي . (أنظر تفسير قرطبي ج۱۴ ص ۵۲ / والدرالمختار ج ۵ ص ۲۴۶ ) .
(۴) : په مجموعة الفتاوی (ج ۴ ص ۳۷۸) کښي کوم چي پر حاشيه د خلاصة الفتاوی باندي پرته ده داسي راغلي دي : «احضارُ المُغَنيين و اظهارُ الغنآء فانه حرامٌ ، والثاني احضار المعازف والملاهي وأنه حرامٌ ، و الثالث اظهار لعب اللعابين وأنه حرامٌ » .
(۵) : په تفسير مظهري (ج۷ ص ۲۴۷) کښي داسي راغلي دي : «اتخاذ المعازف والمزامیر حرامٌ باتفاق علمآء الأمصار » .
(۶) : د څلورو سره امامانو په نزد سرود او سندری اوريدل حرام دي ، په تفسير أحمدي (ص۶۰۳) کښي داسي راغلي دي :« والأئمة الأربعة الکرام کانوا أيضًا ممن يُنکرون الغناء» .
په فتاوی بزازيه کښي کومه چي پر حاشيه باندي د فتاوی هندية ده ج۶ (ص ۳۴۹) هم دغه ډول راغلي دي .
اوپه همدغه صفحه کښي ددغي فتاوي راغلي دي چي يو سړئ د جهاد په لار کښي يو لمونځ په قصد سره قضا کړي نو لکه اويا ۷۰ کبيره ګناوي چي يې وکړې ، نو دجهادچي په اسلام کښي يو ستر مقدس عبادت دئ په لاره کښي د لمانځه د قضاکولو دونه جرم دئ ، نو يو سړئ چي دداسي فاحشي او ناروا ګناه په اشتغال کښي (چي سرود او سندري اوريدل دي) لمونځ قضا کړي نو تاسي أټکل وکړۍ چي څونه ګنهګار به وي .
(۷) : دارنګه په تفسير أحمدي (ص ۶۰۳) کښي راغلي دي چي د سرود پر حراموالي باندي ۷۲ یا ۷۵ مجتهدینو علماوو اتفاق کړئ دئ .
(۸) : صاحب د هدايې او ذخيرې سرود کبيره ګناه بللې ده . (تفسير روح المعاني ج ۲۱ ص ۶۹ ) .
(۹) : په فتاوی عزيزي کښي دوې صفحې په بيان کښي د حراموالي د غِنا راغلي دي (فتاوی عزيزي ج۱ ص ۲۵) .
( ۱۰) : ابتداء د سرود له شيطان ملعون څخه راغلې ده ، چي د سرود او غزلو په ذریعه يې د هابيل (عليه السلام) اولاده د قابيل له اولادې سره په زنا مبتلا کړه (أنظر تفسير قرطبي ج ۱۰ ص ۲۹۰في ذيل تفسير آية ۶۴ من سورة بنی اسرائيل ) .
او په دوهمه درجه کښي د موسی (علیه السلام) له سامري څخه سرود و خلګو ته په میراث پاته سوئ دئ (أنظر فتاوی بزازية مطابق حوالهء مذکوره ) .
تنبيـــــــه :
پوه سه چي په ظاهره ځيني داسي روايات او أحاديث راغلي دي چي ځيني ناقصُ العلمه خلګ په هغو سره استدلال پر جواز باندي د سندرو او د سرود نيسي ، خو علماوو د هغوۍ مکمل جوابونه کړیدي ، پدې باره کښي له «فتح الملهم ج ۲ من ص ۴۳۵ ) او دارنګه له نورو شرحو څخه د أحاديثو معلومات حاصل کړۍ .
البته هغه شعرونه چي ددین یادپیغمبر یا دنیکانو اومجاهدینو اویا دجهاد په مدحه کښي یادکفري عنعناتو په ذم کښي جوړسوي وي نو د هغوۍ ویل اواورېدل دثواب کاردئ خو په دغولاندي شرطو سره :
(۱) : چي افراط اوترحدزیات توغل پکښي وجودونلري .
(۲) : داچي ددیني جذبي دپیداکيدویازیاتېدواویادشهداوو اومجاهدینواوصلحاوو دمدح داورېدو په نیت وي .
(۳) : داچي دنعت خوان دخوش آوازۍ په وجه نه وي .
(۴) : داچي دناروانفسي شوق دپیداکېدوسبب به نه ورته ګرځي.
(۵) : داچي دقمرګلي اورخشاني وغیره مینه به په زړه کي نه په ماتوي .
(۶) : دغه شعر به دیوې سندرغاړې ښځي دشعر ویلوپه طرز نه وي ویل سوَي (علی رغم انوف الناقصین فی العلم والعمل) .
(۷) : دا چي هيڅ قسم سرود او مثل د هغه به نه وي ورسره .
والسلام ومن الله التوفيق .