ته په سیاست نه پوهېږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43322
محمد نقیب تره خیل
دخبریدو نیټه : 2011-04-05


یاره! په سر کې خو مې واڼې تښتېدلې او خواه شنه وه.داسې مې انګېرله چې دا د څو راغليو کسانو سربېره ان د هال مېز٬څوکۍ او دېوالونه هم راپورې خاندي.بده یی لا دا چې سیالانو ته مو دسبا ورځی د ملنډو وهلو ښه وسله په لاس ورغله.په زړه کې مې وېلې چې د بې امته پيغمبر په شان به موږ غونډه رابلونکي هم کوربانه یو اوهم مېلمانه٬هم به پخپله ویونکي یو او هم اورېدونکي.خو د خدای کړه وه او شامېت د بډۍ چې دماښام له اوو بجو نه پس د مساپر خانې په شان  خللک لیکه شول٫ د تشو څوکيو خولې په ډکېدو او په هال کې دهرکلي ازانګې  پورته شوی.خو د پاخه منګ او نظریاتي کسانو کمی له ورایه په سترګو کېده.      آشنا! څه داسې د تیارو په څپو کې ګیر وی. ماته به دې وېلي وه چې مې درباندې سهار کړی وه.   

دا ساقي خان٬مستوخان٬هوس ګل ....مو د څه لپاره د جرګې  غړي نیولي.او شمېر مو دونیم شلو ته پرې رسولی؟ته خبر نه یی چې له بانډارچیانو٬دوکاندارانو اوساقیانو سره یی په یوه کاسه خور ي. له تعین شوي وخت( ۵)چې یو ساعت واوښت. ورله مې وویل چې نن مو د شنګ معلومولو ورځ ده.د اطاعت په ښوولو یی همهغه شېبه ۷-۸تنو ته تلیفونونه او ازمسونه وکړ ل هغوی بیا خپلو نورو یارانوته خبر رېلې کړی وه.
   دشورا یوتن ریښتیني غړي بل ته ډک  زړه تشه وه.
 بیا جرئت بښونکي غړي په فاتحانه بڼه اوږې پورته والوزولې .غاړه یی هسکه٬لاړې یی تېرې ٬ غږ یی صاف او د غونډې په توصیف یی خوله پرانسته.بیا دې ولیدل چې څومره د یووالي٬ پخلاینې٬قام پالنې مېړانې ویناوې واوره ول شوې.او میلمنو د احساساتو په ښوولو په چک چکو بدرګه کولې. د تړکاوو آزانګو یی نږدې  چت راغوځولي وه داسی پرتمینې غونډې به ډېرې لږې شوېوي .
د انډیوال ضمیر یی چې له باټو اودروغو څخه حیا کوله. د هغه د پړې دخلاصون په خاطر یی په سوالیه نظر وروکتل؟
 ښیه!نو ته ویلی شی  چې دې ښو ویناوو به د څو تنو زړونو ته لارموندلې وي؟ احساس او شعور یی اغېزمن کړی وي. زموږ پر عمل او اخلاص یې یقین راغلي وی ؟ خلک خو هره ورځ په سماوارو٬رستورانتو کې هم سره یو ځای کېږي. ګتورې خبرې او نیکې ژمنې خو تلوېزون او راډیو هره ګړۍ اوره وي.په ممبر ملا داسی جذباتي نصیحت او وعظ کوي چې ځني خلک په کړو ګناهونو د ندامت اوښکې تویه وي.
 لکه ګیدړه چې خپل بچي ته د ښکار کولو چم ورزده کوي .جرئتیار هم ورته خپل ملګري ته د چل توصیه پدې ټکو وکړه ٬دروغ ووایه٬په شره یی روغ ووایه٬ مدام یی ووایه اخر خو به یی خلک ومني. 

    یاره !دروغ خو د دین په حکم ستره ګناه او په ټولنیز لحاظ اخلاقي سپکاوی ده .او بل له  قام سره به تر څو دروغ وایو.د قام پالنې مانا او د قامي خدمت اصالت په هستي٬شتمني٬مقام او په سیاسې ملحوظاتو پورې اړه نه لري بلکې دخټې له تومنې او دوینې له شریکوالي پورې تړلي ده. 
  دې خبرو د جرئتیار په زړه د غضب اور بل کړ.سیاسي ملګر توب یې پرې له یاده ویسته ورته یې وویل ته په سیاست نه پوهېږې. ړومبی دې وویل چې نظریاتې کسان ندي راغلي. ته نه پوهېږې چې زموږ دخلکو سرونه پکار دي نه دهغوي فکرونه. دسیاستوال خبره نه اول لري نه آخر.لکه د سونامې (سمندري زلزله)په شان په کورونو٬پلونو٬بندونو ٬ځنګلونو ٬فضلونو....په هر څه ورخیږي اوځانته لاره باسي.
  بلجیم