طاريق چي يونوي زلمي جوړ شوي وه او په يو داسي سفر كښي را سره ملګري شو، كه هر څومره, څوك خپل ځان د ملګري نه پيچلي وساتي, بيا به هم مخ خپل ملګري ته ور اړوي او ده يا د اوږده سفر اړتياوي به ورسره شريكوي, طارق هم په وچو شونډو دا زړه وكو سي ما سره يو څو خبري وكړي او د خپل سفر لاره لنډه كړي, سي د يو څو بنسټيزو خبرواترو ورسته, طاريق زما د يوي پوښتنى په ځواب كښي د خپل ﮋوند كيسه داسي پيل كړه.
دځواني اساسي شيبي مي وي دزدكړو اوله مرحله مي پوره كړي وه’ د دوهمي دوري دروازي ته انتظار وم (لوړو زدكړو) سي خدايه كله به را خلاسه سي .
لكه څنګه سي تاسو ته معلومه ده سي ديادو زدكړو وخت څومره خوږ وي او په اخر كښي خو يه ډيرى خلك د يودندي , موندني په لټه كي هم كيږي اود خپل نوي ﮋوند د جوړولو په لټه كي كيږي , خو ما چى كله د يادو زدكړو لمړي مرحله پاي ته رسولي وه او دوهمي دوري ته سترګي په لاروم په دي مينځ كښي يو وخت وه چي ,هغه داسي يوزيري راباندي وشو چي مايه په خپل ﮋوند كي ډيره كمه هيله درلوده , د سهار 8 بجي وي ډيره ښه تازه هوا لګيده خپل د كتابونو تور بكس مي څنګ كي ونيو او د يو تفريح ځاي ته د مطالعي لپاره روان وم سوچونه مي خداي خبرتر كومه ځا يه رسيدلي ول, سي نا څاپه مي جيب كي د ګرځند تليفون ګرنګهار تر غوږ شو او د سترګو په رپ كي مي جيب ته لاس كړ او تليفون مي راو ايستلو البته دا يو غږيز تماس نه بلكي يو ليكلي پيغام وه سي د تليفون د هنداري په مخ مي وليد, د پيغام تر پرانستلو مخكي مي وليدل(دميني موسيسه) او په تعجب كي شوم سي دا لاڅه دي مينه او موسيسه,نو اول مي دا سوچ وكړ سي مينه خو يو ښځينه نوم دي نو دابه د كومي اداري مسؤله وي او هغه اداره به يه په خپل نوم ياده كړي وي, نو ورځه مخكي سي نور يه څه ليكلي دي خو كله چي مي د تليفون د هنداري څخه توره پرده پورته كړه هغه نوومره سي دا پيغام يه رارسولي وه ډيره نا اشنا وه , خو لاندي يه ليكلي ول د ميني نړواله مؤسيسه ستاسو په مثل يو تن كاركونكي ته ډيره ټينګه اړتيا لري او د اړيكي لپاره په د غه شميره اړيكه ونيسي ، داچي په بدن كي مي يو شان تلوسه راولاړه سوه او پدي چورت كي شوم , يا خدايه! داهرڅه ،څشي دي خو بيا مي هم دچا خبر يو غټه سا راوكښله او په راغلي شميري باندب مي د اړيكي لپاره ګوته ټينګه كړله او زماد تليفون دزنګ په ورتلو سره يو څو شيبي وروسته يه د تليفون په پورته كولو سره راته وايي ,
اوهو! اوهو,د اينځر ګله پخير راغلاست ستړي مشي, زه چي هك پك شوم او ورته مي وويل رئيس صاحب! ستاسو لخوا ماته داسي يو پيغام راغلي وه ايا دا كومه, مؤسيسه ده, او كه كومه بله اداره ده ؟
په ځواب كي راته وايي هو لايقه څنګه دي ځان نا خبره واړاوه دا دميني په نامه يوه نړيواله مؤسيسه ده ايا ته دامؤسسه نه پيﮋني داپه ټوله نړي كي فعاليت كوي ، دا هغه مؤسيسه ده سي ما او تا بيه په وړكوالي كي كله كله د كار كلو ارمان كولو او ويل به مو سي كه زه او ته ﮋوندي وه په دغه مؤسسه كي به دواړه يو ځا ي كار كوو ,اوس كه ما پيﮋني زه زرلښته يم هغه زر لښته چي پوره پنځلس كاله وړاندي كله سي د هيواد هغه ناخوالي سي په ډيرو ټولنيزو چارو يه اثرواچاوه برسيره په دي يه زه او ته هم په داسي حالت كي سره جداكړو سي يو اوبل ته مو د يادي مؤسسي وعدي وركړي.
او ما ته چي هم كله د اغلي زرلښتي او زما د وړكتوب افسانو انځورونه را ياد شول , ريښتيا مي هم تر خوله ورته ووتل,
اح..! زرلښتي ته ريښتيا وايي دا ته يي ! تا زما شميره له كومه ځايه پيداكړه او څنګه دي زما د موندلو لپاره دا لار په كار واچوله؟
هغي په ځواب كي وويل ولي اوريدلي دي نه دي سي وايي (چي غوټي پسي وهي په لاس به درشي ,چا ويل سي په درياب كي ګوهر نشته) او ځكه مي ستا دموندلو لپاره دا چال په كار واچاوه سي تاسو ځوانان په دغسي خبرتياوو زر ميدان ته را دانګي.او له اوږدي مودي راهيسي ستا په لټه كي وم, څو مي سي داده تاسو وموندلاست ، اوس وايه ځوانه هغه پخواني ﮋمني سره څنګه يي ؟ د ميني مؤسسه كي به كار وكړاي شي او كنه !
ما ورڅخه د فكر كولو لپاره د دوه ورځو لپاره وخت واخيست او ورته مي وويل دي موسسه كي د كاركولو شرايط شته او كنه ؟ دي راته وويل هو ځوانه ددي شرايطو لپاره خو مي تا پسي پايسي وشليدلي كوم شرايطو ته سي ضرورت دي هفه صرف او صرف په تاسو كي زه وينم شباس ډيري خبري پكي مه راوباسه !
زه هم يو خو ددي دغي پټكي او(خوږي غوسي) وار ختا كړم په نه زړه مي ورته وويل, ګراني هغه كوم شرايط دي سي ته يه په ما كي ويني ، هغي وويل ستا غونډه منډه ونه ،توري ګردي سترګي, او داتور ويښته او خوږي خوږي خبري ټول هغه څه دي سي تاته يه دا ځواك دركړي ده .
او په بله پوښتنه كي ورنه وپوښتل سي دا موسسه به څه ځانكړتياوي ولري ؟
هغي په ډيره نازكه موسكا سره راته وويل ګرانه دادي ډيره ښه پوښتنه وكړه, دا موسسه يوه بله دنيا ده او دا دنيا هم ځانته دوزخ او جنت لري خبره به لاپوره پاي ته نه وه رسولي په تعجب سره مي ورته وويل هغه څنګه بيا يه وويل ځوانه وارختا نشي يعني د ميني دنيا هم دوزخ او حنت لري سي جدايي يه دوزخ ده او يوځاي والى يه جنت دي ,او ددي خبري په اوريدو سره د دوه ورځو دوخت په تمعه ورځني رخصت واخيست.
او پدي موخه مي د ځني زړه ته رانږدي او هغه ملګرو سره كوم چي د زړه راز مي ورسره يو وه ياده موضوع ورسره شريكه كړه سي په نتيجه كي به ځينو راته ويل دي مؤسسه كي كار كول اسانه خبره نده دا ډير مشكل كار دي ځكه دي مؤسسه كي به< څلورويشت ساعته> كار كوي سي دشپي به ټوله شپه خوب درنه پاتي وي اوپه خيالونو كي به ځني پروګرامونه جوړوي, او نورو هم په ورته خبرو كوشش كاوه سي له دي كار نه مي لاس په سر كړي خو هغه د چا خبر ده سي ما هم دواړه پښي يوه موزه كي ورته واچولي او په خپل دريځ تينګ ودريدم , هغه وسي دوه ورځي مودت ډير ﮋر راباندي تير شو اود ﮋمني سره سم مي دوه ورځي ورسته ټا كلي ځاي ته د مارغه غوندي ور په هوا شوم اورته مخي ته ودريدم او په لمړو يه راته وويل څنګه شو د ميني مؤسسه د مثبته وارزوله او كه منفي , ما ورته په خندا وويل زرلښتي ته چي يوه ښځه يي او دميني د مؤسسي كار ته تياره يي نو زه خو لا نر يم مبارك دي شه زه او ته له دغي شيبي نه د ميني د مؤسسي كاركوني شوو, بس نور نو د ميني د مؤسسي كارونه ول
دواړو جوړه پر مخ وړل ريښتيا هم سي بيا د ملګرو خبري راته سترګو ته ودريدي ځكه هغوي به ويل سي دي مؤسسه كي به څلورويشت ساعته كار كوي , سي داوخت په حقيقت كي ورسره مخ شوم او څلورويشت ساعته به مي كار كاوه هله..هله وخت وه تيريده سي دميني مؤسسه له مالي لحازه غريبه شوه او ان سي نږدي وه له فعاليته ولويږي ځكه هغه كرغيړنه بوديجه سي د (ولور) په نامه ياديد او زمونږ په قدرت كي نوه, نو اړينه شوه سي څو د ميني مؤسسه له فعاليته ونه غورځي او د لګښت لپاره يه زه بايد يو بهرني هيواد ته لاړشم څو ياد لګښت له ځينو لارو راپيدا كړم او ددي كار په موخه مي هم د اوږده سفر موزي په پښو كړي او له هيواد بهر لاړم د قسمت خبري وي سم زه له هيواد نه بهر شوم او سم ورسره په هيواد كي د ډيرو بدبختيو برسيره د ځينو امنيتي ستونزو له لاسه په مخابراتي شبكو كي ځنډ راغلي وه او بندي شوي وي او د پيوستون تار مو هم وشكيده خو كه هر حال وه د ياد لګښت د برابرولو لپاره د وخت تيرولوته اړتياوه او حلته ورته ايسار شوم كه هر حال راباندي تيريد خو تاسو پوهيږي او هغه څوك به ښه پوهيږي چا سي ددي مؤسسي سره كار كړي وي سي په ما به څه تيريدو له دي هرڅه سره سره بيا هم دميني د مؤسسي اصلي منبعي هر كار د كيفيت له مخي نه بلكي د كميت له مخي ارزوله سي دده, ددي شهرت سره په استفاده يو غټ ښامار را پيداشوي وه او د ولور په نامه بوديجه يه څو واره په خپله خيټه كي درلوده او زما د بيلتون په ترڅ كي يه د ميني مؤسسي پرټولو شتمنيو بريد خښ كړي وه او په دغه عمل سره يه زه او زما يتيم زړګي زما يتمي هيلي زماد ﮋوند ټولي نا غوړيدلي غوټۍ د ميني د مؤسسي د دوزخ كندي ته ور ختا كړي..