ښځه خپل خاوند و لمانځه ته راويښه ولاۍ سي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43347
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-07

فتوی نمبر (۶۶) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 

مستفتي   :   جان محمد

 

 
 محترم   مولانا أبوالفضل صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی!

زه په دې باره کښي پوښتنه کوم چي د مسلمانانو ښځی خپل میړونه  د سحر د لمانځه لپاره راویښولای شی او که نه

ځکه بعضی خلک وایی چه دا کار ناروا ده  نو هیله ده چه پدی باره کی معلومات راکړی

 

 


الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .

محترمه وروره داخبره چي تااورېدلي ده چي که یوه ښځه خپل مېړه دسهارولمانځه ته راپورته کي ورته ووایي چي سړيه راکښېنه سهاردئ دا نارواکاردئ ، نودا خبر دمحمدي شریعت له ټولواصولوڅخه خلاف خبره ده اوډېره دناپوهي خبرده ،   علماؤځینودبېده سړي ولمانځه ته راويښول واجب کاربللَئ دئ  اوځينوسنت اوځینومستحب  ،  او ځینو بیا ویلي دي چي که یوسړَیْ دلمانځه تروخت له مخه بیده سو بیا دلمانځه وخت باندي راغي لکه چي مثلاً دشپې یوسړَیْ بیده سي اودسهار دلمانځه وخت باندي راسي او دئ بیده وي نوهرڅوک چي ويښ وي که ئې ښځه وي اوکه بل څوک نوداورته مستحب کار دئ چي ولمانځه ته ئي راپورته کي ؤ،  اوکه بالفرض یوڅوک دلمانځه وخت باندي داخل سي او دَیْ لمونځ ونکړي بيده سي نوهرڅوک چي  هلته ويښ وي پرهغه باندي فرض دئ چي  ږغ باندي وکړي اوراپورته ئي کړي .
اوځینوعلماؤ ویلي دي چي ونفلي لمانځه ته ئي راويښول مستحب ، وسنت لمانځه ته سنت  ،  واجب لمانځه ته واجب  او وفرض لمانځه ته فرض دي  .
رسول الله صلي الله علیه وسلم به دتهجدلمونځ کوئ اوحضرت عائشه رضی الله عنهابه بیده وه کله چي بې تهجدختم کړاودوترودکولواراده بې وکړه نوعائشه   بې  وښوروله چي راکښېنه لمونځ وکړه  ، لکه چي دبخاري حديث دئ .
 په دې اړه له دغولاندي شرعي دلائلوڅخه ډاډحاصل کړۍ  :

(۱) :  قال النووي رحمه الله في شرح المهذب: يستحب إيقاظ النائم للصلاة لا سيما إن ضاق وقتها لقوله تعالى (وتعاونوا على البر والتقوى) ولحديث عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسول الله صلى الله عليه سلم يصلي صلاته من الليل وأنا معترضة بين يديه فإذا بقي الوتر أيقظني فأوترت " وفى رواية " فإذا أوتر قال قومي فأوتري يا عائشة " رواه مسلم. وعن أبي بكرة رضي الله عنه قال " خرجت مع النبي صلى الله عليه وسلم لصلاة الصبح فكان لا يمر برجل الا ناداه بالصلاة أو حركه برجله " رواه أبو داود بإسناد فيه ضعف ولم يضعفه انتهى
 (۲) : وقال في حاشية إعانة الطالبين: ( تنبيه ) يسن إيقاظ النائم للصلاة إن علم أنه غير متعد بنومه أو جهل حاله، فإن علم تعديه بنومه كأن علم أنه نام في الوقت مع علمه أنه لا يستيقظ في الوقت وجب انتهى.
(۳) : قال الله تعالى: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا {طـه:132} ،۴،وقال صلى الله عليه وسلم: كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته.،

(۴) : قال الإمام أبو العباس القرطبي رحمه الله: (قوله صلى الله عليه وسلم: "قومي فاوتري"، دليل على مشروعية تنبيه النائم للصلاة إذا خيف عليه خروج وقت الصلاة، ولا يبعد أنْ يقال إنَّ ذلك واجب في الصلاة الواجبة؛ لأنَّ النائم وإنْ لم يكن مكلفاً في حال نومه، لكن مانعه سريع الزوال فهو كالغافل، ولا شك أنَّه يجب تنبيه الغافل).
(۵) : ومن الأدلة على إيقاظ النائم وتذكيره بالصلاة سيما لو خيف خروج وقتها ما فعله الصحابة بعمر رضي الله عنه عندما طعن فهجع هجعة قبيل الصبح، فأيقظوه مباشرة بعد أنْ فرغوا منها على الرغم من علمهم بحاله، فقال فزعاً: أصلى الناس؟، قالوا: نعم، فقال: لاحظَّ في الإسلام لمن ضيَّع الصلاة.،وکذاانظرعمدة القاري،ج۴ص۴۳۵
البته که یوسړئ  بددینه اوبداخلاقه وي اوراويښه وونکَئ  يې  په دې پوهیږي چي که زه ږغ  باندي وکړم نوراپورته کېږي خونه  خونور لاهم ځان  وګناه ته باسي  اووماته هم بدردویل کوي نوبیا به دَیْ اوخپله بېديني سره پريږدي  .

والسلام ومن الله التوفیق   .