د سورت توبې په اول کښي د بسم الله نه ليکلو وجه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43348
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-07

فتوی نمبر (۶۷) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 

مستفتي   :  عزيز الرحمن أخوند .

 

 

سلامونه اواحترامات تقدیم دی هیله ده چی جوړ اوروغ به یاست

محترم مولوی صاحب سوال می دادی چی ولی د سورت التوبه په سرکی بسم الله شریفه نه ده راغلی وجه یی څه ده هیله ده چی دنوموړی سوال جواب راته په پوره تفصیل سره شرحه کړی . مهربانی به مو وی .

په درناوی عزیز الرحمن اخند

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ستادپوښتني ترجواب له مخه دمقدمې په توګه اودارنګه دزیاته نفعي په خاطر ودوو خبرو ته ګوره اوله خبره داده چي علماوو د قرانکريم سورتونه څلور قسمه کړيدي ، او هر قسم ته يې خپل نوم ورکړئ دئ په دې شرحه  :
الطوال  .
المئين  .
المثاني .
المفصل .
«طوال»  یعني اوږده سورتونه اوه دي : البقرة ، آل عمران ، النسآء ، المآئده ، الأنعام ، الأعراف   ، او په اوم سورت کښي اختلاف دئ ، ځيني وايي چي اوم  سورت «أنفال» او «توبه» دواړه دي ؛ ځکه چي په منځ کښي يې فصل نه دئ راغلئ په بسم الله سره ، او ځينو ويلي دي چي اوم له طوالو سورتو څخه سورت يونس دئ  .
او «مئين» هغه سورتونه دي د کومو چي د اياتونو شمير وسلو ته قريب او يا تر سلو اوښتئ وي .
او «مثاني» هغه سورتونه دي چي د اياتونو شمير يې تر سلو کم وي  لکه فراءچي ویلي دي
او «مفصل» اخيري سورتونه د قرآن دي ، خو په دي کښي چي له کومه ځايه شروع کيږي علماوو ۱۲ قولونه ذکر کړيدي  ،  چا ويلي دي چي اول د مفصلو سورتو سورت «ق» دئ  ، او چا نور څه ويلي دي ، خو امام نووي دا خبره صحيح بللې ده چي اول يې سورت «حجرات» دئ  .
دغو سورتو ته ځکه مفصل وايي چي ددوۍ په منځ په بسم الله سره فصل ډير راغلئ دئ ، او چا ويلي دي چي له دې وجي چي په دغو سورتو کښي منسوخ ډير کم دي او له دغه وجي څخه ودوۍ ته محکم هم وايي ، لکه چي امام بخاري له سعید بن جبير څخه روايت کړئ دئ چي ده ويلي دي :«ان الذي تدعونه المفصل هو المحکم»  .
بيا دغه مفصل سورتونه ودرو برخو ته تقسيم سويدي : (۱) طِوال  ،  یعني دراز  (۲) أوساط  ، یعني میانه  (۳) قِصار  . یعني کوتاه
له سورة الحجرات څخه شروع بيا تر سورة البروج پوري طوال سورتونه دي ، او د سورت طارق څخه بيا تر «لم يکن» پوري أوساط سورتونه دي ، او له «اذازلزلت» څخه بيا تر اخيره د قرآنه قِصار سورتونه دي  .
دوهمه خبره د سورت توبې د نومو په باره کښي ده چي په دې شرحه دي  :
د «توبة » د مبارک سورت نومونه  :
پوسه ! چي  علماوو ددې مبارک سورت لس (۱۰) اسمآء ذکر کړي دي  ، چي هغه پدې ډول دي  :
۱ :  توبة  . ۲ : برآءة  ،  دغه دوه نومونه يې مشهور دي  . ۳  : سورة المُقشقشة  ، دغه نوم يې ابن عمر ذکر کړئ دئ ، مقشقشه ځکه ورته ويل کيږي چي تقشقش و بيزاري ته ويل کيږي او په دغه سورت کښي د بيزار ۍ اعلان  سوئ دئ  له نفاقه څخه  . ۴ : سورة المُبعثرة  ، ځکه چي دغه مبارک سورت دمنافقينو خبري او حالات پر بل مخ رااړولي دي ، يعني له خفا څخه يې واظهار ته راايستلي دي  . ۵ : سورة الفاضحة  ، دغه نوم يې ابن عباس ذکر کړئ دئ ، او فاضِحة ځکه ورته وايي چي دغه سورت منافقين رسوا وګرځول  . ۶ : سورة العذاب ، ددغه نوم ذکر حذيفة کړئ دئ، ځکه چي په دغه سورت کښي د کفارو او منافقينو دپاره عذاب موجود دئ  . ۷: سورة المخزية   ، مُخزيه او فاضحه په يوه معنی دي .  ۸ : سورة المدمدمة ، دا نوم ځکه ورته ويل  سوئ دئ چي په دغه سورت کښي هلاک د منافقينو دئ  . ۸ : سورة المشردة ، ځکه چي دغه سورت د منافقينو ډلي او جماعتونه سره متفرق او تار په تار کړيدي  . ۹ : سورة المثيرة ، په دغه نامه سره ځکه مسمی سوئ دئ چي په دغه سورت کښي د منافقينو د رسوايي د خويو او صفتو اثارَت او اظهار سوئ دئ  . 

اوس دپوښټني وجواب ته راځم  ،په دې باره کي چي دسورت توبه په سرکي بسم الله ولي نده راوړله سوې علماوو مختلفي وجي بيان کړيدي   چي په لاندي شرحه دي  :
(۱) :  ابوداؤد او ترمذي له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ  چي دده وويل چي ما وحضرت عُثمان ته وويل چي سورت أنفال له «مثاني» سورتو څخه دئ او د برآءة سورت (يعني سورت توبه) له «مئين» سورتو څخه دئ نو تاسي په څه وجه دغه د مئين سورت په مَثاني سورت پسي پيوسته کړ ، او بل دا چي بسم الله الرحمن الرحيم مو ولي ددې سورت په سر کښي نه ده ليکلې ، او بل دا چي سورت توبه مو په هغه سورتو کښي ايښئ دئ کوم چي «سَبعِ طِوال» ورته ويل کيږي ؟
نو د حضرت عُثمان د جواب (کوم چي و حضرت ابن عباس ته يې ورکړئ دئ) خُلاصه داده چي د نورو اياتو او سورتو په باره کښي د رسول (صلی الله عليه وسلم) هدايت وموږ ته ثابت ؤ ،او رسول عليه السلام له دنيا څخه انتقال وکړ پداسي حال کښي چي  د سورت توبې په باره کښي وموږ ته کوم هدايت او بيان نه ؤ کړئ ، نو پدې وجه د سورت توبې په باره کښي ما خپل اجتهاد وکړ ، د سورت أنفال او د سورت توبې قصه او بيان يو له بل سره مشابهت درلودئ نو په دې وجه ما دا ګمان وکړ چي سورت توبه د سورت أنفال یوه برخه ده ، نو ځکه مي دوۍ دواړه سره پيوسته کړل او بسم الله مي ددوۍ په منځ کښي ونه ليکله او له همدغي وجي مي سورت توبه د ۷ طِوالو سورتو په جمله کښي راوړئ  . 
(۲) :  قتاده ويلي دي چي دا دواړه سورتونه يعني سورت أنفال او سورت توبه يو سورت دئ  .
(۳) :  محمد بن الحنفيه ويلي دي چي ما وخپل پلار ته وويل يعني و علي بن أبي طالب (رضي الله عنه) ته چي د سورت برآءة په سر کښي تاسي ولي بسم الله نه وليکله ؟ ده راته وويل چي اې ځويه ! چي د سورت برأءة نزول په توره سره کړئ دئ (يعني په دې باره کښي نازل سوئ دئ چي د کفارو په مقابل کښي به توره چلول کيږي ) او بسم الله الرحمن الرحيم خو أمان دئ ، يعني سبب دأمن دئ ، د أمن په کارو کښي ويله کيږي  .
(۴) : دارنګه د سفيان بن عُيينه څخه د همدغي پوښتني سوال وسو ده ورته وويل چي بسم الله خو رحمت دئ او رحمت أمان دئ ، او دغه سورت (یعني سورت برآءة ) په باره کښي د منافقینو نازل سوئ دئ   .
(۵)  : مبرد ويلي دي چي ددغه مبارک سورت شروع په بسم الله سره ځکه نه ده سوې چي په بسم الله سره خو په هر کار کښي د خيراودنعمت شروع کيږي ، او ددغه سورت اول خو وعيد دئ او د عهودو نقض دئ  کوم چي  دکفارودپاره دعذاب اومصیبت سبب دۍنو له دغه وجي څخه يې افتتاح په بسم الله نه ده سوې  .
(۶) : د أبئ بن کعب څخه د دې پوښتنه وسوه چي د سورت توبې په اول کښي بسم الله ولي نه ده ليکله سوې ؟ نو ده وويل چي دا ځکه چي دغه سورت په اخير کښي د قرآن نازل سوئ دئ ، او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به د هر سورت په ابتدا کښي په دې سره أمر کوئ چي بسم الله يې په سر کښي  ولیکله  سي د سورت توبې په ابتدا کښي پدې سره امر ونکړ ، بيا وسورت أنفال ته ورضم سو له دې وجي چي دوۍ دواړو مشابهت سره درلودئ  .
(۷) : او چا ويلي دي چي صحابهء کرام په دې کښي سره مختلف سول چي سورت أنفال او سورت توبه يو سورت دئ او که جلا جلا دوه سورته دي ، نو ځينو ويل چي دادواړه  يو سورت دئ ؛ ځکه چي دا دواړه د قتال او جنګ په باره کښي نازل سويدي ، دارنګه ددوۍ دواړو مجموع اياتونه دوه سوه پنځه (۲۰۵) دي نو دا اوم سورت دئ له طوالو سورتو څخه .  او بعضو بيا وويل چي دا دوه سورته دي  .
نو کله چي د صحابه و په منځ کښي دا اختلاف منځ ته راغلئ نو ځکه دوۍ د د دواړو سورتو په مابين کښي خالي ځائ پريښودئ لپاره د اشارې و قول د هغه چا ته چي دوۍ وايي دا دوه سورته دي ، او په اول کښي يې بسم الله نه وليکله  لپاره د اشارې وقول د هغه چا ته چي دوۍ وايي چي دا يو سورت دئ  .

والسلام ومن الله التوفيق  .