هرات :دهریواپه لمن کي پسرلنۍ مشاعره جوړه سوه!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43374
محمدنعیم افغان
دخبریدو نیټه : 2011-04-08


د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د وري یا حمل د میاشتي پر اتلسمه چي د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د اپریل له ۷ نېټې سره برابره وه، د سپیني ادې د ادبي،علمي او کلتوري ټولني له لوري د هرات په لرغوني ښار کي «دهریواپه لمن کي »پسرلنۍمشاعره جوړه سوه چي د هرات ولایت او شاوخوا سیمو ترڅنګ دهیوادله ځینونورولایتونو څخه ورته په سلګونه شاعران، لیکوالان، ژورنالیستان او د شعر مینه وال رابلل سوي ول په مشاعره کي دوروڼوترڅنګ په زیات شمېركي خوندوهم برخه اخیستې وه

مشاعره د ماسپښین پر۲ بجې د بشري حقوقوپه تالار کي د قاري نورالله نوري له لوري د قرآن پاک د څو مبارکو آیاتنو په تلاوت سره پېل سوه. د دریڅ( سټیچ) چاري يې دمحمدنعیم افغان ترڅارني لاندي د نعمت الله اسحاقزي او محمدموسی اڅک  له لوري پرمخ بېول کېدلې اودمشاعرې دعمومي نظم چاري دتېمورشاه یوسفزي پرغاړه وې .

دمشاعرې ویاړتکړه ممثل ښاغلی ممنون مقصودي ((چي دنوي کوراونوي ژوندپه ډرامه کي درحیم داد نایي اودښادګل په ډرامه کي دښادګل یا دکونډي دزوی رول لوبوي))وو اودمشاعرې دروندمېلمه له کابل څخه راغلی قاضي محمدحسن حقیاروو

تر روغبړ او هرکلي وروسته مشاعره رسماً پېل سوه. په پيل كي له کندهارڅخه راغلي عبدالله ستوري  ته بلنه ورکړل سوه او هغه د خپل شعر مینه وال په خپلو شعرونو ونازول. له هغه وروسته په خپل وارسره

عبدالهادي عمري،نجیب الله هوتکي ،میرویس ملګری،غوث الدین مجروح،واجده نیازۍ،عبدالغفارمشواڼي، قدرت الله لېوال ،معصومه ،نورالدین مسلم،قاضي محمدحسن حقیار،ممنون مقصودي(شعريې تمثیل کړ)،سمیع الله ساپی، سکینه،حبیب الله مشواڼی،شاولي زیارمل،واثیق سنګریار،حاجي نوراحمدقرآنمل، بشیراحمدبشارت، شراف الدین ستانګزی، ډاکټرحمیدالله نیازی،محمدظاهر حیدر،اقبال الدین،قاري نورالله نوري(ترنم کي)نعمت الله پټانزی، استادمنګل،نعمت الله اسحاقزی،زهرا نیازۍ،عبداالنافع همت،رحمت الله فیضان،عبدالرحمان ژوندی، محمدنعیم افغان،نقیب الله نیکمل،ګل احمد درانی،عبدالله ستوری(ترنم کي)حاجي ظریف بارکزی، محمدرحیم بیمار،محمدموسی هوتک ،حامدالهام،قدرت الله نیازی،ذاکرالله ساپی اومحمدقاضي زاده شعرونه ولوستل.
دمشاعرې په دوام کي داطلاعاتو او کلتور رئيس ،دهرات ولایت دوالي مرستیال اوځینونورومخوروته دخبرو کولو لنډ وخت ورکول سو.

دمشاعري په اخیري شېبوکي دسپیني ادې دادبي اوکلتوري ټولني مشرډاکټر حمیدالله نیازي  له راغلو ادیبانواودادب له مینه والوڅخه مننه وکړه چي په خپل راتګ سره یې مشاعرې ته ښکلاوروبخښله اودوینا په ترڅ کي یې وویل : (داډول مشاعرې اوادبي محفلونه دژبي اوملي ادبیاتودلاودي اوانکشاف لپاره ډېرمؤثراوګټوردي او«دهریواپه لمن کي» پښتوستره پسرلنۍ مشاعره دلا ډيرو بریاوو زیری راکوي)

دیادولووړده چي نوموړي مشاعرې ته دشمشادټلوېزیون ،دهرات ملي ټلوېزیون ،نوري ټلوېزیون ،طلوع ټلوېزیون،دبي بي سي اوازادۍ راډیودخبریالانوترڅنګ دځینونوروټلوېزینونواومهلني رادیوګانو استازي د مشاعرې د راپور اخيستلو په موخه راغلي ول.

مشاعرې ترناوخته ماښام دوام وکړ. په غالب ګمان دهرات په ټول تاریخ کي دغه مشاعره دپښتنولپاره  ستره مشاعره وه چي له اټکل څخه زیاتوکسانوپکښي ګډون کړی وو اوپه ډېربریالیتوب سره دمشاعري ترپایه په خوږوشعرونوویلواودګډونوالو دلاسونوپه پړکولوسره بدرګه سوه په مشاعره کي څه باندي ۴۵شاعرانوته ددې موکه په لاس ورغله چي خپل شعرونه ووایې خودوخت دکمښت له امله بیاهم یوڅه کسان پاته سول چي و یې نه سوای کولای خپل کلامونه واوروي.