د علم د زدکړي دپاره د خپل خاوند بې اجازې وتل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43392
دارالافتاء ‌ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2011-04-09

فتوی نمبر (۷۰) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   :  نثار أحمد ، چمن  .

 

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست  .
ځما پوښتنه داده چي ايا ښځه د خپل خاوند بې اجازې دعلم دزدکړي دپاره وتلاۍ سي  ؟


 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره !  په دوو صورتو کښي ښځه بې له اجازې د خپل خاوند نسي کولاۍ چي له کوره څخه ووځي د علم د حاصلولو دپاره  : اول په دې صورت کښي چي خاوند ددې عالم وي په دين باندي ، او ددې له تعليم څخه منع هم نکوي نو دا بايد د علم زدکړه له خپل خاوند څخه وکړي  ، او دوهم په دې صورت کښی چي کچيري ددې خاوند بې علمه او جاهل ؤ  مګر ددې دپاره يې  ددې د ضرورت په اړه له علماوو څخه پوښتنه ورته کوله ، او بيا يې ودې ته معلومات ورکوئ نو بيا دي ددې خاوند هغه مسئله له علماوو څخه پوښتي او بیا دي ودې ته ورزده کوي .

او کچيري ددې خاوند عالم نه ؤ او له پوښتني کولو څخه يې هم منع کوله  نو بيا ښځي لره دا روا ده چي بلااذنه ولاړه سي او خپله پوښتنه ځانته معلومه کړي ، بلکي باندي فرض ده ؛ ځکه چي طلب د علم په هغو شیانو کښي چي وهغوۍ ته احتياج او ضرورت وي فرض دئ لکه نور فرائض  نو  طلب د علم پر حق د ميړه باندي له مخه دئ ، لکه چي مشهور حديث دئ چي «طلبُ العلم فريضة علی کل مسلم و مسلمة»   .

(کذا في فتاوی النوازل لأبي اللیث السمرقندي ص ۲۸۵) . 

 والسلام ومن الله التوفيق .