د ملائکو او فرشتو حقیقت :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43517
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-15

فتوی نمبر(۸۱) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي : ملاعبدالقيوم .....

 

فخرافغان الحاج مولوي محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب  اودبېنوا دقدر وړ کارکونکو ستاسي له دې ستر اوعالي خدمت څخه يوجهان مننه ، و محترم مولانا صاحب زما پوښتنه داده چي دملائکه وو دحقيقت په باره کي شرعي معلومات راکړې ځکه چي داموضوع کله ناکله وعلماوو ته دډېري علمي مشکلاتوسبب ګرځي ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :


نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره !  دملائکة لفظ جمع دملک دئ ،  اودملک لفظ مقلوب دمألکٌ دئ   کوم چي له الوکة څخه ماخوذدئ  په معنادرسالت .
فلاسفه ملائکه په لسواشخاصویا انواعوکښي چي هره نوعه محصوره په یوه فردکي ګڼي حصرکوي او قدیم اومجرديې بولي  اوعقول عشره ورته وايي ، خوداعقیده له شریعت څخه خلاف ده لکه چي زمایوشعردئ :  عقول نه لس دي نه قدیم دي همه واړه حادث        شمارئې وخدای ته دئ معلوم الهیان دي غلط .
او دجاهليت په زمانه کي  دمشرکانو يوې قبېلې بني خزاعة داعقيده درلوده چي ملائکه ښځي دي اوالعياذ بالله دالله جل جلاله لوڼي دي خوداهم دکفر عقيده وه .
شرعي عقيده داده چي ملائکه له ذکورت اوانوثة  ( له ښځه والي اوله نر والي ) څخه پاک دي اودالله پاک مخلوق دي .
 دملائکه په لفظ کي چي «تا» دتانيث راغلي ده نوداپه وجه دتانيث دجمع راغلې ده .
حقيقة الملائکة  :
په حقيقت کښي د ملائکو او فرشتو اختلاف دئ ، او پدې باره کښي متعدد مذهبونه دي  :
(۱) : مذهب د جمهورو علماؤ د اسلام دئ ، دوۍ د ملائکه وو تعريف په دې ډول کړئ دئ : «هي اجسامٌ لطيفة هوائية تقدر علی التشکل بأشکال مختلفة مَسکنها السموات » . (تفسیر النيسابوری ج۱ ص ۲۱۲) .
يعني ملائکه لطيف او هوايي جسمونه دي ، کوم چي پر دې باندي قدرت لري چي په مختلفو شکلو سره متشکل وګرځي ، او ځائ د سکونت ددوۍ اسمانونه دي   .
(۲)  : مذهب  : شهاب خفاجي (رحمه الله) په شرح د أنوار التنزيل (ج۲ ص ۱۱۹) کښي فرمايلي دي :«مذهب المليين أنهم أجسام لطيفة نورانية قابلة للتشکل ؛ لأن الأنبيآء عليهم السلام کانوا يرونهم في صور مختلفة اهــ . وقال البيضاوي (رحمه الله) اختلف الناس في حقيقتهم بعد اتفاقهم علی أنها ذوات موجودة قائمة بأنفسها ، فذهب أکثر المسلمين الی أنها أجسام لطيفة قادرة علی التشکل بأشکال مختلفة مستدلين بأن الرسل کانوا يرونهم کذالک .
او علامه آلوسي (رحمه الله) په تفسير روح المعاني (ج۱ ص ۲۱۸) کښي ذکر کړيدي : «ذهبَ أکثر المسلمين الی أنها أجسام نورانية و قيل هوائية قادرة علی التشکل والظهور بأشکال مختلفة باذن الله تعالی » .
ويؤیده کونهم اجساما نورانية لا هوائية ما ثبت في صحيح مسلم وغيره عن عآئشة (رضي الله عنها) أن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال خلق الله الملائکة من نور ، وخلق الجان من مارج من نار ، وخلق آدم مما وصف لکم .  (أخرجه کثير من أئمة الحديث و أخرجه مسلم في الزهد والرقاق ، ولفظه بصيغة المجهول :  خُلِقت الملائکة من نور الخ .

(۳)  : د بعضو مشرکينو دا عقيده ده چي ملائکه همدغه چمکدراه ستوري دي کوم چي په شپه کښي په نظر راځي  ، او دغه ستوري د سعادت او نحوست تقسيمونکي دي ، په دوۍ کښي د سعادت والا د رحمت فرشتې دي او د نحوست والا د عذاب فرشتې دي  (کذا في النيسابوري ) .
(۴) : څلرم مذهب د  مجوسينو او بعضو ثنويه و دئ ، دوۍ ظلمت  او نور  خالق بولي او وايي چي له نوره څخه فرشتې او له تاريکي څخه شيطانان پيدا کيږي   .
(۵) : بعض وايي چي ملائکه جواهر غير مُتحَيزه دي ، یعني  محل او مکان ته حاجت نلري ، بيا دغه قائلین په خپل منځ کښي سره متفرق دي ، یوه فرقه چي نصاری دي وايي چي :«أنها هي الأنفس الناطقة المفارقة لأبدانها فان کانت صافية خيرة فهي الملائکة ، وانکانت خبيثة کثیفة فالشياطين ».
نو ددوۍ په نزد باندي هغه اروحونه چي وروسته له مرګه له بدنو څخه خارج سي هغو  ته ملائکه او فرشتې ويل کيږي ،  خو دا خبره ددوۍ پدې قول د خدائ پاک سره مردوده ده چي فرمايي : «واذ قال ربک للملائکة اني جاعلٌ في الأرض خلیفة » ځکه چي دغه وینا د خدائ پاک خو و ملائکه و ته مخکي تر پيدايښته د بشر وه  .
(۶) :  او بله طائفه د فلاسفه و ده دوۍ په دې عقيده دي چي ملائکه جواهر غير متحيزه او مجرده دي خو له نفوسو ناظقه و څخه په حقيقت کښي مخالف دي  ، او بعضو فلاسفه و بيا پدې تصريح کړېده چي ملائکه عقول عشره او نفوس ملکيه دي کوم چي و اسمانو ته حرکت ورکوي .
دارنګه امام نيسابوري ويلي دي چي « وقال الاخرون وهم الفلاسفة :« انها مخالفة لنوع النفوس الناطقة البشرية ، وانها أکمل قوة وأکثر علمًا ، ونسبتها الی النفوس البشرية کنسبة الشمس الی الأضوآء ، فمنها نفوس ناطقة فلکية ، و منها عقول مجردة ، ومنهم من أثبت أنواعا أخر منَ الملائکة وهي الأرضية المدبرة لأحوال العالم السفلي ، خيرها الملائکة و شرير ها الشیاطين » . و قد يستدل عليها أصحاب المجاهدة من جهة المکاشفة و أصحاب الحاجات و الضرورات من جهة مشاهدة الآثار العجيبة ، والهداية الی المعالجات النادرة الغريبة ، وترکيب المعجونات ، واستخراج صنعة الترياقات ، کما یحکی أنه کان لجالينوس وجع في الکبد ، فرأی في المنام کأن امرأ يأمره أن يفصده الشريان الذي علی ظهر کفه اليمنی بينَ السبابة والابهام ، ففعل فعوفي . ومما يدل علی ذلک حالُ الرؤيا الصادقة اهــ (راجع دائرة المعارف لمحمد فريد وجدي ج۱ ص ۴۶۶)  .

بهر حال مشائيين فلاسفه وايي چي ملائکه عقولِ عشره دي ، او عقل فعال چي تر فلک قمر رالاندي تصرف لري جبريل (عليه السلام) دئ ، خو دا چي جبريل عقلِ فعال دئ او عقول عشره ملائکه دي نو دا خبره علماوو د اسلام له مختلفو وجو باطله بللې ده  :
اول پدې وجه چي عقولِ عشره د فلاسفه و په نزد قديم او غير مخلوق دي ، او د مسلمانانو په نزد مخلوق او حادث دي  .
دوهم پدې وجه چي ملائکه د الله تعالی له طرفه څخه مأموري دي ، او هيڅ کار د الله پاک له اجازې څخه بغیر نسي کولاۍ ، لکه چي الله پاک فرمايي «لایعصونَ الله ما أمرهم و يفعلون مايؤمرون » او د فلاسفه و په نزد ملائکه مأمور نه بلکي مختار او متصرف دي په ټول عالـَم کښي  .
دريم له دې وجي چي عقولِ عشره د فلاسفه و په نزد عالِمُ الغیب دي ، يعني ټول نظري علمونه ودوۍ ته حاصل دي ، دوۍ وايي چي ملائکه اصحاب د قوې قدسيې دي ، ليکن د مسلمانانو په نزد فرشتې عالمُ الغيب نه دي او نه ودوۍ ته ټول علوم نظريه بدهي او حاصل دي .
څلرم له دې وجي  چي فلاسفه  ملائکه ځموږ د کلي علمومو او د مدرکاتو د عقل دپاره خزانه او محافظ بولي ، لکه څرنګه چي خیال خزانه ده لپاره د جزئي او مادي أمورو يعني د مدرکاتو د حس مشترک دپاره ، او حافظه  د وَهَم د مدرکاتو خزانه ده  کوم چي جزئي او معنوي أمور دي ، ليکن أهل اسلام دغه قسم خرافات او أباطيل نه مني او نه فرشتې ځموږ د علومو دپاره خزانه او حافظه بولي .
پنځم : فلاسفه  وايي چي عقولِ عشره د ټولي دنيا خالقين او متصرفين دي ، دوۍ د اسمان پيدا کونکي دي ، او دوۍ خوشحالي او غم ورکوي ، ددوۍ په لاس کښي د مرضو شفا او د مشکلاتو حل دئ ، او دوۍ د حاجاتو رفع کونکي ،  د بلاو او مصيبتو ليري کونکي او د درجاتو پورته کونکي دي ، دارنګه په دغه آیت کښي چي «وتعز مَن تشآء او تذل من تشآء» همدغه عقول مراد دي ، ليکن په اسلام کښي دا ډول أقوال مشرکانه خبري او دکفر عقيدې دي  .
شپږم : بعض فلاسفه بيا عقول خالق نه بولي ، بلکي وايي چي خالق د عالـَم او مُعطي او واهِب يواځي الله پاک دئ خو عقول يې واسطې دي ، او د الله تعالی أفعال پر دوۍ باندي موقوف دي ، او دوۍ د الله پاک د أفعالو د تصرف مُکـَمِّل او پوره کونکي دي ، ليکن دا عقيده هم د اسلام له نظره باطله او د کفر عقيده ده ، الله پاک په خپلو أفعالو کښي که تخليق دي او که اعطاء او اعزاز او يا نور مستغني ذات دئ او د هيچا محتاج نه دئ بلکي هر څه دده محتاج دي  (عطاؤه کُن ! و فعله کُن ! ) .
دارنګه ددوۍ ددغو شرکياتو او خرافاتو پر بطلان باندي ډير دلائل سته ، حاصل دا چي د ملائکه و په باره کښي د فلاسفه و عقيده په هيڅ ډول پر اسلامي أصولو باندی نسي منطبق کيدلاۍ ، او کومو فلاسفه و چي د فلسفې او اسلام په منځ کښي د تطبيق کوښښ کړئ دئ هغه زيار او تکليف يې عبث او لاحاصله دئ .     
(۷)  : اوم مذهب د بعضو مشرکينو دئ ، دوۍ به ويله چي ملائکه د الله پاک لوڼي دي ، لکه چي الله پاک فرمايي : «وجعلوا الملائکة الذين هم عبادالرحمن اناثا»  .
(۸)  : اتم مذهب د بعضو صابئينو دئ ، دوۍ روحانيات ټول قابل او منفعل بولي ، له دغه وجي څخه ملائکه چي له روحانياتو څخه دي ښځي بولي ، خو دوۍ يې د الله پاک لوڼي نه بولي  . لکه چي په کتاب «الملل والنحل ج ۲ ص ۱۴» کښي راځي : «ومنَ العجب أن عند الصابئة أکثر الروحانيات قابلة منفعلة ، وانما الفاعل الکامل واحد ، وعن هذا صار بعضهم الی أن الملائکة اناث ، وقد أخبر التنزيل  عنهم بذلک و جعلوا الملائکة الذين هم عباد الرحمن اناثا .
(۹)  : نهم مذهب د بعضو فرقو دأهلِ هند دئ ، په دوۍ کښي دوې فرقې په دا ډول دي چی د ستورو عبادت کوي ، دوۍ و ټولو ستورو ته نه بلکي و نيرين ستورو ته يعني لمر او سپوږمۍ ته ملائکه وايي ، بيا په دوۍ کښي يوه فرقه لمر يو غټ ،واجب التعظيم او مُقرب الی الله فرشته بولي ، او دغه فرقه د لمر عبادت کوي ، او دوهمه فرقه يې بيا د سپوږمۍ عبادت کوي او فرشته يې بولي ، شهرستاني په خپل کتاب «الملل ج۲ ص ۲۵۸» کښي په دې اړه ذکر کړيدي : «ولم ينقل للهند مذهب فی عبادة الکواکب الا فرقتان ، توجتا الی النيرين : الشمس والقمر ، فعبدة الشمس زعموا أن الشمس ملکٌ منَ الملائکة ، ولها نفس وعقل ، و منها نور الکواکب وضيآء العالم و تَکَوّنُ الموجودات السفلية ، وهي ملکُ الفلک فتستحق التعظيم والسجود والتبخير والدعآء آهـ . وزعموا ان القمر ملک منَ الملائکة یستحق التعظيم والعبادة ، واليه التدبير هذا العالم السفلي والأمور الجزئية فيه ، وبزيادة القمر ونقصانه تعرف الأزمان والساعات ، وهو تلو الشمس وقرينها ،ومنها نوره  آهـ هذا والله أعلم   .

والسلام ومن الله التوفيق .