نيټه: ۲۰۱۱/۰۴/۱۴
پېژندنه:
پښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه هوښيار مسلکي او پر اولس مينو او درديدونکو ځوانانو یو ځای کیدل دي، د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتنې او ارزونې ، دپښتونو د مختلفو ستونزو د حل، پښتون ژغورنې او پښتون جوړونې په موخه په ګډې مبارزې سره یو ټولنیز بنسټ په کابل کې کښېښود، چې د ودې په موخه یې په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې د ځوانانو همږغي کول دوام لري.
میاشتې وړاندې، یو شمېر پښتون احساسه ځوانانو د فيسبوک له لوري وکولای شول خپل احساسات یو د بل سره شريک کړي، پښتون خو ځښت پیل، د پښتون جوړونې په لور ګړندي ګامونه واخلي. فيس بو ک په کابل کې ځوانان راټول کړل، په روانو مسایلو پوه ځوانانو په خپلمنځي غونډه کې دخبرو او ارزونو د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتو سره يې هوډ وکړ چي پښتون پوه ځوانان باید د یوې سوليزې مبارزې دپاره یو اساسي بنسټ کښيږدي تر څو په روان بهران کې د پښتون وکالت وکړي.
لنډيز:
په لوی کندهار کې سکندر له ماتې وروسته خپلې مورته د لیک په ځواب کې وليکل:
ژباړه: مـــــــــــــورې! تا ټولې نړۍ ته يو سکندر زيږولی ، خو په کندهار کې هرې مور سکندر زیږولی دی.
فيسبوک پښتانه ځوانان د کابل نه وروسته د سکندریانو په ښار ( لوی کندهار) کې راټول کړل،۶۰ تنه مسلکي ځوانانو د کندهار، ارزګان او زابل څخه پدې تاريخي غونډه کې ګډون وکړ، د پښتنو ويښتابه، پښتون اولس د ستونزو د حل، پښتون ژغورنې دپاره يې د پښتون خو ځښت جوړول د وخت، سيمې او پښتنو اساسي او وروستۍ غوښتنه وبلله. د لوی کندهار ځوانانو د پښتون خوځښت هر کلی وکړ، دپښتنون خوځښت د ودې دپاره يې سپارښتنې وکړې، او د پښتون خوځښت پوره ملاتړ يې وکړ.
د پښتون پر جنو سايډ ( نسل وژنې)، د پښتنو پر سياسې ماتې، زده کړې، په لر او برکې د پښتنو د ستونزو ورته والی، په افغانستان کي يې د حکومت پر اوسنې توپيري چلند خبرې وکړې، او د پښتون خوځښت جوړول يې د پښتنو غوښتنو ته د ځواب په موخه یو ستر ګام وګاڼه. ددې پښتني ځواک پر ودې يې ټینګار وکړ، د پښتون خوځښت د پايښت دپاره يې هر رنګه ځاني او مالي مرستو ژمنه وکړه.
تفصيل:
۶۰ تنه کندهاري ځوانان د ۵ نۍ په ورځ د اپرېل پر څوارلسمه د پښتون جوړونې او پښتون خوځښت ته د ودې په موخه د فيس بوک او ټولنيزو اړیکو له لورې د لوی کندهار په زړه کې راټول شول، دکابل د غونډې وروسته دپښتون خوځښت دوهمې غونډې د کندهار ځوانا ن دپښتون خوځښت جوړولو ته راوبلل.
د کندهار ځوانانو د پښتون خوځښت غونډې ته ښه راغلاست ووایه، دپښتون خوځښت پوره ملاتړ يې وکړ، پښتون ژغورنې دپاره يې د ځاني او مالي مرستو کلکه وعده وکړه.
غونډه د ماسپښن پر ۲:۳۰ شروع شوه چې تر ۶:۳۰ پورې يې دوام وکړ، غونډه د قرانکريم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، د تلاوت نه وروسته د کندهار ځوانانو ته د پښتون خوځښت له لوري هرکلی وویل شو.
د پښتون خوځښت د مشر له لوري د پښتون خوځښت کړنې اوهلې ځلې وړاندې شوې، د پښتني بهران پس منظر يې وړاندې کړ، د کندهار ځوانان يي دپښتون ژغورنې ته راوبلل،پښتون جوړونه، د ملې ارزښتونوساتنه او دفاع يې د ټولو پښتنو د نيکونو ، پلرونو څخه ورپاتې مسئولیت او دنده و بلله. زياته يې کړه د میرويس نيکه او احمد شاه بابا ارمانونه ژوندي دي، د دې وطن اصلي بچي طوفانونه له مينځه نه وړې،پښتون ژغورنه حتمي ده، دپښتون دښمن که هر څوک وي پدې دې پوه شې چې پښتون خوځښت خپل ټول دښمنان پيژني، پښتون خوځښت سوليز حرکت دی، پښتون خو ځښت سولیز او مدني پښتانه غواړي، پښتون خوځښت پر احساساتو نه بلکې پر خپلو علمي تدبيرونو ولاړ دی. پښتون خوځښت به هيڅکله د چا تر اثر لاندې را نه شي، د پښتون وکالت يې اساسي دنده ده.
تر دې خبرو وروسته د ستر مشر عبدالباري جهاني ليک، چې پښتون خوځښت ته يې ليکلی وو غونډې ته واورول شو، او د کندهار ځوانانو ته یې ددوی اصلي مسئوليت ښه څرګند کړ.
د ښاغلي عبدالباري جهاني د ليک نه وروسته د کندهار، ارزګان او زابل استازو څرګندونې وکړې، دپښتون نسل وژنه ، د پښتنو سره توپیري چلندونه، زده کړه او دپښتون خوځښت مسئوليتونه يې په برکې ونيول.
د څرګندونو ځينې برخې داسې وي.
پښتانه ځوان،نارينه، ښځينه، کوچنی او زوړ وژل کيږي، په پاکستان او افغانستان کې دپښتنو سره يورنګه چلند کيږي دلته او هلته هر څه یو رنګه دي، هلته هم د دردنو او سوځونو کړی دلته هم، پښتون تروريست نه دی، پښتون مسلمان دی، پښتون انسان دی، پښتون مه وژنی.
د پښتون خوځښت مسولیتونه ډیر دي لکه د پښتون سوله، حق غوښتنه، وده، زده کړه، ژبه او پښتون ژغورنه ده. پښتون قوم نه دی، پښتون ملت دی، پښتون اولس دی، پدې لار کښې پښتون خوځښت سره د لوی کندهار ځوانان یو ځای دي، او سپېڅلو موخو ته د رسيدلو دپاره د پښتون خوځښت ملاتړ او دفاع کوي، ژوندي دې وي پښتانه.
د غونډې پايله:
د غونډې څخه وروسته به پښتون خوځښت د غونډې د ګډونوالو سره ځاني ناستې ولري، دکندهار دپاره به دپښتون خوځښت مسولين وټاکي، او دپښتون خوځښت دودې دپاره به د ځوانانو همغږي کولو ته دوام ورکړي.
دپښتون خوځښت راتلونکی پلان:
پښتون خوځښت لومړی عملي پلان د پښتون خوځښت ته وده ورکول دي، هیله ده د افغانستان په هر ولایت کې ځانته غونډې جوړې کړې، او ځوانان د پښتون ژغورنې ته راوبلي. د پښتون خوځښت راتلونکې غونډې به په لوی ننګرهار او لویه پکتيا کې وي، د ځوانونو همغږغي پدې ولایتونو کې شروع شوې ده. د افغانستان نه بهر هم د پښتون خوځښت غونډې پلان شوي. چي په نږدې راتلونکې به يې نيټې معلومې شي.
د پښتون خوځښت غوښتنه:
پښتون خوځښت په تيرو دوو مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي تر لاسه کړی، او دوام لري،
هرپښتون له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي، او پدې هلو ځلو کې راسره برخه اخيستلی شي ، موږ پښتنو ته اړتيا لرو.
په پوره پښتني مينه.
پښتون خوځښت
موږ ژوند ته پريږدی.
زموږ سره اړیکه:
۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
ايمېل
pashtonistan@yahoo.com