فتو ی نمبر(۸۵) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : دلاور خان .
ځائ : کورمه ايجنسي .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم مفتی أعظم أبوالفضل صاحب ! ايا دا خبره صحت لري چي امام مهدي به د امام أعظم د مذهب تابعداري کوي او که يا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! داخبره غلطه ده چي امام مهدی به دامام صاحب مقلدوي،ملاعلي قاري (رحمه الله) په «المشرب الوردي في مذهب المهدي» کښي داخبره رَد کړېده ، او ويلي يې دي چي امام مهدي به مجتهد مطلق وي او په خپل اجتهاد به عمل کوي .
دارنګه ده هغه قصه هم رَد کړېده چي په هغې قصې کښي داسي راغلي دي چي حضرت خضر (عليه السلام) له امام أبوحنیفه (رحمه الله) څخه شرعي أحکام زده کړل ، بيا يې د هغو أحکامو تعلیم و امام أبوالقاسم قشيري ته وکړ ، او أبوالقاسم قشيري بيا په هغو أحکامو کښي کتابونه جوړ کړل او بيايې هغه کتابونه په يوه صندوق کښي کيښودل ، بيا يې دا صندوق و نهر جيحون ته وروغورزوئ او وې ويل چي کله چي عيسی (عليه السلام) راسي نو بيا به دغه کتابونه له دغه جيحون څخه راوباسي او د همدغو کتابو مطابق به فيصلې کوي .
(کذا في الشامي ج۱ ص ۴۳) .
والسلام ومن الله التوفيق .