عيسی (ع) ته به دشريعت محمدي معرفت له کومي ..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43562
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-17

فتو ی نمبر(۸۶) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   :  مولوي بدرالدين  / أفغانستان  /  بدخشان   .

 

فاضلِ عالي رُتبه ، وعالمِ پر افتخارِ ملتِ ما أفغانستان مولانا معين الدين أبوالفضل صاحب ! بعد از سلام مسنون سوالِ من اينست که وقتیکه حضرت عيسی السلام به زمين نزول فرمايد درآن وقت اورا معرفت شريعت محمدي از کدام طريق حاصل ګردد   ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه ! پدې باره کښي متعدد احتمالات علماوو ذکر کړيدي   :
اول احتمال دادئ چي دَئ به په اجتهاد سره حکم کوي  .
 دوهم احتمال دادئ چي د نبي (صلی الله عليه وسلم) په شريعت باندي له پخوا لا وده مبارک ته علم په ذریعه د وَحي حاصل ؤ  .
 دريم احتمال دادئ چي په اسمان کښي به وده ته علم په شريعت محمدي باندي حاصل سي .
څلرم احتمال دادئ چي قرآنکريم به مطالعه کوي او داسي به په پوهيږي لکه څنګه چي نبي (صلی الله عليه وسلم) باندي پوهيدئ  .
پنځم احتمال دادئ چي دَئ به له رسول (صلی الله عليه وسلم) څخه أخذ د شرعي أحکامو کوي ، بيا به دهغه مطابق دده په أمت کښي فيصلې کوي ؛ ځکه چي دَئ په حقيقت کښي خلیفه درسول الله (صلی الله عليه وسلم) دئ . 

(کذا في الشامي ج۱ ص ۴۲ )  .

والسلام ومن الله التوفيق  .