په مسجدحرام کښي د لمانځه دثواب مقدار:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43595
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-18


فتو ی نمبر(۹۰)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  عبدالفتاح   .

 

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  !
محترم عاليقدر أبوالفضل صاحب ! دوهمه پوښتنه مي داده چي په کعبه شریفه کښي  یعنی په مسجدحرام  کي د يوه لمانځه ثواب د څو کالو د ثواب په اندازه دئ  ؟
ستاسو دعاګوۍ عبدالفتاح .


 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! په مسجد حرام کښي د يوه لمانځه ثواب د يو لک (۱۰۰۰۰۰) لمنځونو د ثواب سره برابر دئ  .
لکه چي د حضرت جابر (رضي الله عنه) څخه مرفوعًا روايت سوئ دئ چي : «صلاة في مسجدي أفضل من الف صلاة فيما سواه الا المسجد الحرام ، وصلاة في المسجد الحرام أفضل من مائة الف صلاةٍ فيما سواه  (رواه ابن ماجة ج۱ ص ۴۵ ط مصر )  .
وعن عبدالله بن زبير مرفوعًا : «صلاة في مسجدي هذا أفضلٌ من الف صلاة في غيره منَ المساجد الا المسجد الحرام ، وصلاة في المسجد الحرام أفضل من الصلاة في مسجدي هذا بمائة صلاة  (رواه أحمد والبزاز )  .

نو لهذا په مسجد حرام کښي يو لمونځ د (۵۵) پنځه پنځوستو کالو (۶) شپږو مياشتو  او (۲۰) شلو ورځو د لمنځونو سره برابر دئ  .
او پنځه لمنځونه د (۲۷۷) کالو (۹) مياشتو او د (۱۰) ورځو د لمنځو سره برابر دي   .

دارنګه په رساله کښي د حسن بصري چي و يو زاهد او عبادت ګذاره شخص ته يې ليکلې وه کوم چي هغه د مکې څخه د وتلو اراده درلوده  راغلي دي  : «قال صلی الله علیه وسلم منْ صلی في المسجدِ الحرام رکعتین فکأنما صلی في مسجدي الف الف صلاة ، والصلاة فی مسجدي أفضل من الف صلاة فيما سواه منَ البلدان  » .
د حسن بصري (رحمه الله) ددغه حديث مطابق نو په مسجد حرام کښي يو لمونځ د مسجد نبوي د  لسو لکو د لمنځو برابر دئ ، او د عامو مسجدو د  يو ارب لمنځونو سره  برابر دئ  . 

فايده   :
په عُرف  ، اصطلاح او په عامو محاوراتو  کښي له مسجد حرام څخه  هغه خاصه ټوټه مراديږي کومه چي مسجد دئ او په هغه کښي په جماعت سره لمونځ ادا کيږي ، ليکن د مسجد حرام اطلاق پر ټول حَرَم باندی هم کيږي ، په قرانکريم کښي هم  دغه اخيري  معنی مراد ده  .
لکه چي امام ماوردي په «کتابُ الجزية»  کښي ذکر کړي چي «أن کل موضع ذکر الله فيه المسجد الحرام فالمراد به الحرم ، الا في قوله تعالی :«فول وجهک شطر المسجد الحرام » فانه اراد به الکعبة » .
نو له دې څخه دا خبره معلومه سوه چي دا ممکنه ده چي په ټول حرم شريف کښي ، او د کعبې په هر مسجد او هر مقام کښي دي د يوه لمانځه ثواب د یو لک لمنځو د ثواب سره برابر وي  .      

والسلام ومن الله التوفیق