دپېري اوانسان ترمنځ دنکاح حکم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43596
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-18

فتو ی نمبر(۹۱)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  عبدالصمد حقاني  .

 

محترم علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول محترم خالد هادي حيدري صاحب ته له ميني او اخلاص نه ډک سلامونه وړاندي کوم .
محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي دجن يعني  پيري له انسان سره نکاح صحت لري او که يا ؟
ستاسو د جواب په هيله .

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
پدې باره کښي علماوو اختلاف کړئ دئ : ځيني علماوو ويلي دي چي د انسان او پيري په منځ کښي نکاح صحيح ده ، او جمهور او أکثر علماء پر دې خبره باندي دي چي د انسان او د پيري په منځ کښي نکاح صحت نلري  .

د نه جواز دپاره يو دليل دا دوۍ پيش کړئ دئ چي الله (جل جلاله) په سورت نحل کښي فرمايلي دي : «والله جعلکم من أنفسکم أزواجًا» يعني او الله پاک پيدا کړيدي ستاسي دپاره له نفسو ستاسي څخه ښځي ، او دارنګه په سورت روم کښي الله پاک فرمايلي دي : «ومن آياته أن خلق لکم من أنفسکم أزواجًا» يعني او بعضي له علامو د قدرت د خدائ پاک دادئ چي پيدا کړي يې دي له نفسو (له جنسه) ستاسي څخه ښځي .
له دغو دواړو اياتو څخه د اخبره ثابتیږي چي انسان او د هغه ښځه به له يوه جنسه وي او پيرئ او انسان خو هر يو جلا جلا جنس دئ  .

د امام أعَمش او د امام مالک له قوله څخه داسي معلوميږي چي دوۍ دواړه د انسان نکاح له جن او پیري سره جائزه ګڼي  .
هو ! د انسان او پيري په منځ کښي نکاح ممکنه ده او واقع سوې هم ده  : په کتابو د تفسير کښی راځي چي د بلقيس په والدينو کښي يو له جنياتو څخه ؤ  .
پدې باره کښي «آکامُ المَرجان باب ۳۰ ص ۶۶ » مطالعه کړۍ !  کوم چي په اتفاق مُعتمد کتاب دئ ، او مصنف يې «قاضي بدرالدين حنفي» (المتوفی ۲۶۹ ) .

والسلام  . ومن الله التوفیق