په ډلیزه توګه وژل سوی زندانیان در په یاد کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43600
ژباړه : لیمه غفوري
دخبریدو نیټه : 2011-04-18

سرچینه : Veterans Today
لیکنه: حنان حبیبزی
ژباړه : لیمه غفوري

دلیکوال یاداښت: (په ۲۰۰۱ میلادی کال کي امریکایانو او دهغوی تاجک ملګرو د افغانستان په شمال کي دوه زره ۲۰۰۰ د جنګ زندانیان تر چړې تیر کړه چي دا یو ظالمانه جنګي جرم دی. د ویټرنس ټوډې ورځپاڼي ددغه عمل او د هغه چا په اړه د پلټني غوښتنه کړې چې ددغه وحشي عمل امر یې کړی او د هغه چا چي د پټولو هڅه یې کړې وه. د نومونو په لومړي ګروپ کي بوش، چیني، رمزفلډ، اشکروفټ ځای لري، موږ پوهیږو او داسي ډیر نور کسان هم سته...)

جګړه خپل لسم کال ته ننوزي، د افغانستان په اوږدو کي هرڅوک په خپله سیمه کي د سولی او ارامۍ تږي دي. خو هیڅوک ډاډه نه دي. ان د سولي نظریه لرل هم له خطره ډکه ده.
د۲۳کلن جیلاني وایې: ؛ که د جګړې مجرمین  پاته وی چي هڅه یې کړې وه هغه کورنۍئې  خرابی کړي چي د طالبانو سره یې په واک ته رسیدلو کي مرسته کړې وه سولی ته بیرته راتګ به شوني نه وي؛ د جیلانی پلار د هغو طالب زندانیانو په ډله کي و چي د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په میاشت کي په کندوز ولایت کي نیول سوي وه او بیا ونه لیدل سول. هغه وخت جیلاني دیارلس کلن و چي پلار شاغاسې یې کور دده مور او زړې انا ته پریښي و.

ده هغه وخت د کندوز ولایت د پولیسو په قومنداني کي کار کاوه. چي طالبانو پریکړه وکړه دغه ځای د امریکا حمایه سوی شمالي ټلوالي ته وسپاري.

جیلاني زیاتوي: ؛ وروسته موږ ته وویل سول چي ستا پلار د شبرغان زندان ته وړل سوی دی، خو هغه بیا هیڅکله راستون نه سو. زه اوس نه سم کولای چی د کلی بهر ولاړ سم زه نه غواړم خلک راته ووایی چی ستا پلار د ډوډۍ پیداکولو لپاره د طالبانو رژیم سره مرسته کول.
هغه خلک چی زما پلار یې وواژه نن د واک پر ګدۍ ناست دی. زه فکر نه کوم چی تر هغه به سوله راسي ترڅو پوری چی دغه کسان د دولتي منصب څخه د خپلو مخالفینو د لمنځه وړلو لپاره کار اخلي.


هر ورځ رامنځته کیدونکي پیښي عامه نظر ته بدلون ورکوي. ان په دې ورستیو کي ولسمشر کرزي دا ومنل چي طالبان دهیواد سره د مینی په خاطر جګړه کوي. د ۲۰۱۱ کال د اپریل پر دولسمه نموړی په یوه خبري ناسته کي په روښانه ټکو وویل چي: (طالبان د سپکو وسلو سره پر پښو ګرځي، هغوی په ټانکونو، موټرونو او الوتکو کي نه راځي چي دا د هیواد سره د میني پر خاطر یوه جګړه ده.)

دا ځلي کرزي هڅه وکړه چي هغه څه ترپوښتني لاندي ونیسي چي ورڅخه په بیل ډول یوه نړیواله جګړه جوړه سوې ده. کرزي په دې ورستیو کي په کونړ ولایت کي د نهو ماشانو وژنه په سترګو ولیدل، او ترڅنګ یې د رولینګ سټون مجلې لخوا خپاره سوي د افغان وژل سوي ولسي وګړو انځورونو د نموړي پر لیدلوری اغېز کړی دی.

کرزی د ناټو یو بې میله ملګری جوړیږی.
ناټو بې له دې چي د کرزی د رژیم څخه دفاع وکړي بل رول نلري، چي دا ددوی لپاره یو ناشوني کار جوړیږي. دوی هڅه کوي چي د طالبانو سره جګړه وکړي ترڅو په هیواد کي د کرزي د حکومت نفوذ زیات سي.

ناټو د نړۍ د شاوخوا جګړیزی ټکنالوژی د لرلو سره سره و نه سوای کولای چی طالبان له هیواده بهر کړی. په افغانستان کی د هغوی یوه لسیزه پاتیدنه د ډیری وینی بهیدنی په مانا ده خو لاسته راوړنی نه لری.

په زرګونو هغه افغانان چی په افغانستان کی د امریکا د جګړې به جریان کی وژل سوی دی، د طالبانو په رژیم کی ژوندی وه، او لږ تر لږه یی دومره کول چی خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړی. نن ورځ د هغوی د کورنیو په زرګونو پاته سوی غړی د ماشومانو په ګډون د مرګ او ژوند ترمنځ اوسیږی. او غریبی، بی عدالتی، فساد او تاوتریخوالی هغوی په ناوړه توګه ځوروی.

نن ورځ تر یوې لسیزی وروسته د طالبانو سره د پخلاینی په اړه خبری کیږی. هغه څوک چی رژیم یی لس کاله وړاندی د امریکایی ځواکونو د اشغال له امله راپرځیدلی و. د هغوی په زرګونو زندانیان د هیواد په شمال کی په ظالمانه او ډلیزه توګه ووژل سول. او ډیر نور یی د هغه مقاومت سره د تړاو په تور وځورول سول چی د امریکایانو د اشغال په وړاندی وه.

که څه هم سوله او پخلاینه ښه کار دی، خو د بیرحمۍ، ډله یزی وژنی او وینی بهونی په اړه؟ څوک به ددغه جرمونو بیه ورکړی؟ ایا حساب به موجود وی؟ ایا عدالت به پلی کیږی؟

پر دغه ځای که زه بیرته جیلانی ته راوګرځم، نو په زرګونو نور جیلانیان هم سته چی نسی کولای د خپلو نږدې دوستانو په بې رحمانه ډول وژنی هیری کړی. لکه څنګه چی جیلانی وایی: (هغه چا چی زما د پلار په ګډون په زرګونو زندانیان ووژل یوه کوچنۍ ډله ده چی د افغان دولت واک یی په لاس کی دی. هغوی یو څو کسان دی چی دولتی پوسټونه او منصبونه یی په خپل منځ کی وویشل او خپل واک د ملت په وړاندی کاروی.) ده زیاته کړه: زه غواړم د سولی په پروسه کی دخیلو کسانو ته زموږ توی سوی وینی ورپه یاد کړم. که هغوی دا هیری کړی نو په افغانستان کی به هیڅکله یوه تلپاتې سوله رانسی.

د افغانستان خلک سوله غواړی. خو تر لسو کالونو جګړې وروسته دوی نه سی کولای چی د ځان سره د هیڅ شی د لرلو سره پر شا سی. که چیری ته د یوه عادی افغان څخه د سولی په اړه پوښتنه وکړې، نو دا ځواب به ورڅخه واورې چی سوله زموږ خوښه ده، سوله غواړو خو سوله د عدالت بغیر نسی راتلای.

د افغانستان خلک نور نسی کولای د هغه چا تر واک لاندی ژوند وکړی چی په فساد ککړ او جنګی مجرمین دی. دوی نسی کولای نور په غریبی او ناهیلۍ کی ژوند وکړی، په داسی حال کی چی نور د غلا په پیسو شتمن او غوښن کیږی