فتو ی نمبر(۹۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالفتاح .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ځما سلامونه دي و محترم استاد علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې ټولو کارکونکو ته ورسيږي ، پوښتنه مي داده چي داسي خبره مااوريدلې ده چي يو قسم داسي علم سته چي هغه وروسته له دې و انسان ته حاصليږي چي انسان شرعي علم حاصل کړي او په هغه باندي عمل وکړي ، ايا داخبره واقعيت لري ؟ او که يې چيري لري نو بيا داڅه قسم علم دئ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه دابالکل واقعي خبرده چي یوداسي علم سته چي هغه دیوه مسلمان انسان هلته په برخه کېږي چي دَئ په شرعي علم باندي عمل وکړي ، ودغه علم ته علمِ وراثت ویل کېږي .
دلیل ددې خبري هغه مبارک حدیث دئ چي مشکوة وغیره يې روایت کړئ دئ چي رسول علیه الصلوة والسلام فرمایلي دي چي هرچاچي عمل وکړ په هغه باندي کوم چي دَئ په هغه باندي عالم سي نو وارث به وګرځوي دَئ الله پاک دعلم دهغه شي چي دَئ په هغه باندي نسواۍعالم کېدلاي .
علماوو عارفینو ذکرکړيدي چي هرطاعت اوعبادت سبب دیوځانګړي علم ګرځي کوم چي ترهمدغه عبادت پوري خاص دئ ، لکه څرنګه چي هرطاعت ځان ته ثواب لري ، الله پاک ومسلمان ته دهرطاعت په بدل کي کله چي مسلمان يې په صحیحه اودوامداره توګه کوي ځان ته ځانته الهام وربخښي (انظرالفتاوي الحدیثیة ص۳۷۶) .
والسلام ومن الله التوفیق