فتو ی نمبر(۹۳) .
دارالافتآء : ستر علمي او روحاني شخصیت ، علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : لطف الله أخندزاده .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ځما سلامونه دي و عاليقدر علامه أبوالفضل صاحب ته په نيک ساعت کښي ورسيږي ، محترم مولانا صاحب زه يوه پوښتنه لرم هغه داچی له ځينو علماوو څخه ما داسي اوريدلي دي چي په انسانانو کي هروخت درې سوه داسي انسانان موجود وي چي هغه پر زړه باندی د حضرت آدم (عليه السلام) وی ، ايا دا خبره يو شرعی مأخذ يا سند لري او که څنګه ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
هوداخبره بالکل شرعي مأخذلري په دې باره کي ابن حجرهیتمي دفتاوی حديثیه ۳۶۸صفحه کي داسي ذکرکړي دي :
قال ابن الحجر الهيتمي في الفتاوی الحديثية : « وفي الفردوس للديلمي : «ان لله عز وجل ثلاثمائة ، قلوبهم علی قلبِ آدم ، وله أربعونَ ، قلوبهم علی قلب موسی ، وله سبعٌ قلوبهم علی قلب ابراهیم ، وله خمسةٌ قلوبهم علی قلب جبریل ، وله ثلاثة قلوبهم علی قلب ميکائيل ، وله واحد قلبه علی قلب اسرافيل » . په دې اړه به مکمل تفصیل دیوه بل سوال په جواب کي ان شاءالله درته راسي .
والسلام ومن الله التوفیق