فتو ی نمبر(۹۶) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : انجنير محمد علي عرفان ، له أفغانستان / کابل څخه .
دهر څه له مخه ومحترم عاليقدر علامه أبوالفضل صاحب ، او د بينوا ادارې محترم مسئول خالدهادي حيدري ته سلامونه او نيکي هيلي وړاندی کوم هيله ده چي جوړ ياست .
زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چي د الله پاک اسم أعظم معلوميدلاۍ سی او که يا ، او د امت مسلمه د علماوو د نظرو او اقوالو په رڼا کښي د اسم اعظم کوم تشخيص او تعين سوئ دئ او که نه ؟
والسلام
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! د الله (جل جلاله) د اسم أعظم په باره کښي د أمت مُسلِمه علماوو خورا زيات اختلاف کړئ دئ چي د هغوۍ له جملې څخه د اسم أعظم په باره کښي (۲۰) شل مختلف قولونه د علماوو به زه درته ذکر کړم ، چه په لاندي شرحه دي :
(۱) قول : اسم أعظم وجود نلري ، پدې معنی چي د الله پاک ټول نومونه او أسمآء عظيم او لوۍ دي دا روا نه ده چي يو انسان د الله پاک ځيني نومونه پر ځيني نورو باندي بهتر وګڼي ، دا دأبوجعفر طبري ، أبوالحسن أشعري ، أبو حاتم بن حبان ، قاضي أبوبکر باقلاني او د امام مالک (رحمهم الله) قول دئ .
دوۍ ویلي دي چي په کومو رواياتو او أحاديثو کښی چي د اسم أعظم لفظ راغلئ دئ نو په هغو ټولو کښي د «أعظم» لفظ د اسم تفضيل په معنی مراد نه دئ ، بلکي په معنی د «عظيم» دئ .
(۲) قول : اسم أعظم وجود لري ، خو له الله پاک څخه ماسوا بل چاته په اسم أعظم باندي علم نسته لکه څرنګه چي د «ليلة القدر» شپه او د جمعې په ورځ کښي د اجابت ساعت ، او په لمنځو کښي «صلوة وسطی» له خدائ پاک څخه ماسوا وبل چاته نه دي معلوم .
(۳) قول : د الله پاک اسم أعظم لفظ د «هُـــــوَ» دئ ، امام فخرالدين رازي ددغه قول نقل له ځينو داسي خلګو څخه کړئ دئ کوم چي د کشف خاوندان وو .
(۴) قول : اسم أعظم لفظ د «الله» دئ ؛ ځکه چي ددغه مبارک نامه له خدايه څخه ماسوا پر بل چا باندي اطلاق نه دئ سوئ ، او د الله پاک د اسمآءِ حُسنی أصل هم دئ ، ابن أبي حاتم له جابر بن عبدالله بن زيد څخه روايت کړئ دئ چي ده ويلي دي چي اسم أعظم د الله پاک لفظ د «الله» دئ ، او ابن أبي الدنيا په کتاب الدعآء کښي ذکر کړيدي چي امام شعبي ويلي دي چي اسم أعظم د خدائ پاک «يا اللهُ» دئ .
(۵) قول : د الله پاک اسم أعظم «الله الرحمن الرحيم» دئ ، حافظ ابن حجر په شرح کښي د بخاري فرمايلي دي چي ښايي چي ددغه قول دليل دي هغه حديث شريف وي چي ابن ماجه يې له عائشې څخه روايت کړئ دئ چي دې مبارکي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه د اسم أعظم غوښتنه وکړه خو نبي عليه السلام نه وروښودئ ، بيا دې لمونځ وکړ او داسي دُعا يې وکړه چي :«اللهم اني أدعوک الله ، وأدعوکَ الرحمن ، وأدعوکَ الرحيم ، وأدعوکَ بأسمآئکَ الحسنی کلها ، مَا عَلمتُ منها وما لمْ أعلم .
بيا رسول عليه السلام ورته وويل چي اسم أعظم په هغو اسمو کښي دئ کوم چي تا په هغه سره دعا وکړه . ابن حجر ويلي دي چي دغه حديث د سند په اعتبار ضعيف دئ ، او استدلال په دغه حديث سره هم مَحل د نظر او غور دئ .
امام سیوطي ذکر کړيدي چي پر دغه قول باندي ډير قوي استدلال هغه حديث دئ چي حاکم يې په مُستدرک کښي روايت کړئ دئ او صحيح يې بللئ دئ چي ابن عباس (رضي الله عنهما) فرمايلي دي چي حضرت عُثمان بن عفان له رسول (صلی الله عليه وسلم) څخه د بسم الله الرحمن الرحيم پوښتنه وکړه ، نو رسول عليه السلام ورته وفرمايل چي دا بسم الله يو نوم دئ له نومو د الله پاک څخه ، او نسته په منځ کښي د بسم الله او د اسم أکبَر د خدائ مګر دونه قدر له قرب او نژدې والي څخه چي په منځ کښي د سترګو د توروالي او سپينوالي موجود دئ .
او ديلمي په «مسندالفردوس» کښي له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي رسول (عليه السلام) فرمايلي دي چي اسم أعظم د خدائ پاک د سورت حَشر په اخيري شپږو اياتو کښي موجود دئ .
(۶) قول : اسم أعظم «الرحمن الرحيم ، الحي القيوم» دئ ، ددغه قول دليل هغه حديث دئ چي ترمذي وغيره يې له «اسمآء بنت يزيد» څخه روايت کړئ دئ چي نبي (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي چي اسم أعظم د خدائ پاک په دغو دوو اياتو کښي موجود دئ ، اول : «والهکم اله واحد لا اله الا هوَ الرحمن الرحيم» دوهم : «الله لااله الا هوالحي القيوم » .
(۷) قول : اسم أعظم «الحي القيوم» دئ ، ددې قول دليل هغه حديث دئ چي ابن ماجه او حاکم يې له «أبي أمامة » رضي الله عنه څخه روایت کړئ دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي اسم أعظم د خدائ پاک په دغو درو سورتو کښي دئ : «البقرة » «آلِ عمران» «طــه» ، حضرت أبي أمامه ويلي دي چي ما په دغو درو سورتو کښي د اسم أعظم تلاش وکړ نو پدې پوه سوم چی اسم أعظم «الحي القيوم» دئ . او امام رازي (رحمه الله) هم ددغه قول تقويه بيان کړېده .
(۸) قول : اسم أعظم «الحنانُ المنانُ ، بديع السموات والأرض ذوالجلال والاکرام» دئ ، ددې قول دليل هغه حديث دئ چي أحمد ، أبوداؤد ، ابن حبان او حاکم يې له أنس (ضي الله عنه) څخه روایت کړئ دئ چي دَئ له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره ناست ؤ او يوه بل سړي لمونځ کوئ ، بيا هغه سړي داسي دُعا وکړه : «اللهم اني أسئلک بأن لکَ الحمدُ ، لآالهَ الا أنتَ ، الحنانُ الــْمنانُ ، بدیعُ السمواتِ والأرضِ يا ذا الجلال والاکرام يا حَي يا قيوم » . نو نبي (صلی الله عليه وسلم) وويل چي خامخا به تحقيق سره وبلئ دغه سړي الله پاک په اسمِ عظيم د خدائ پاک ، هغه اسمِ عظیمْ چي کله په هغه سره يو څوک خدائ وبولي نو الله پاک يې دُعا قبلوي ، او کله چي سوال وکړ سي په هغه سره نو الله پاک ورکړه ورته کوي .
(۹) قول : اسم أعظم د خدائ پاک «بديعُ السموات والأرض ، ذوالجلال والاکرام» دئ ، ددې قول دليل هغه دئ چي أبو يَعلی يې د بني طيْ د قبيلې له يوه نيک سړي څخه روايت کړئ دئ چي دغه نیک سړي وويل چي ما و الله پاک ته پدې باره کښي سوالونه کول چي وماته اسم أعظم راوښوي ، بيا د اسمان په ستورو کښي ما دغه توري ليکل سوي وليدل : «يابديعَ السموات والأرض ، ياذالجلال والاکرام » .
(۱۰) قول : اسم أعظم «ذوالجلال والاکرام» دئ ،دليل ددې قول هغه حديث دئ چي ترمذي يې له مَعاذ څخه روايت کړئ دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) له يوه سړي څخه واوریدل چي ويل يې «ياذا الجلالِ والاکرامِ » نو نبي عليه السلام ورته وويل چي په تحقيق سره قبوله سوه دُعا ستا ، نو سوال کوه له الله (جل جلاله) څخه .
دارنګه ابن جریر د سورت نَمل په تفسير کښي له مُجاهد څخه روايت کړئ دئ چي د خدائ پاک هغه اسم چي د هغه په سبب دُعا قبليږي «يا ذالجلال والاکرام» دئ ، او امام رازي هم ددغه قول په تأييد کښي يو قوي دليل ذکر کړئ دئ ، هغه دا چي دا مبارکي کلمې وهغو ټولو صفاتو ته ورشاملي دي کوم چي د الله پاک په الوهيت او خدايي کښي معتبر دي ؛ ځکه چي په جلال » کښي و ټولو سَلبي صفتو ته اشاره ده ، او په «اکرام» کښي وټولو اضافي صفتو ته اشاره ده .
(۱۱) قول : اسم أعظم د خدائ پاک عبارت دئ له دغو کلمو څخه چي «الله لا اله الا هوَ الأحدُ الصمدُ الذيْ لمْ یلد ولم یولد ولم یکن له کفوا أحد» دليل يې هغه مبارک حديث دئ چي ابوداؤد ، ترمذي ، ابن حبان ، حاکم او ابن ماجه يې له حضرت بريده څخه روایت کړئ دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له يو سړي څخه واوريدل چي ويل يې : «اللهم اني أسئلکَ بأني أشهدُ أنک أنتَ اللهُ لا اله الا أنتَ الأحد الصمد الذي لم يلد و لم یولد و لم يکن له کفوا أحد» نو رسول علیه السلام ورته وويل چي خامخا په تحقيق سره سوال وکړ تا له الله پاک څخه په هغه اسم سره چي کله سوال وکړ سي په هغه اسم سره نو ورکړه کوي الله پاک ، او کله چي دُعا وکړه سي په هغه اسم سره نو قبلوي الله پاک هغه دُعا .
او په يو بل لفظ کښي په نزد د أبوداؤد داسي راغلي دي چي «لقد سألتَ باسمه الأعظم» . حافظ ابن حجر ويلي دي چي دغه حديث د سند په اعتبار تر هغو ټولو أحاديثو ډير راجح دئ کوم چي د اسم أعظم په باره کښي راغلي دي .
(۱۲) قول : اسم أعظم د خدائ پاک دغه کلمې دي چي «رَبــــي ! رَبــــيْ » دليل ددې قول دادئ چي حاکم له أبي الدردآء او ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي دوۍ دواړو وويل چي اسمِ أکبر د خدائ پاک «ربي ربي» دئ . او ابن أبي الدنيا له حضرت عآئشې څخه مرفوعًا او موقوفًا پدې ډول روايت کړئ دئ : «اذا قال العبدُ یا ربي ! يا ربي ! قال اللهُ تعالی لبيک عبديْ سَلْ تُعطها» .
(۱۳) قول : چي اسم أعظم د خدائ پاک «مالکُ المُلک» دئ ، دليل ددې قول هغه حديث دئ چي طبراني يې په «معجم الکبير» کښي په ضعيف سند له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي اسم أعظم د خدائ پاک ( هغه چي په هغه سره دُعا وکړه سي نو الله پاک يې قبلوي ) دآلِ عمران پدغه آيت کښي دئ چي «قلِ الله اللهم مالک الملک» بيا تر «بغیرحساب» پوري .
(۱۴) قول : اسم أعظم دغه دعا د ذي النون ده چي «لا اله الا أنتَ سبحانکَ اني کنتُ منَ الظلمين» دليل ددې قول هغه حديث شريف دئ چي نسايي او حاکم يې له فضاله بن عبيد څخه روايت کړئ دئ چي ده ويلي دي چي د ذي النون دغه دُعا چي په نس د ماهي کښی يې کړې وه زه ودې درجې ته پورته کړم ، او هيڅ يو مسلمان دُعا نه ده کړې په دغه کلمو سره مګر الله تعالی يې دُعا قبوله کړېده .
او ابن جرير له حضرت سعد څخه مرفوعا روايت کړئ دئ چي د الله پاک هغه اسم چي په هغه سره دعا وکړه سي نو قبليږي او چي په هغه سره سوال وکړ سي نو ورکړه کيږي هغه دُعا د يونس بن متی ده .
دارنګه حاکم له له سعد بن أبي وقاص څخه مرفوعًا روايت کړئ دئ چي ده وويل چي ايا زه تاسي ته نه دروښيم د الله اسم أعظم ؟ دُعآء د يونس ، نو يو سړي ورته وويل چي ايا هغه دعا تر يونس پوري خاصه ده ؟ ده ورته وويل چي ايا تا نه دئ اوريدلئ قول د خدائ پاک :«ونجيناه منَ الغم و کذلک ننجي المؤمنين» يعني او موږ ده (يونس) ته نجات ورکړ له غم څخه ، او دغه ډول نجات ورکوو و نورو مؤمنانو ته .
دارنګه ابن أبي حاتم له کثير بن معبد څخه نقل کړئ دئ چي ده وويل : ما پوښتنه وکړه له حسن څخه د اسم أعظم ، نو ده راته وويل چي ايا تا قرآن نه دئ ويلئ ؟ دا قول د ذي النون چي «لا اله الا أنتَ سبحانکَ اني کنتُ منَ الظلمين» .
(۱۵) قول : عياض نقل کړيدي چي اسم أعظم د خدائ پاک کلمه د توحيد ده ، يعني «لا اله الا الله محمد رسول الله» .
(۱۶) قول : اسم أعظم «هُوَ الله الله الله الذي لا اله الا هوَ رب العرش العظيم» دئ ، ددغه خبري نقل امام رازي کړئ دئ له حضرت زينُ العابدين څخه چي ده د الله پاک ددې سوال وکړ چي وده ته اسم اعظم وروښوي ، بيا يې په خوب کښي دغه اسمآء وليدل چي «هُوَ الله الله الله الذي لا اله الا هوَ رب العرش العظيم» .
(۱۷) قول : اسم أعظم د الله پاک په أسمآء الحسنی کښي مخفي او پټ دئ ، ددغه قول تاييد د حضرت عائشې ذکر سوئ حديث کوي کوم چي دې په بعضو اسماوو او په اسمآء الحسنی سره دعا وکړه ، نو رسول عليه السلام ورته وفرمايل چي اسم أعظم په هغو اسمو کښي دئ کوم چي تا په هغو سره دُعا وکړه .
(۱۸) قول : هر اسم د خدائ پاک اسم أعظم دئ ، چي کله بنده په يو اسم د خدائ سره په داسي حال کښي دُعا وکړي چي په فکر کښي يې په دغه وخت کښي له الله څخه ماسوا بل هيڅ شئ نه وي ؛ ځکه چي کله يو بنده په داسي حالت کښي دُعا وکړي نو هغه وقبولي ته ښه نژدې وي .
أبو نعیم په «الحلية» کښي له أبي یزيد بسطامي څخه نقل کړئ دئ چي له ده څخه يو سړي د اسم أعظم پوښتنه وکړه نو ده ورته وويل چي اسم أعظم يو معلومه اندازه او حد نلري ، بلکي اسم أعظم ستا دزړه فراغت دئ له وحدانيت او يووالي د خدائ پاک سره ، کله چي ته په داسي حالت کښي سې نو د الله پاک و هر اسم ته چي دي زړه غواړي پناه وروړه ؛ ځکه چي پدې سره ته تللاۍ سي تر مشرقه او مغربه .
دارنګه أبونعيم له أبي سليمان داراني څخه نقل کړئ دئ چي ده وويل چي ما له بعضو مشائخو څخه د اسم أعظم پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل چي ايا ته خپل زړه پيژنې ؟ ما ورته وويل چي هو ! ده راته وويل نو سوال کوه د الله څخه د حاجت خپل ؛ ځکه چي دغه اسم أعظم دئ .
دارنګه أبونعیم له ابن الربيع السائح څخه نقل کړئ دئ چي يو سړي وده ته وويل چي ماته اسم أعظم راوښيه ! نو ده ورته وويل چي بسم الله الرحمن الرحيم وليکه ، او د الله فرمانبرداره سه نو هر شئ به اطاعت کوي .
(۱۹) قول : اسم أعظم د «اللهـــم» کلمه ده ، ددغه قول نقل زرکشي په «شرح د جَمع الجوامع» کښي کړئ دئ ، او پدې سره يې استدلال کړئ دئ چي د «الله» لفظ پر ذات د خدائ پاک دلالت کوي ، او «ميم» پر نهه نوي صفتو د خدائ باندي دلالت کوي . ددې ذکر ابن المظفر هم کړئ دئ .
له همدغي وجي حسن بصري دا ويلي دي چي «اللهم» د دُعا مجموعه ده . دارنګه نضر بن شميل ويلي دي چي چاکه په «اللهم» سره دعا وکړه نو هغه په ټولو اسمو د خدائ پاک دُعا وکړه .
(۲۰) قول : اسم أعظم د الله پاک «الـــــم» دئ ، دليل ددې قول هغه حديث دئ چي ابن جرير يې له عبدالله بن مسعود څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک وويل چي «الم» د الله اسم أعظم دئ . دارنګه ابن أبي حاتم له ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک ويلي دي چي «الم» قسَم دئ او الله پاک قسم کړئ دئ په ده سره ، او دا دالله تعالی له نومو څخه دئ .
والسلام ومن الله التوفيق .