و الله (جل جلاله) ته د وصول لاري غير محصوري دي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43698
دارالافتآء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-25

فتو ی نمبر  (۱۰۲)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي ، ضياء الحق /

 

داسلام ستر خادم علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : هيله چي جوړ اوروغ ياست  پوښتنه مي داده چي دعلماوو دعلم باطن له نظره والله جل جلاله ته درسېدلو لاري محصوري دي اوکه څنګه ؟ .

 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره کومي لاري چي دالله جل جلاله ورضاته اوولوړو مقاماتو ته انسان رسوي په کلي لحاظ خو يوه لارده چي شريعت دئ چي طريقت اوحقيقت دواړه پکښي داخل دي خو په ظاهره دطريقت داستاذانو دوينا مطابق دغه لاري دجزئياتوپه اعتبار غيرمحصوري دي  .
ميا فقيرالله  دقطب الارشاد په ۵۴۴  صفحه کښي ويلي دي چي شيخ عارف بالله ابواسحاق ابراهيم ويلي دي چي والله جل جلاله ته درسېدلولاري بيخي ډيري دي حتي چي ځني علماووويلي دي چي په شماردانفاسودخلګودي خوله دې ډېروالي سره په حقيقت کي يوه لارده ځکه چي مقصودورڅخه يوشي دئ چي وصول وخدائ پاک ته دئ .
علامه شکارپوري په مذکوره صفحه کي دغه خبره هم ذکرکړېده چي وماته ددرودېرشو طريقواجازه حاصله سوې ده .
دفتاوي حقانيې  ددوهم جلد په ۲۶۲ مخ کي  داسي راغلي دي چي  والله پاک ته درسېدو طريقې متعددي دي خو څلورپکښي زياتي مشهوري دي :
(۱) طريقه عاليه نقشبنديه چي منسوبه ده وخواجه بهاؤالدين نقشبند ته .
(۲) طريقه عاليه قادريه  چي منسوبه ده وشيخ عبدالقادر جيلاني ته ـ
(۳) طريقه عاليه چشتيه ده چي منسوبه ده وخواجه معين الدين چشتي ته .
(۴) طريقه عاليه سهرورديه چي منسوبه ده وخواجه شهاب الدين سهروردي ته .

پدې باره کښي ځما يو شعر هم دئ  : 

[څوک به مي ورولي د يار کوڅې ته ]  [د هغه ښکلي حسندار کوڅې ته ]
[ما له رقیبه کړه پوښتـــنه د يــــــــــار]   [ ظالم روان کړم د اغيار کــــوڅې ته ]
[ کچيري ځې نو لنډه لار لــــــــټوه]     [ لاري دي ډيري د نګار کوڅې ته  ]
[نصيب دي ؤ أبوالفضله پـــــــرون]    [ وې بلل سوئ د رويبار کــــــــوڅې ته ] .
 
 والسلام ومن الله التوفيق .