خوست والي په تقدیر نامه وویاړل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43746

دخبریدو نیټه : 2011-04-27

خوست والي د سترې محکمې دمشرتابه له لوري  په تقدیر نامه وویاړل شو.


د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۶مه نېټه خوست والي عبدالجبارنعیمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سترې محکمې ریس  قاضي القضات پوهاندعبدالسلام اعظمي په هغه رالېږل شوي تقدیرنامه په دې موخه  وویاړل شو، چې ښاغلي نعیمي  په دې ولایت  کې د عدلي او قضایي ارګانونو سره د ځانګړي علاقمندۍ له مخې پرلپسې هلې ځلې کړي ،څو یاد ارګانونه اکمال ، تجهیز او پیاوړي کړي .


د پاک قرآن د مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته په خوست  کې د استناف محکمې ریس ښاغلي محمدفاضل عتیق د غونډې برخوالو ته په خپلو خبرو کې وویل ، ښاغلی نعیمي هغه والي دی ، چې په خپل راتګ یې د دې ولایت د عدلي او قضایي چارو ګړندیتوب، ظرفیت لوړولو  او پیاوړتیا ته ځانګړی پام کړی ، د ولایت په کچه یې د دې ارګانونو ستونزې او اړتیاوې راټولې کړي او پلازمېنې کابل ته یې د حل په موخه استولي دي .ده وویل د ښاغلي نعیمي د هڅو په پایله کې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د زون په کچه ۹ ورځنی سمینار تر سره شو، چې په کې د لوګر، پکتیا ، پکتیکا او خوست ولایتونو قاضیان صاحبانو برخه اخېستي وه ، چې واقعاً زیات مواثر او ګټور  سمینار وو او  د دوی لپاره په کې زیاتې نوي لاسته راوړنې شاملې وې .د ده په خبره چې دا  او نور  ورته  فعالیتونه وو، چې د سترې محکمې ریس قاضي القضات پوهاند عبدالسلام اعظمي له لوري نوموړي ته تقدیرنامه رالېږل شوي ده .


ښاغلي محمدفاضل عتیق د خوست ولایت له رهبرئ مننه وکړه ، چې د زون په کچه یې په خپل نوښت ۹ ورځنی سمینار جوړ کړ . د دوی او نورو ولایتونو قاضیان صاحبانو ته یې په خپله غېږه کې په مینه ځای ورکړ او ټولې هغه اسانتیاوې  یې  برابرې کړې ، چې قاضیانو ورته اړتیا لرله .


وروسته د خوست ولایت د استناف محکمې ریس ښاغلي محمدفاضل عتیق د سترې محکمې د مشرتابه  له لوري  رالېږل شوي تقدیرنامه  د یاد ارګان په استازیتوب خوست والي عبدالجبارنعیمي ته ډالۍ کړه .


له ده وروسته د یو، اېس ،ای ، ډي  په چوکاټ کې د شرقي او جنوبي زون د ظرفیت لوړولو مسوول ښاغلي وحیدالله جهادي هم په خپلو خبرو کې د خوست ولایتي ادارې د رهبرئ څخه مننه وکړه ، چې د عدلي او قضایي ارګانونوپه برخه کې خاصه توجه لري .ده زیاتوله ، په نورو زونونو کې مو هم ورته سمینارونه جوړ کړي دي ، خو یوازینی  د خوست ولایت رهبري ده ، چې د دې ارګانونو سره د زیاتې همکارۍ کولو له امله د سترې محکمې له لوري په تقدیرنامه نازول کیږي .


جهادي زیاتوله ، د خوست ولایتي ادارې خاصې پاملرنې دې ته اړ کړی، چې په وار ، وار خوست  ته راشي او د عدلي او قضایي ارګانونو له مسوولینو او کارکوونکو سره د ظرفیتونو په لوړولو کې مرستې وکړي .


له دوی وروسته خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د غونډې برخوالو ته په خپلو خبرو کې وویل :


د قانون حاکمیت د اقتصادي ، امنیتي ،ښوونیزو او ټولنیزو چارو د پیاوړتیا ستنې دي .چېرې چې قانون حاکم دی ، هلته د ګډوډیو او نارواوو مخه نیول شوي ده ، همدې ټکي ته په پام سره یې د څو میاشتو راهیسې زیاتې هڅې په همدې راڅرخي ، چې وکولای شي ،عدلي او قضایي ارګانونه اکمال، تجهیز او له ټولو اړینو اسانتیاوو برخمن شي .څو وکولای شي په ټولنه کې قانون تطبیق کړي او له مخې یې ټولنیز عدالت تامین شي .


ده وویل په همدې مناسبت مې د ولایت په کچه د عدلي او قضایي ارګانونو په مخ کې شته ستونزې ، خنډونه او اړتیاوې مالومې کړي او د حل په موخه یې په پلازمېنه کابل کې د سترې محکمې ریس پوهاند عبدالسلام اعظمي او لوی څارنوال ښاغلي محمداسحاق الکو سربېره د نړیوالې مرستندویه ټولنې سره شریکې کړي دي .چې د حل په موخه یې دا مهال عملاً کار روان دی ، چې یو یې هم په دې ولایت کې د زون په کچه ۹ ورځنی سمینار وو .


ښاغلي نعیمي قاضیانو ته په خپلو خبروکې وویل :دا چې د قانون پلي کولو پر وخت غله او قاتلین هڅه کوي ،چې د ځان د خلاصون په نیت ستاسو پر وړاندې  ناوړه تورونه پورې کړي . خو تاسو هغه قشر یاستئ ، چې خدای ج لوړ عزت درکړی او د فغانستان اسلامي جمهوري دولت  پرتاسو زیات باور کړی ، نو همدې ته په کتو سره باید بې طرفه پرېکړې ترسره کړئ او هېڅکله د چا د تاثیر لاندې رانشئ .


ده وویل چې عدلي او قضايي ارګانونه  په خپلو اجراعاتوکې خپلواکي لري،  چې د قانون پلي کولو مهمه مرجع ده ،هېڅوک نه شي کولی، چې د پرېکړو پروخت يې د کوم ډول فشار لاندې راولي،  نو په کار ده چې دوی هم د مظلومو کسانو له روا حقوقو څخه په جراءت سره دفاع وکوي  او د ظالمانو یا هم د هغو کسانو چې ناوړه کارونه سرته رسوي ، هغوی د قانون په رڼا کې پرته له ځنډه په سزا ورسوي .


ښاغلي نعیمي په دې برخه کې  د رسنیو رول مهم وباله او د رسنیو  له مسوولینویې وغوښتل ، چې خلکو ته په رسونه کې  د قوانینو او د هغو رواجونو په پیاوړتیا کې هلې ځلې وکړي،چې د سیمې په امن او پرمختګ کې اغېزمن تمامیږي .غوښتنه یې دا وه ، چې د قانون په هکله خلکو ته د عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه په لاره واچوي ،ترڅو ولس په دې وپوهیږي چې د قانون په حاکمیت کې یې ټولې ملي  ګټې خوندي کیږي .


د غونډې په پای کې د سمینار پرمخ بېوونکوله خوا بري لیکونه او دخوست ولایت مقام له لوري برابرې شوي ډالۍ د سمینار په ګډونوالوته  د خوست والي عبدالجبارنعیمي ، د ولایتي شورا ریس ښاغلي مرادخان منګل ،د مخابراتو ریس ګل حبیب شاه او د حج او اوقافو ریس مولوي اظهارالدین  په لاسونو ورکړل شوې .


د یادولو وړ ده ، چې دا ډول سمینارونه په  پلازمېنه کابل ،هرات او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوي دي. خو د دې سمینارونو د پیل راهیسې د لومړني ځل لپاره د زیاتې همکارۍ له کبله دخوست والي ښاغلي نعیمي ته  د سترې محکمې د مشرتابه له لوري تقدیرنامه ورکړل شوه .