د پيښور په حيات اباد سيمه کي د حديبيه عالي ليسه چي د افغان متعلمينو د علمي روزني يو فعال مرکز او درسي کانون دي د ذده کوونکو د وړتيا او استعداد درشد په منظور د وينا په برخه کي يې يوه دري مرحله ايزه سيالي پيل کړيوه چي په لومړي مرحله کي څلويښتو په دوهمه مرحله کي لسو او په دريمه مرحله کي پنځو کسانو د خپلي وړتيا او برياليتوب له کبله برخه واخيسته چي په پاي کي دري کسانو لومړۍ مقام ترلاسه او د بريالتوب جائزه يې وګټله چي په ترتيب سره محمد اسماعيل د نهم ټولګي ذده کونکي عبد الله د يوولسم ټولګي ذده کوونکي او محمد مجاهد د لسم ټولګي ذده کونکي د دري کسيز هئيت له لوري بريالي وگڼل شول تمه ده چي نوموړي ذده کوونکي به دبلي سيالي چي ددې ليسي او نورو ليسو دذه کوونکو ترمنځ به ترسره کيږي برخه واخلي