اول ځل په دارراځړه ول سوي څوک دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43812
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-04-30

فتو ی نمبر(۱۱۶)

مستفتي   :  حقمل مجاهد

محترم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنوامحترمو کارکونکوته السلام عليکم
زما پوښتنه داده چي اول سړي چي په اسلام کي دمسلمانانوله طرفه په دار باندي راځړول سوۍ دۍ هغه څوک وو او دارنګه اول مسلمان چي دکافرانوله خوا په دارراځړوَل سويدۍ هغه څوک وو ، اودارنګه اول ځل په دار باندي راځَړَول چا کړيدي ؟

الجواب وهو الوفق للصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

محترمه وروره اول کافر چي دمسلمانانوله لوري په دارباندي راځړَوَل سوئ دئ هغه عقبة  دابي معیط زوۍ وو کوم چي دمکې مکرمې  له مشرکانوڅخه ؤ دمکې په مشرکانوکي داهغه کافر ؤ چي دخداۍ پاک اودخداۍ پاک په رسول اوپه مسلمانانو پسی بې استهزاوی کولې اوداهغه کافر ؤ چي دنبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم  پرمبارک مخ باندي ئې  دخپلي مرداری خولی مرداری ناړی ورتوکړې خو دغه ناړی دده بيرته  دده پرمخ راوګرځېدې اودده په مخ کي يې نشان جوړکړچي ترمرګه پوری یی هغه نشان په مخ کي موجود وو ، داهغه کافروو چي په حرم کي نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم پرسجده باندي وو او ده یي پرشامبارکه باندي داوښی پیروان ورکښيښودَۍ ،دغه عقبه کافر دبدر په غزا کي بندي کړسواوبيا کله چي له بدره څخه نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم اواصحاب تريوځايه پوري ولاړل نونبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم په قتل دده سره حکم وکړ، دصحيح قول مطابق حضرت عاصم بن ثابت رضي الله تعالي عنه دده قتل وکړ او بيا په دار باندي راوزړول سو ـ
او دکفارو له طرفه چي اول مسلمان په دارباندي راځَړَوَل سوَيدۍ هغه حضرت خبيب رضي الله تعالي عنه دۍ ـ
او داول ځل لپاره په دارراځړول دحضرت موسي عليه السلام فرعون کړيدي  ،دتصدیق دپاره دالاندي وثیق مستندوګورۍ  

في أنسان العيون ج۲ ص ۱۸۷ : «قال ابن حبيب هو اي عقبة اول مصلوب في الاسلام ، ورده ابن الجوزي بأن أول مَن صُلب في الاسلام خبيب بن عدي ، و قد يقال لا مخالفة لان المراد بالثاني اول مصلوب منَ المسلمين وبالاول أول مصلوب منَ الکفار ، وذکر أن أن أول مَن استعملَ الصلب فرعون ، ولعل المراد به فرعون موسی بن عمران عليه السلام لا فرعون ابراهيم عليه السلام وهو أول الفراعنة ، ولا فرعون يوسف عليه السلام  ،  هذا هو فرعون موسی بمعنی أنه بقی الی زمنِ موسی (عليه السلام)  . اه .
 والسلام ومن الله التوفیق