په قیامت به دمرګ ذبحه څوک کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43813
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-04-30

فتو ی نمبر  (۱۱۷)  .

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  ملاعبدالرؤف  .

و محترم عالیقدر أبوالفضل صاحب او د بينوا ټولو کارکونکو ته سلامونه  .
ځما پوشتنه داده چی له علماوو څخه موږ اوريدلی دی چی د قيامت په روځ کښي کله چی جنتيان وجنت او دوږخيان ودوږخ ته ورسي مرګ به د پسه په شکل کښی راوستل سی او ذبح به کړ سی  ، نو ځما پوښتنه داده چی ددغه پسه ذبح کونکی به څوک وی  ؟

  الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! دغه پسه به حضرت يحيی بن زکريا (عليهما السلام) حلالوي ، د قيامت په ورځ کښي دحضرت يحيی عليه السلام له خصوصياتو څخه يو خصوصيت دادئ چي دَئ به ذابحُ المَوت وي ، دَئ به مَوت (مرګ) د پسه پډول راچپه کړي پداسي حال کښي چي ټول خلګ به ورته ګوري ، چاړه بې پلاس کښي وي او مرګ به ذبح کړي  .

پدې اړه په  «سيرت حلبيه ج۲ ص ۱۶۱» کښي داسي راغلي دي  :
«وذابحُ الموتِ (يعني يحيی بن زکريا ذابح الموت)‎ يومَ القيامة يضجعه و يذبحه بشفرة في یده ، والناسُ ينظرونَ اليه (انتهی) .

والسلام ومنَ الله التوفيق  .