سيدالشهداء څوک دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43815
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-04-30

فتو ی نمبر  (۱۱۹)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   :  احسان الله له ننګرهار څخه  .

ومحترم مفتي علامه أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ځما پوښتنه له تاسي محترم څخه داده چي د سيدالشهدآء د لقب په باره کښي مختلف روايتونه راغلي دي : په ځيني روایتو کښي يو څوک سيدالشهدآء بلل سوئ دئ او ځينو کښي بل څوک ، نو پدې باره کښي که وموږ ته قاطع معلومات راکړۍ مهرباني به مو وي  ؟

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! رشتيا هم پدې اړه روايتونه مختلف راغلي دي  ، په ځينو روايتو کښي حضرت يحيی ۰عليه السلام) سيدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځینو روايتو کښي د حضرت آدم (عليه السلام) صلبي ځوۍ حضرت هابيل سیدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځینو روايتو کښي د نبي (صلی الله عليه وسلم) مبارک اکا حضرت حمزه (رضي الله عنه) سيدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځينو روایتو کښي حضرت «مهجع» رضي الله عنه کوم چي په أمت محمدي کښي تر ټولو شهيدانو ړومبنئ شهيد دئ سيدالشهدآء بلل سوئ دئ .

خو ددغو مختلفو روایاتو تطبيق پدې ډول سوئ دئ چي علی الاطلاق سيد الشهدآء حضرت يحيی (عليه السلام) بلل سوئ دئ ، او د آدم (عليه السلام) په صُلبي اولاد کښي سيدالشهدآء حضرت هابيل (عليه السلام) دئ  ، او د نبي (صلی الله عليه وسلم) په أمت کښي د أوليت په اعتبار سیدالشهدآء حضرت مــــــــــهجـــــــــــع (رضي الله عنه) دئ  .

او نسبت ونورو شهيدانو ته د أمت د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سيدالشهدآء حضرت حَـــــــــــــمزه (رضي الله تعالی عنه) دئ  .

ددې بيان د ثبوت دپاره دالسيرة الحلبية دغه لاندي عبارت وګورۍ ! : 
قال في السیرة الحلبية ج۲ ص ۱۶۱  : «ونقل بعض المشائخ أنه أول من يدعی من شهدآء هذه الأمة ، وأنه عليه السلام قال يومئذ مهجع سيد الشهداء اي من هذه الأمة فلا ینافي ما جآء أن سيدالشهداء يوم القيامة يحيی بن زکريا عليهما السلام وقائدهم الی الجنة  .
لکن جآء سيدالشهدآء هابيل الا أن تجعل الأولية اضافية فیراد اول اولاد آدم لصلبه  ( انتهی )  .
وفي الحديث المرفوع سيد الشهدآء حمزة (رضي الله عنه) . 
والسلام ومن الله التوفيق