د پاکستان څارګره اداره طالبان حمایه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43831
ژباړه: مجیب
دخبریدو نیټه : 2011-05-01

سرچينه : افتین بوستین 
ژباړونکی : مجیب
په یو نوي راپور کي د پاکستان پر څارګره اداره تور لګول کېږي چي په افغانستان کي طالبانو ته اقتصادي مرسته، زده کړه او وسله ورکوي. د پاکستان ولسمشر د همدې مرستې حمایه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چي د طالبانو او آی ایس آی د تړاو خبرونه راځي، خو هغه راپور چي د لوندن سکول آف ېکونومیکس( د لندن د اقتصاد ښونځی) چمتو کړی، تر اوسه د دې تړاو د شته لاسوندونو تر ټولو غښتلي ترین لاسوندونه بلل کېږي.
د همدې راپور سره سم د پاکستان څارګره اداره، طالبانو ته د پیسو، تریننګ او د پټنځایونو د ورکړې مرستي ورکوي چي د تر نن څرګندو هغو نه یې کچه ډېره لوړه ده.
د آی ایس آی استازي د کوټې په شورا کي چي د افغاني طالبانو لوړترینه مشرۍ ده، غړي یا څارونکي لري.
د لندن د اقتصاد پوهنې د ښونځي لخوا د چمتو شوی راپور سره سم ښکاري داسي چي پاکستان د حیرانووکي کچې یوه دوه ګوني لوبه کوي.
د طالب زندانیانو سره لیدنه
راپور دعوا لري چي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ۵۰ هغو لوړپوړو طالبانو سره کتلي کوم چي د پاکستان په یو پټ ځای کي زندانیان دي او ورته ویلي یې دې چي دوی د امریکې لخوا د وارد شوي فشار له کبله نیول شوي دي. د راپور سره سم وړاندي ده هغوی ته په پوځي عملیاتو کي د مرستې وعده ورکړي.
د راپور لیکوال مات والدمن چي د امریکایي هارورد پوهنتون کارمند دی، لیکي چي دا کړنه دې ته اشاره کوي چي دا ټاکل شوي سیاسي تګلاره د پاکستان د لوړرتبه ترینو ملکي مقاماتو لخوا منظوره شوي ده.
ښکاري داسي چي آی ایس آی د ستراتېژیکو عملیاتو او تصمیمونو په نیولو کي ژور نفوذ لري، او د طالبانو تر ټولو وحشتپسنده بلواګر واحدونه کنترولوي. په راپور کي کېدای شي سړی دا هم ولولي چي له دوی نه ځني یې په پاکستان کي خپلي اډې لري.
وران اندي
د پاکستان د پوځ یو ویاند د راپور محتوا ردوي او پر هغې د پاکستان پر ضد د یو ( وران اندي( موخي) )کمپاین ټاپه لګوي.
د پوځ ویاند اتهر عباس وایی چي دا بې اساسه ده. په جګړه کي زمونږ ضایعات او د پاکستان د پوځ او آی ایس آی قربانيوي یې ښه ویندوي کوي.
والدمن د طالبانو له ۹ قوماندانانو سره مرکه کړي، په هغوی کي دری هغه چي په ډېر نا آرامه سویلي افغانستان کي عملیات کوي. همدا ډول له ده سره په دې چاره کي د طالبانو د سیستم د لوړترینې کچې یو منځګړي هم خپله ونډه اخیستي. موندني یې د طالبانو د پخوانیو وزیرانو، یو لویدیځوال څارندوی او په کابل کي د ملګرو ملتونو د یو لوړپوړي مستخدم لخوا تصدیق شوي. په رسمي چوکاټ کي پاکستان له امریکې سره د طالبانو سره په مقابله کي همکاري کوي او په پوځي او اقتصادي ساحه کي میلیاردونه ډالره مرسته تر لاسه کوي. په راپور کي ویل کېږي ښکاري چي پاکستان د حیرانوونکې کچې یوه دوه ګوني لوبه کوي.
منطقوي سیالي
د والدمن سرچینې ګمان کوي چي له طالبانو سره د پاکستانۍ مرستې علت به په افغانستان کي د هغوی د اصلي سیال هند د لازیاتې پښې ټینګېدنې نه ویره وي.
څېړونکی وړاندي لیکي چي د پاکستان په چلند کي د بدلون نه بغیر به د نړیوالو قوتونو او افغان حکومت لپاره د بلواګرۍ په مقابل کي پرمختګ ګران څه چي حتئ ناشونی وي.
د پروسږکال په مارچ کي د امریکې لوی درستیز مایک مولن او د امریکایي پوځ سرقوماندان داوید پېتریوس ویلي وو، چي دوی داسي نښي ویني چي ښیي چي د آی ایس آی ځني کړی د طالبانو او القاعده حمایه کوي. خوهسي لویدیځوال چارواکي له پاکستان سره د همکارۍ د ورانیدو له وېرې، ډېر ډاریدل چي خپل دا شک په لفظي بڼه بیان کړي.
په دا وروستیو کي د افغانستان د ملي استخباراتي ادارې مشر امرالله صالح هم دا ویلي وو چي آی ایس آی په افغانستان کي د بلواګرۍ یوه برخه ده. دی دعوا لري چي د پاکستان پوځ طالب مشرانو ته په اصطلاح مصوئنه کورونو کي پناه ورکوي.