ومردګانوته دخپلوټولونېکوعملودبخښلوحکم ،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43838
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-05-02

فتو ی نمبر(۱۲۱)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي : حاجی ماموربشرخان

 السلام علیکم ګرانه او دکدراوعزت وړ عالم علامه ابوالفضل صاحب

ډیرخوشحاله یم چی تاسی غوندی دفخروړ شخصیت لرو

دنیکو اعما لو بخشیش*

که څوک وخپل یا پردی ته کوم چی وفات یی کړی وی خپل ټول نیک اعما ل وبخښی کیدای شی ؟ او که کیدای شی نو د بخښوونکی نیک اعمال ټوله له لاسه وځی ؟ او بخښوونکی کیدای شی چی پښیمانه شی ؟
 بالفقراء
ډیره مهربانی به مو وی که مو زما د پښتنی جواب راکړی . او هیله لرم چی دنورو لوستوونکو لپاره هم مفیده تمامه شی.

الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

محترمه یومسلمان کولای سي چي دخپلوټولونیکوعملوثوابونه ومرده ګانوته وروبخښي اودَی په دې وجه په خالي لاس نه پاته کېږي بلکه وده ته ددغي بخشي اوصله رحمي ثواب ورکېږي اوډېروبزرګانوددین  داسي کړي دي چي خپل ټول نیک عملونه ئي ومسلمانانوته بخښلي دي ابله ورځ مي په یوه معتبرحديث کي ولیدل چي که موراوپلاروغیره ته نیک عمل وروبخښئ نوپه دې سره وتاسي ستاسي په ثواب کي کمّی نه راځي هوځینوعلماووذکرکړي دي چي داسي بایدونسي بلکه کله کله دیونیک عمل ثواب ومرده ته ورولېږي
په دې وجه چي يوسړي دخپل عبادت ثواب ومردګانوته وروبخښي نودده په ثواب کي کوم کمي نه راځي علماوو ذکر کړيدي چي بايد هرمسلمان چي کوم نفلي عبادت کوي نوثواب دې ومسلمانانوته وربخښي ځکه چي الله پاک په خپل فضل سره دده دعبادت ثواب وده ته ورکوي اوومسلمانانوته يې هم وررسوي ـ   علم الفقه ، ج۲ ، ص ۲۱۰، وفتاوي دارالعلوم ، ج۵ ، ص ، ۴۴۱ ـ       اودشامي په اول جلد ، ۶۶۶ ، مخ کي داسي راغلي دي
بل في زکاة التتارخانية  عن المحيط  الافضل لمن يتصدق نفلا ان ينو ي لجميع المومنين والمومنات لانهاتصل اليهم ولاينقص من اجره شيء » ـ
 
 وايضاقال في الصفحة المذکورة « وقدنقل عن جماعة انهم  جعلواثواب اعمالهم  للمسلمين  وقالو نلقي الله باالفقر والافلاس والشريعة لاتمنع من ذالک » ـ
وفي الحديث الشريف عن علي رضي الله تعالي عنه وجهه « ان النبي صلي الله تعالي عليه وسلم قال من علي المقابر وقرء قل هوالله احدعشرمرات ثم وهب اجرها للاموات اعطي من الاجر بعددالأموات ـ رواه الدارالقطني ـ

 والسلام ومن الله التوفیق