دافغان ترک ښونځۍ ۴۰ تنه زده کونکي فارغه کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43911
دبېنوا اداره - کندهار
دخبریدو نیټه : 2011-05-04

په کندهار کي د افغان ترک ښونځۍ ۴۰ تنه زده کوونکو ته  دفراغت سندونه ورکړل  .

په هغه غونډه کي چي ددغي ښونځۍ دزده کوونکو او ښوونکو ترڅنګ د ترکیه هیواد څخه راغلي  ملي تجارانو چي په کندهار کي د افغان ترک ښونځۍ په  خپل شخصي لګښت پر مخ بیائې هم ګډون کړی و

په غونډه کي  د ترکیه هیواد څخه راغلو ملي تجارانو ددغه افغان استعدادونو ستاینه وکړه چي په ډیرو سختو حالاتو کي ئې خپلي زده کړې سرته رسولي دي  .

د افغان - ترک ښونځۍ استادانو  او دزده کوونکو پلرونو او خپلوانو د ترکیې هیواد د ملي تجارانو څخه د منني ترڅنګ وویل چي کچیري په افغانستان کي یو مرسته کوونکی هیواد  د ترکیې دملي تجارانو په څیر په اخلاص  دښونیز سکتور په برخه کي د خپل مرستو سلمه حصه ولګوي زرګونه زده کوونکي به په معیاري زده کړه سمبال سي .

دوی پر هغو ۴۵ هیوادونو ږغ وکړ چي خپلي مرستي د فساد تر سیوري لاندي په هغه څه مصرفوي چي هیڅ ثمر ئې نه معلومیږي  .

یاده دي وي چي  دغو ترکي تجارانو په داسي حال کي کندهار سفر کړی دی چي په کندهار کي امینتي پیښي تر بل هر وخت زیاتي سوي دي . 

بلخوا ځینو دافغان ترک زیاتره زده کوونکو د کندهار دچارواکو څخه سر ټکوی چي ولي ئې په دې مراسیمو کي برخه نه لرل  او په بې ځایه نمایشي غونډو کي بیا نابللي ناست وي .

دکندهار یو اسیدونکي حاجي نظرمحمد بېنوا ته وویل (( کاش افغان دولت  په دې لس کاله کي د افغان -ترک لیسې په کچه لس زده کونکي ټولني ته وړاندي کړي وائې چي دملت په درد خوړل سوي وای . افغان ترک داسي ځوانان وروزل چي په نړیواله کچه ئې د افغانستان نوم روښانه کړ )) .

دغونډي په وروستۍ برخه کي دارکوزیا افغان شرکت لخوا پر ۴۰ تنو فارغ سوي زده کوونکو ستاینلیکونه هم وویشل سول