د مورپه ارمان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43933
محبوب شاه محبوب
دخبریدو نیټه : 2011-05-05

لنډه کيسه
           سهار وو د چاى له څښلو نه وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپل دوکان ته به ځان رسوم ځکه پوره درې ورځې مې په کور کې تېرې کړې وې، زما دوکان دپېښور په جم بازارکې،او کور مو په ننگرهار کې وو،دکورنۍ  له غړو څخه له خداى(ج) پامانۍ اخستلو نه وروسته د سړک په لور روان شوم زموږ کور له سړک څخه يو څه لرې وو ، د سهار اته بجې به وې چې سړک ته ورسېدم ، په موټر کې کيناستم په هغه وخت کې دتورخم دروازه هم بنده وه او چا نه شوه کولاى چې لاړ شي نو زياتروخلکو به په څڅوبي کنډوتګ راتګ کاوه . زه هم  د څڅوبي په لور روان شوم .
   د څڅوبي غر يو خړ پړ غر وو د دوړو او گردونو څخه يې بل څه نه لرل يواځې دوړې او گردونه په کې ښه پريمانه وو،په موټر کې کېناستم او د څڅوبي د غره په لورې مو مزل پيل کړ .
       د غرمې يو لس بجو ته به ايله يو څو دقيقې پاتې وې، موټر کې مې سترگې هم يو څه سره ورغلې وې ،چې د فلينگ کوچ کلينر د کوزيدو غږ وکړ، ډېره سخته گرمي وه لمر خپلې شغلې په پوره تېزۍ سره په مځکه لږولې وې،د موټرو د تم ځاى سره يوه د لوښو گوډله هم موجوده وه چې دوه غټې غټې چاټۍ گانې په کې ايښې وې،دوه تنکې ځوانان هم ورسره ناست وو،چې د يوه ګلاس په سر به يې دوه روپۍ اخيستې ما هم اوبه وڅښلې روان شوم د پښو له لږ مزله وروسته د غره بېخ ته ورسيدم او د څوکې په لورمې حرکت پيل کړ.

      دلته زه يواځې نه وم بلکې سلگونو څه چې په زرگونو خلکو مې ملتيا کوله،د ماشومانو شور جوړ وو،چا ژړل او چا خندل څوک غره ته خوشحاله وو او څوک خفه ،د  لوى غره نه مخکې يو وړوکى غر وو هغه خلکو چې مخکې يې دا ځاى نه وو ليدلې او نه هم په دغه لاره تللي وو هغو ډېر خوشحاله وو ،دوى په دې فکر کې وو چې بس همدا وړوکې غر دې او بس ها پلو به  پاکستان وي.

       گرمۍ خوله لگولې وه ډېر زيات گردونه وو زياتره ښځې او ماشون به چې ستړي شوه نو په غره کې به دمې دپاره ناست وو،په ځان به يې د څادرونو سيورى کړي وو ، د ټولو د خولې يو غږ واته چې ډېره گرمي ده ياالله (ج) باران وکړې...

     له الله (ج) څخه به يي د مرستې غوښتنه کوله ،سمه د محشر ورځ وه، د هېڅ چا يو بل ته پام نه وو هر څوک په خپلو خولو کې ډوب وو،هر چا کوښـښ کاوه چې ځان ځاى ته ورسوي ،ځينو ځينو خو به کومې گنډې چې نور به يې ستړي کړې وو په غره کې پرېښودې تر څو په اسانۍ سره وخيژي ،خو بيا هم په دغه غره يواځې ځان پورته کول هم څه اسان کار نه وو .
    زه هم د دغو خلکو ملگرى وم له ماسره کومه گنډه هم نه وه،زه ډير په اسانۍ سره په غره ور روان وم ځکه که به ستړې شوم نو يو ډډې ته به کيناستم او چې دمه به مې وکړه نو روان به شوم، خو مگر هغو خلکو ته بيا مشکل ډير زيات وو کومو سره چې ښځې او ماشومان  وو هغوې ډېر په تکليف وو، په دمو دمو ختلو څرنګه چې دنور په پرتله زه ځوان او دوزن له مخې هم کم وزنه وم نو  د ټولو دمخه د وړې غونډۍ سر ته وختم

      يو ډډې ته کيناستم له پاسه مې لارې ته کتل يوه توره ليکه جوړه وه،تا به ويل لکه ښامار چې تږى وي او د غر سر ته د اوبو په موندلو پسې  په ډېرې تېزۍ سره  راروان وي خو کله کله به د دغه ښارمار تنه گډه وډه شوه او کله کله به بيا يوه توره ليکه جوړه شوه.

     زه د همدغه وړوکي غره په سر ناست وم او د بل لوى غره د ختو په اړه مې فکر کاوه، چې ژړا مې تر غوږو شوه.
     د ژړا د اواز سره سره مې يو څه ګونکوسى هم تر غوږو شو خو خېر زه يې په کيسه کې نه شوم،لږ وروسته مې يو ځل بيا هاغه معصومه ژړا او يو غږ چې داځل پرې يو څه پوى شوم چې ويل يې که په مزدورئ کوم کس پېدا کيږي مزدوري به ورکړو خو چې دا بلا  يوسي

  او ورسره مې يو بل غږ هم تر غوږو شو چې په تېزه  لهجه ورته ووايي:دا دې څه د پلار کور نه دى چې څوک په مزدورۍ پېدا کړې دلته خلک ځان پورې حيران دي او ته د مزدورۍ خبرې کوې.

          کله مې چې شاته پام شو ما په لومړي ځل د داسې پېغلو په مخ اوښکې وليدې،زما په گمان په ټول عمر کې به يې هم ژړلي نه وي ،د دوي مثال د يوه داسې سوالگر په څير وو چې په ډک بازار کې ناست وي خو مگر څوک کوم خيرات ورته نه ورکوي،د چا وس هم ورسره نه کيږي چې خيرات ورکړي او د نا هيلۍ سترگې يو خوا بل خوا اړوي،او بيا هم په دې تمه وي چې يو څوک به راشي، په دغه ځاى کې مې په درېو پيغلواو يوې پوخ عمره  ښځې سترگې ولگېدې.

   د دوى له خوا ما ته يوې ماشومې رامنډه کړه يوه کلکه غاړه يې راکړه ، داسې راغاړېوته  ته به وايې چې ما چېرې مخکې ليدلې وي ، له ځانه سره مې وويل لکه چې دې ښځو پوهه کړې،اوس به راڅخه مرسته غواړي ، ښځو راڼه راڼه ما ته کتل او ما له ماشومې سره ځان مشغول کړ، ماشومه به تقريباً د پنځو کاله وه .
په وړه ژبه يې وويل :کاکا ځو؟
 ما هم بې له دې چې څه ووايم روان شوم ماشومه مې په غېږ کې ونيوله، زه ځکه بې له کومې خبرې څخه روان شوم ما فکر کاوه هسې نه چې دا ښځې کوم پيټې راپه شا نه کړي.
     د دوه يم غره د څوکې په لور مو مزل پېل کړ،ښځو هم ماته څه ونه ويل،خو زه هم تلم او په لاره مې له ماشومې سره خبرې کولې په تلو تلو کې د ماشومې له خبرو څخه داسې وپوهېدم چې د هغې نوم اسماء دى دغه درې واړه انجونې يې ترور گانې دي او زړه ښځه يې نيا ده،د دوي کور په پيښور کې دى.
      د اسما خبرې ډيرې خوږې وې ، په خبرو خبرو کې د غره نيمايي ته رسيدلې وم ،له ځانه سره مې فکر وکړ ،چې پردۍ انجلې دې روانه کړې هسې نه چې کومه ستونزه درته پېښه نه شي په  غره کې يوې غاړې  ته د دمې لپاره کيناستو .
      له اوږده ځنډ وروسته ښځې راورسېدې زه په دې فکر کې وم چې له دوي سره به کومه گنډه يا غوټه  وي ځکه يې ورته ژړل خو چې کله هغوى راغلې له ځانه سره يې هيڅ هم نه لرل يواځې يو د جامو بېک وو چې هغه هم زړې ښځې په سر کړې وو ښځې هم زما خواته راغلې،کيناستې او په دوعاوو يې خپلې خبرې پيل کړې .

        الله(ج) دې له تاسره ډير ښه وکړي خداى(ج) دې هر ارمان پوره کړه پېغلو انجونو هم له مانه کوم ستر ونه کړه،په گمان مې چې ډېرې ستړې وې ځان ته يې هم فکر نه وو،ښځې وويل :ځويه يوه مياشت کيږي چې واده ته راغلي يو او لاره راباندې بنده شوې ،کور مو هم په حاجې کېمپ کې دى،اخر تنگ شو نو ځکه مو دغه غر ته زړه ښه کړ، خو که موږ داسې خبر وو چې دا دومره لوړ غر دى نو يو کال به نور هم پاتې وو خو په دې غره نه راتلو څه وکړو اوس راغلي يو...

په خپل تور ټيکري يې خپلې خولې وچې کړې او يو اوږده ساه يې واخيسته،بيا يې په خبرو پېل وکړ.
  دې جنکو هم دا ماشوم نه شوه وړلى ،دا ښه وو ځويه! چې ته راغلې .
د ښځې له خولې مې چې د ځوي نوم واوريده نو په زړه کې مې يو خوږ درد راپورته شو، يو داسې درد چې زه يې اوس د بيان توان  نه لرم او زما په قلم کې هم دومره زور نشته چې ويې ليکم ،د دې ښځې په خبرو کې يو بېل رنگه قوي ځواک نغښتې وو چې زه يې د ځان لوري ته کش کولم،د دغې ښځې په سترگو کې د مورنۍ مينې ځلا  له ورايه ښکارېده،ماد خپلې مور مينه نه وه ليدلې،زما مور هغه وخت له دې فاني دنيا نه سترگې پټې کړې وې کله چې زه پېدا شوم،ما ته چا هم په داسې مينه د ځوى نوم نه وو اخيستې،ما هم تر اوسه چاته د مور نوم نه وو اخيستې خو چې ولې مې ورته د مور کلمه له خولې اوته ...

    له ښه ساعت دمې وروسته چې ښه مو سره پېژندنه  وشو روان شو زه د ټول نه مخکې وم،اسما‌ء زما په غېږ کې وه ،ټول چپه خوله روان وو ،خو زه نه پوهېدم چې ولې زما زړه غوښته  چې له دې زړې ښځې سره خبرې وکړم زما زړه بې واره ټوپونه وهل او همدا يې غوښتل چې د دې ښځې له خولې يو ځل بيا د ځوي کلمه  واورم .

زړه مې طاقت نه کاوه،بيا مې هم خبرې ورسره پېل کړې ډېرې خبرې مې ورسره وکړې، زه په دې وپوهيدم چې دغه ښځه درې لورگانې،يوځوى لري،ميړه يې پخوا په انقلاب کې مړ شوى،اصلاً د پغمان اوسيدونکي دي،په خپلو خبروکې يې دا هم وويل چې  ځوى يې ځکه افغانستان ته نه راځي چې تربوران يې ورباندې زورور دي ،له ډېرې اوږدې مرکې څخه وروسته د غره بېخ ته ورسېدو ، ما خو هېڅ کله هم د خپلې مور مينه نه وه ليدلې خو د دغې ښځې خبرو ماته د مور د مينې ارمان راوست،او په خپل زړه کې مې د اسمانونو له مالکه ګيله کوله چې ولې دې زه له دغه خوږ نعمت څخه بې برخې کړى يم ،ماته دا ښځه کټ مټ د خپلې مور په څېر ښکاره شوه ،حال دا چې ما خپله مور نه وه ليدلې خو ما فکر کاوه چې همدا زما مور ده .
   د غره په بيخ کې څو ډاډ سن موټرې ولاړې وې،ډريورانو يې چغې وهلې.
علې مسجد ته!
علي مسجد ته!
کيناستو،لږه دمه مو جوړه کړه،يو سوچ چې زه يې ډېر زورولم هغې هېڅ په دمې پوهه نه کړم.
ماسره په جېب کې نهه سوه روپۍ وې ،له ځانه سره مې فکر وکړ که چېرې له دې ښځو سره ځې د علي مسجد پورې کرايه درې سوه کلدارې ده نو د پنځو کسانو يو نيم زر روپۍ شوې،له ماسره نهه سوه روپۍ دي ،دا هم راته بې غېرتي ښکاره شوه چې بيا هلته هغوي ته وايم چې پېسې راکړئ.

نو له ځانه سره مې وويل چې دوى ته به څه بهانه وکړم چې زه همدلته پاتې کيږم په موټر کې به يې کېنوم ، زه به بيا وروسته لاړ شم .
     همداسې مې وکړل ،ښځې ته مې وويل چې تاسې لاړ شئ او زه پاتې کيږم ،هغه ډېره هوښياره وه لکه چې له مخکې نه په ما پوهه وي ماته يې وويل:گوره ځويه که د پېسو يا کومه بله خبره وي نو ما ته يې ووايه هېڅ پروا نه کوي ،خو ما ټينګار وکړ چې داسې هېڅ کومه خبره نه شته خو زه اوس نه ځم زه يو ملگري ته انتظار يم کله چې هغه راشي نو بيا ځم .

     ښځې مې په موټر کې کينولې څو ځله راته زړه وويل چې ريښتيا  ورته ووايه چې زما سره پېسې کمې دي ،دا خبره هم راته يوه بې غېرتي ښکاره شوه د کور پته مې ترې واخيسته، ورته مې وويل چې حتماً به يوه ورځ درځم  .

     موټر روان شو،داسې احساس مې کاوه لکه له مانه چې زما روح وړي ، لکه يو بې وسه انسان  له لاسه مې هېڅ هم نه کيده،روح مې په بدن کې په لړزا شو ،زړه مې بې واره ټکانونه کول،هېڅ نه پوهيدم چې ولې په دې لاروۍ پسې زما زړه خوږيږي .

     له ښې ډېرې مودې وروسته زه په يوه بل موټر کې سپور شوم ،موټر د غرونو په منځ کې لاره لنډوله خو زه هېڅ نه پوهېدم گنګس وم هېڅ مي هم نه اوريدل لکه يو وېرېدلى ماشوم ، نه پوهېدم چې موټر به څومره مزل کړى وو خو د موټر بريک او د خلکو شور ماشور راپه هوش کړم،کله چې له موټره کوز شوم،نو له خلکو مې واورېدل چې له گړنگه         لاندې يو موټر پرېوتى او ټوله امله يې وژل شوې يواځې يو ماشوم روغ رمټ پاتې دى،په سر کې مې يو ډز وشو نور پوه نه شوم خو يوه چغه مې له خولې ووته او په ژړا ژړا مې منډې پېل کړې،ځان مې لاندې موټر ته ورساوه،په اول قدم کې مې په هماغه چا سترگې ولگېدې چې په لومړي ځل يې ما ته د مور مينه راکړې وه،خو مگر ما ورسره ډېره غټه جفا وکړه ،کاش چې زه هم له دې سره په همدې موټر کې واى چې زه هم...

     زه له وړکتوبه بد قسمته وم اول مې خپله مور مړه شوه په هغه وخت کې خو په دې بدبخته دنيا پاتې شوم ، خو چې کله بيا د مور د مينې خبر شوم،ډير ژر مې دا دنيا ړنگه شوه .او هغه څوک چې زه يې له دې مينې خبر کړم ډير ژر له مانه ولاړه، زه يې يواځې پريښودم  ما په ټول عمر کې د مور مينه نه وه لېدلې يواځې يو څو شېبې وې هغه هم د خوب ليدل وو خو زه به اوس په ټول ژوند کې د مور ارمان کوم .

١٣٨٩دلوا ١٥

بټي کوټ