ولسمشر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43934
مجيب احساس
دخبریدو نیټه : 2011-05-05

لنډه کيسه : دغوايي داوومې په ياد.

دولسمشرۍماڼۍ په زېرخانه کې ولسمشرله خپلوڅووزيرانوسره يوځاي ناست وو .ټولوپه چوپه خوله يوبل ته کتل بهرددرنواوسپکووسلودډزوغږونه اوردېدل کېدل .دولسمشرپه تندي يوډول سکون ووخووزيرانوبه دهرې درنې چاودنۍ په اورېدوپه ورخطايي يوبل ته وکتل دچاودنواوډزوغږونه شېبه په شېبه رانژندې کېدل .

ددروازې دټک ټک په غږټولودوره په لوري سترګې ورواړولې دورازه دوه ځله وټکېده خوڅوک نه ورپاڅېدل په دريم ځل ولسمشرپرته له دې چې چاته ووايې خپله پاڅېده دروازې ته ودرېدپه درانه غږيې وويل :څوک يې .له بهره چاپه نري غږځواب ورکړ: صيب زه يم......... .ولسمشرچې دخپل مرستيال غږوپېژانده دوازه يې وروخلاصه کړه .مرستيال چې په لاس کې يې وړوکې راډيونيولې وه په په منډه رادننه شو.ولسمشرترې وپوښتل : څومره وځنډېدې ؟

 ورويې وويل: صيب زماخبره سمه وه همدااوس بي بي سي هم همداخبرورکړ.
دولسمشرپه تندي ګونځې راپيداشوې اومعاون ته يې وکتل هغه راډيوچالانه کړه اووړاندې روان شوددراديوپه ليدو نوروزيران هم راټول شول ټولوپه ځيرراډيوته غوږنيولي وو.

راډيواوس دخپل يوه خبريال چې په سيمه کې ووله خولې دسيمې تازه حال خپراوه .........زه همدااوس سيمې ته نژدې يم دولسمشرپه ماڼۍ ددرنواوسپکووسلوګذارونه کيږي اوله ماڼۍ تورلوګي پورته کيږي داسې ويل کيږي  چې ولسمشرله خپلې کابينې سره يوځاي په ولسمشري ماڼۍ کې کلابنددي اوکودتا بريالۍ شوي .....................وزيرانويوبل ته وکتل اوپه ولسمشريې سترګې خښې کړې دهغه په تندي اوس هم يوډول سکون وويوه وزيرترې وپوښتل: سراردصيب اوس بايدڅه کړو؟

ولسمشرپرته لدې چې دهغه ځواب ورکړي پاڅېده .هغه څه ويل غوښتل چې په لمړي پوړ کې يې ديوې درنې چاودنې غږواورېده دچاودنې له غږسره په زيرخانه کې ګردپورته شو.وزيران ټو ل پورته شول چې له څنګ لوري ديوې بلې درنۍ چادنې غږراغۍ راډيواوس هم غږيد ه ..........بلې همدااوس زه وينم چې دولسمشرۍ په ماڼۍ دجيټ الوتکوبمباري روانه ده او.....ولسمشر په لوړغږوويل بهروزئ له دې سره ديوې بلې زورورې چاودنې ددوي مخه ونيوله اوپه ماڼۍ کې دچيغوانکازې خپرې شوې ولسمشرپه منډه دخپلې کورنۍ دغړوکوټې ته ځان ورساوه په کوټه کې تپ توروودي وړاند ې روان ووچې په يوه نرم څه يې پښه ولګېده اودنم احساس يې وکړلاندې يې کتل په يه غوڅه پښه ورولاړو پښه يې يوې خواته کړه په ميرمن يې سترګې ولګېدې چې سترګې يي خلاصې پاتې وي اوساه يې ورکړې وړاندې يي په زوي سترګې ولګېدې چې نارې يې وهلې ولسمشروړاندې  روان شوچې واړه لمسيې يې ترجاموراونيوه اوپه چيغويې ژړل ولسمشرخپل لمسي راپورته کړخو له يوې بلې چاودنې سره يې دځان واک له لاسه وکړاوورويوې خواته کناست

لمسى يې يوې خواته کناوه سرته يې لاس ونيول ګوتې يې په وينوسرې شوي مټې يې سستې شوې اوديوال ته تکيه شو.

له بهره په  شورڅوپوځيان راننوتل هرمړي يې په ځيرځيرکاته ديوه پوځي په ولسمشرسترګې ولګېدې نوروته يې غږکړ ټول پرې راټول شول يوچاپه لوړغږوخندل ويې ويل هه هه هه خپله دي دي ....پورته يې کړئ
ولسمشردخپل يوه  پخواني وزيرغږوپېژانده اوپه ډيرزحمت يې  ورستۍ ساه واېستله .