په پښتو ادب کې هرڅوک یوڅه ځانګړنه لري ، څوک دشاعر په ډول او څوک هم دلیکوال په ډول ، خو لدې ډلې ځانته بیا ځینې خلک هم شته چې که دتول په هره پله کې یې وتلې نو پوره به په نظر درشي . لدې ډلې یو هم کاروان دی ، څه وخت وړاندې مې له یو دوست سره په همدې خبره بحث و ، هغه ویل ځینې داسې کسان هم شته چې دواړې پلې یې ( شعر اونثر) درنده وي ، خو ما ورسره نه منل ، ما په همدې خبره ټینګار کاوه ، چې له خوشال بابا وروسته به ډېر کم کسان داسې وي ، خوپه اوس وخت کې به یې شمېر لا هم دګوتو په شمېر وي ، خو زه هم ملامت نه وم ځکه ما د کاروان نثر( له نرګسه ترنرګسه ) ډېر پخوا لوستی و او هغه ځانګړنې مې یې ټولې له هېره وتې وې ، خو نن د خپلې همدې لیکنې له لارې له ښاغلي کاروان بخښنه غواړم ، په همدې پلمه غواړم د یادې لنډې کیسې په اړه یې هم یو څو ټکي ولیکم ، زه د استاد کاروان ددې لنډې کیسې په چوکاټ یا فني اړخ څه نه لیکم او نه یې وړتیا لرم ، غواړم د خپل ذهن هغه رامنځته شویو سوالونو ته ځواب پېداکړم چې د همدې لنډې کیسې له لوستلو وروسته راته په ذهن شوې دي ، ددې لپاره چې تاسې هم راسره ددې بحث ترپایه ملتیا وکړﺉ او په پوره ډول مالومات ولرﺉ، لومړی د ښاغلي کاروان یاده لنډه کیسه رانقلوم .
نجلۍ د خاطراتو دکتابچې پاڼې اړولې ، مچ د نجلۍ پرګوتو کیناست ، د کتابچې پر هره پاڼه د مینې خاطرې لیکل شوې وې، د کتابچې دهرې پاڼې پرڅنډه د یوه زرین وزري پتنګ اویوې ځلاندې شمعې انځورونه وو، مچ د شمعې پرلمبه وګرځېد او د پتنګ د تصویر خواته یې وروکتل ، نجلۍ د کتابچې بله پاڼه واړوله د پاڼې له مخې یې زمزمه پېل کړه ، ستونی یې راډک شو او د کتابچې پرپاڼه دوه څاڅکي اوښکې راپریوتې ، مچ ددوو څاڅکو ترمنځ کیناست یو څاڅکي ته ورنږدې شو، خو بېرته یې بل څاڅکي ته مخ راواړاوه ، له دویم څاڅکي هم راوګرځېد او یوځل بیا د شمعې او پتنګ د انځورونو ترمنځ کیناست ، نجلۍ کتابچه بنده کړه او مچ په هوا شو .
یوځوان انځورګرپه یوه نوې تابلو کار کاوه او مچ د انځورګر پرمویک کیناست مچ تابلو ته ځېر شو په تابلو کې یوه غټه شمع کښل شوې او د شمعې په لمبه کې د هغې نجلۍ انځورکښل شوی چې مچ یې د خاطرانو پرکتابچه ناست و، انځورګر د شمعې د لمبې ترڅنګ مویک وښوراوه د یوه زرین وزري پتنګ انځوریې وکیښ مچ د انځورګر سترګو ته وروکتل . د انځورګرسترکې هم له اوښکو دکې وې .
مچ دپتنګ په تازه کښل شوي انځورکې وزرې وموښلې د مچ وزرې رنګ شوې مچ په هواشو . د یوه زیارت پرسریې د شمعې تته لمبه ولیده ، مچ د شمعې خواته راغی او د شمعې له تتې لمبې نه لږ لرې کیناست د شمعې د اوښکو ترڅنګ یې نیم سوی پتنګ ولید ، مچ په خبرو شو او پتنګ ته یې وویل : ته زما دا ښکلي وزرونه وګوره زه هم پتنګ یم پتنګ ورته وویل ښه ده ، ډېر ښه راغلې ، خو که رښتیا پتنګ یې یو خدمت خو وکه ، مچ ورته وویل امرکوه د مچ له خبرو سره جوخته تته شمع مړه شوه .
پتنګ ورته وویل : داسې وکړه چې ښار ته لاړشه او ماته د بلو شمعو احوال راوړه .
مچ ومنل او په هوا شو له لرې یې یو ښار ولید چې سرته ترپښو په رڼا کې پټ و ، مچ پرټولو رڼاګانو او بلو شمعو وګرځېد . اخېرد خوشحالۍ یوه محفل ته ورغی ، د یو غټ کیک په ټټر کې شمعې بلیږي مچ دشمعو له لمبو نه لږ په څنګ ورتېرشو ، دکیک په خوږو یې ځان موړکړاوبیا په هوا شو او دنیم سوي پتنګ خواته راغی ، پتنګ پوښتنه وکړه .
ــ مچه وروره څه دې وکړل؟
مچ ځواب ورنکړ.
پتنګ بیا ورغبرکه کړه ، ولې ځواب نه راکوې ، مچه تاته وایم .
مچ ورته وویل ګوره پتنګه ناځواني مه کوه مچ مه راته وایه پتنک راته ووایه .
پتنګ وخندل .
ــ ښه ښه وبښه پام مې نه وو ، ښه ښه پتنګه وروره خبرې وکړه ، څه دې ولیدل ؟
مچ له پتنګ نه چاپېره وچورلېده اوبیا یې وویل :
هی هی نیم سویه پتنګه ، هغه ښار شمعې شمعې وو ، وایم داسې ځای نه وو چې شمع پکې بله نه وه .
پتنګ وویل ــ ښه! ډېرې شمعې پکې بلې وې ؟!
مچ ځواب ورکړ: هو وایم حساب یې نه و.
پتنګ ترخه وخندل .
نو بیا تا څنګه روغې وزرې راوړې ؟! یوې شمعې هم ونه سوځولې ؟!
کاروان بلا کوي ، پدې لنډه کیسه کې ډېر داسې څه بیانوي چې ډېرو به لا په شعر او شعار کې هم نه وي بیان کړي .
دا لنډه کیسه زمونږ د هیواد ټولنیز حالت ته ډېره ښه نغوته کوي ، په ټولنیزو خبرو کې برابرښت او د بل چا پېرې کول هغه څه دي چې له انسان نه خپل حالت هم هېرولی شي .
کاروان په خپله لنډه کیسه کې زاړه موضوعات په نوې بڼه وړاندې کوي لکه پتنګ ته دهغه دقربانیو په وړاندې براﺉت ورکول او مچ د پتنګ په هڅو کې په ښو بېلګو پاتې راوستل یې په زړه پورې بېلګې دي ، مچ هم دالله مخلوق دی خو هرسړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه ! مچ که د پتنګ پېرې کوي کله به هم بریالی نشي اونه به وتوانیږي ، خو په ټوله کې یو ښه درس هم هغه کسانو ته وړاندې کوي ، څوک چې غواړي لویان شي (مچ د پتنګ په تازه کښل شوي انځورکې وزرې وموښلې د مچ وزرې رنګ شوې مچ په هواشو.) لویان باید هڅه وکړي له ستونزو سره مقابله وکړي، خو د ښمن ته کله هم تسلیم نشي ، مچ که هڅه کوي چې ځان پتنګ کړي نو کله چې څه وروسپارل شول هغه باید په سمه توګه سرته ورسوي نه داچې چېرته یې چې خوراک ولیده نو خپله کیسه یې هېره کړه ، داموضوع اصلیت ته اشاره کوي انسان باید کله هم خپل اصلیت هېرنکړي ، زه یوانسان یم زما د انسانیت سره زما افغانیت او پښتونیت هغه تړلي موضوعات دي که څوک پرې پاچاهي هم راکړي خو خپل اصلیت پرې له لاسه نه ورکوم ،دا خبره خو مونږ دهروخت لپاره کوو ، خو هغه وخت باید لا ورته ځیر واوسو کله چې یو څه واک ترلاسه کړو داسې نه چې د خپل واک په وخت تېرشوي هرڅه هېر کړو . (مچ ورته وویل ګوره پتنګه ناځواني مه کوه مچ مه راته وایه پتنک راته ووایه.)
کاروان ددې لپاره چې له یوې خوا خپل د زړه بړاس وباسي او له بلې خوا د روانو حالاتو سره سم مخ ته قدم کیږدي ، ډېره ښه لاره غوره کوي ښکلې بېلګې راوړي ، د ادب په چوکاټ کې یې د مینې په نامه پېلوي ، چې له یوې خوا د مینې په دام کې راګیر شوي دا ځینې ځینې یې هم له ویلو د مخه پرېنږدي .
دامعلومه ده چې مینه قرباني غواړي ، لیکوال غواړي چې دغه کلیشه شوې موضوع ته روح ورکړي او یوځل بیا یې هېرجنو ته په یاد راوړي ، مچ که غواړي چې له ځانه پتنګ جوړ کړي نو د پتنګ پشان قربانۍ ته دې غاړه کېږدي کنه نو هېڅکله به هم یادې موخې ته ونه رسیږي ، وایي :
سړی په رنګ نه سړی کیږي سړی هغه دی چې یې خوي د سړي وینه
مچ که سل د پتنګ په رنګونو ځان ونغاړي کله به هم پتنګ نشي بلخوا د پتنګ هوښیاري هم دهېرولو نده ، پتنګ هم ازموینه اخلي او خپله تګلاره په سمه توګه وړاندې کوي ، افسوس د ځینو ځینو په حال چې مخکې له احواله بیا ده ورته خپل احوال وړاندې کړی وي ، هغه هم دیوې موخې ( چوکۍ او شهرت ) لپاره .
ددنیا په کارونو کې هرسړی په خپلې موخې پسې ځي ، مچ هم پتنګ هم .
وایي دوست په بده ورځ وازمویه ، شاید لیکوال هم دهمدغسې ډېرو دوستانو لیدونکي وي چې ددې حال دڅرګندولو لپاره د ذهن کرښې انځورکړې ، بلکې دنړۍ شهکار یې زېږولی او د نثر ، موضوع او اوډنې لارښود یې ادبپالو ته پرېښی .