له فرضي عباداتو په کولو بیا هم یوڅوک مومن نه وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44043
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-10

فتو ی نمبر(۱۳۷)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  : سردارسرفرازخان  خټک، پېښور
داسلام و سترخادم  علامه ابوالفضل اودبینوا کارکنانوته السلام علیکم
له  علامه صاحب څخه زماپوښتنه داده چي ایاداسي شرعا کې دای سي چي یوڅوک دي لمونځ ،حج،کوي،اوروزه دي نیسي اوزکوة دي هم ورکوي اوله سره دي مومن اومسلمان نه وي

الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
هومحترمه داکېدلای  سي په دې وجه چي سره له ټولوشرعي عبادتویوسړَی داسي نظریه لري چي هغه له اسلام سره ټکروي دداسي خلګوداسلام پیغمبرله پخولاپېښګوئي کړئې ده په یوه حدیث کي راغلي دي چي ژرده چي پرخلګوباندي به داسي زمانه را سي  چي په یوه مسجد کي به زرنفره یازیات له دېڅخه لمونځ کوي په داسي  حال کي چي نه به وي په دوي کي هیڅ یومومن،حدیث دادۍ

روی الديلمي من حديث ابن عُمر أيضا قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سيأتي علی الناس زمانٌ يصلي في المسجد منهم ألف رجلٍ او زيادة لايکون فيهم مؤمنٌ»  .
همدارنګه په يوبل حديث کي رسول عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي چي مؤذن به اذان کوي يعني داسي وخت به راسي چي په يوقوم کي به مؤ ذن اذان کوي اودغه قوم به لمونځ کوي  خومومنان به نه وي ، حديث دادۍ ،

وروی الطبراني وأبونعیم في الحلية من حديثه أيضا أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال : «يؤذن المؤذن و يقيم الصلاة قوم و ماهم بمؤمنين»   .
همدارنګه په يوبل حديث کي رسول عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي چي رابه سي پرخلګوباندي داسي زمانه چي حجونه به کوي اولمونځونه به کوي اوروژې به نيسي حال به داوي چي نه به وي په دوۍ کي يوهم مومن ، حديث دادۍ :
   وروی الشعيب الحراني في فوائده من طريق الفضيل بن عياض عنِ الأعمَش بسنده فقال : «يأتي علی الناس زمانٌ یحجون ، ويصلونَ ، ويصومونَ ، ومافيهم مؤمن» .
والسلام ومن الله التوفيق ـ