فتو ی نمبر(۱۴۶)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : انجنير يوسفزئ .
د هيواد تکړه او نابغه عالم محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول قدرمند خالد هادي حيدري ته د زړه له بيخه سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم .
پوښتنه مي داده چي که يو څوک له ګناه څخه توبه وکاږی نو دا توبه یې قطعًا قبليږی او که د توبې قبول احتمالي دی ، يعني ددې احتمال هم سته چی قبوله دی سی او ددې احتمال هم سته چی نه دی سی قبوله ؟
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ! د أهل سنت والجماعت د علماوو پدې باره کښي څه اختلاف دئ ، که څه هم صحیح قول دادئ چي په صحيح طريقه سره او د توبې پر شرطو برابره چي څوک توبه وکاږي نو توبه يې قطعًا (يقينًا) الله پاک قبلوي ؛ ځکه چي په قرآنکريم کښي الله (جل جلاله) له توبه ګارانو سره د توبې د قبلولو وعده کړېده ، او مخالفت له وعدې څخه الله پاک نکوي ، او د نبي (صلی الله عليه وسلم) حديثونه هم پر دغه خبره باندي دلالت کوي ، لکه چي ده مبارک فرمايلي دي چي هغه څوک چي له ګناه څخه توبه وکاږي نو هغه په مثل د هغه چا دئ چي له سره يې ګناه نه وي کړې .
نور پدې باره کښي له دغه لاندي عربي عباراتو څخه استفاده وکړۍ :
قال النووي : ثم توبة کافر من کفره مقطوع بقبولها. وماسواها من انواع التوبة هل قبولها مقطوع به ام مظنون ؟ فيه خلاف لاهل السنة . واختار امام الحرمين : انه مظنون هوالاصح ( شرح مسلم : ج ۲ ص ۳۵۴ ) .
قال ابن حجر وتوبة العاصي مقبولة بالوعدالصادق . ومعني القبول الخلاص من ضرر الذنوب ، حتي يرجع کمن لم يعمل ، ثم توبة العاصي اما من حق الله تعالي واما من حق غيره ، فحق الله تعالي يکفي في التوبة منه الترک علي ما تقدم، غير ان منه مالم يکتف الشرع فيه بالترک فقط ، بل اضاف اليه القضاء اوالکفار ،وحق غيرالله يحتاج الي ايصالها لمستحقها والا لم يحصل الخلاص من ضرر ذالک الذنب لکن من لم يقدر علي الايصال بعدبذله الوسع في ذلک فعفو الله مأمولٌ ؛ فانه يضمن التبعات ويبدل السيئات من حسنات ، والله أعلم .
(فتح الباري ج۱۱ ص ۸۷) .
قال القاري في شرح الفقه الأکبر في ذکر توبة العاصي : قال الکرماني في منسکه : ثم اذا تاب توبة صحيحة صارت مقبولة غير مردودة قطعًا من غير شک وشبهة ، يحکم الوعد بالنص ، اي قوله تعالی : «وهو الذي يقبل التوبة عن عباده» الآية . ولايجوز لأحدٍ أن يقول أن قبول التوبة الصحيحة في مشية الله تعالی ، فان ذلک جهلٌ محضٌ ، ويخاف علی قائله الکفر ؛ لأنه وعد قبول التوبة قطعًا من غيرِ شکٍّ ، واذ تشکک التائب في قبول توبته اذا کانت صحيحة ، فانه بتلک التوبة والاعتقاد به يکون مذنبا بذنب أعظم منَ الأول ، نعوذ بالله من ذلک ومن جميع المهالک . انتهی .
(شرح مسلم : ج۲ ص ۳۵۴) .
وتوضيحه ما ذکره الامام الغزالي من أن التوبة اذا استجمعت شرائطها فهي مقبولة لا محالة . ثم قال : ومن تابَ فانما يشک في قبول توبته ؛ لأنه ليس يستيقن حصول شروطها ، ولو تصور أن يعلم ذلک لتصور أن يعلم القبول في حق الشخص المعين ، ولکن هذا الشک في الأعيان لا يشککنا في أن التوبة في نفسها طريق القبول لا محالة (انتهی) . [شرح فقه الأکبر ص ۱۹۶] .
والسلام ومن الله التوفيق .
کاتب : ب ا ق ي .