فتو ی نمبر(۱۴۷)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : نوريه /أفغانستان / بدخشان
و علامه مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې کارونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي په حرام مال کښي خيرات او صدقه کول څه حُکم لري ؟
ستاسو محترم څخه د جواب په هيله .
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي خورې ! له خالص او سوچه حرام مال څخه د ثواب په نيت خيرات کول نه دي جائز ، او نه د الله پاک په نزد مقبول دئ ، او که يو څوک حرام مال حلال وګڼي او د ثواب په نيت يې خيرات کړي نو دغه سړئ کافر ګرځي ، البته که په ناخبري او جهالت کښي داسي کار وسي نو بيا کافر نګرځي ، دارنګه که د يو چا سره مخلوط مال ؤ يعني حلال او حرام سره ګډ ؤ او يو له بله سره ممتاز نه ؤ او غالب حرام مال ؤ نو پدې صورت کښي هم صدقه ورکول په نيت د ثواب نه دئ جائز .
کچيري له يو چا سره يو قسم حرام مال موجود وي نو د هغه حُکم دادئ چي هغه دي بيرته وهغه ځائ ته رَد کړي له کومه ځايه څخه چي دغه مال حاصل سوئ وي ، او کچيري و أصل مالک ته واپس کول ممکن نه ؤ نو بيا (ددې پر ځائ چي د ځان دپاره د ثواب نيت پکښي وکړي او خیرات يې کړي ) د أصلي مالک له طرفه يې خيراتول ضروري دئ .
عن ابن عمر (رضي الله عنه) عن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال : لاتقبل صلاة بغير طهور و لاالصدقة من غلول [الترمذي ۱ : ۳] .
وفي الهندية [۵ : ۳۴۹] : والسبيل في المعاصي ردها ، وذلک ههنا برد المأخوذ ان تمکن من رده بأن عرف صاحبه ، وبالتصدق به ان لم يعرفه ليصل اليه ماله ان کان لا يصل اليه عين ماله .
والسلام ومن الله التوفيق ـ
کاتب : ب ا ق ي .