دکرهڼې باغ (Allotment)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44105
توريالی ازاد
دخبریدو نیټه : 2011-05-13

سريزه
په دې وروستيو څو لسيزو کې  ډېر خلک د کلو او بانډو څخه ښارونو ته د کار موندنې او د ښه ژوند د کولو په په خاطرتللي دي او دغه لړۍ لا دوام لري ، په ښارونوکې د خلکواندازه د نورم څخه زيات شويده او ددې سره سم د چاپېريال ککړتيا هم ډېره شوېده. په اوسني حالت کې ليدل کيږي چې اکثره لويې کورنۍ په ډيرو خرابو شرايطو کې شپې او ورځې تيروي. د مثال په ډول په کافي اندازه غذایي مواد نلري  ، د اکثره کورنيوخلک د نورم څخه زيات په يوه کورکې اوسيږي  ، پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او هم د تازه هوا څخه محروم  دي او داسي نور . .. په ښارونو کې د ترانسپورتي وسايلو اندازه زياته شويده ، پارکونه او تفريحي ځايونه د زورواکانو لخوا په زور نيول شويدي،  زراعتي ځمکې او باغونه هم په نسبي ډول له منځه تللي دي او هم د ښارونو مسئولين په خپلو شخصي گټو کې ډوب دي،  يا واک او يا د کار د پوهيدلو وړتيا نلري .

ددې لپاره چې دښارونو  هوا ښه شي ،خوراکي مواد په بازارونو کښي زيات او ارزانه شي ،نو اړينه ده چي د ښار اوسيدونکي ، ښاروالي ، ناحيي ، زراعت پوري اړونده حکومتي  اداري ، اجتماعي او سياسي سازمانونه  د خپلو کورونو دننه او د کورونو څخه د باندې خالي ځايونه ،پارکونه ، اود سرکونو غاړي په ونوگلانو او چمنونو باندي زرغوني او ښايسته کړي  او هم په مناسبو ځايونو کښي ځانونوته د کرهڼي باغچي جوړي کړي  او ځانته پکښي تازه ترکاري ، گلان ، شين چمن او د ميوو وني وکري چي د دي کار سره به د يوي خوا ښاريان خپل غذائي مواد په خپله توليد کړي او هم  به د کار څخه وروسته ورته د استراحت  لپاره ښه شرايط برابرشي، او د بلي خوا به په د ماغي ، رواني او فزيکي ډول  به  ټول ښه روغتيا ولري .

کله چي په اروپايي هيوادونو  کښي د صنعتي انقلاب څخه راوروسته  د خلکو اندازه  په ښارونو کښي زياته شوه  اوهم اوسيدونکي د اقتصادي او محيطي مشکلاتو سره مخامخ شول،  نو ددي سره سم د کرهني د باغچو کلتور  رواج  ومنده او تر نن ورځي پوري د باغچو دغه کلتور لا نور هم انکشاف کړيدي  . چي دا بيا ځانته اوږد تاريخ  لري او په راتلونکي  کښي به مينه والو ته وړاندي شي .

د کرهڼې باغچې
کله چي يوه برخه ځمکه پر ورکوټو مساوي  يا مختليفو ټوټو باندي وويشل شي اوبيا د سبزيجاتو او نورو گټورو  بوټو دکرهڼي لپاره  ښاري خلکو ته په کرايه ورکول کيږي .  که څوک غواړي چي د اوسيدني چاپيريال  ئي زرغون شي جيب يي ډک ،خيټه يي مړه او دماغ يي تازه شي نو بايده دي چي د کرهڼي د باغچو په پراختيا کښي د زړه د نيته برخه واخلي .

د کرهڼي باغچي ته په انگليسي ژبه کښي Allotment ،په جرمني ژبه کښي Wohnsidlung  ، په فرانسوي ژبه کښي Latissements(Jardinage) ، په روسي ژبه کښي  Vedelinie(Sadavodstva)او په سويډني ژبه کښي ورتهKoloniträdgård وايي اوهم په لاتين کښي ورته Colonia چي دا بيا د Colonus څخه اخيستل شويده او Colonus د مستعميري  ، کروندگرو (دهقانان) او د نوو ابادونکو په معنا هم  راتلاي شي . اود سياسي نگاه نه هغه اداري او تشکيلاتي واحيدونه دي کوم چي د بيگانگانو لخوا اداره کيږي .

په اروپايي هيوادونو کښي يوه لويه برخه ځمکه پر وړو ټوټو باندي ويشي  چي دغه ورکوټي ټوټي  بيا دښارواليو او ناحيو له لاري  ديوه بالغه شخص او يا د يوه فاميل لخوا د يوه کال لپاره په کرايه نيول کيږي اوخلک د کرهڼي په باغچو کښي ترکاري ، گلان او د ميوو وني کري، چي دغسي ځمکي د کرهڼي د باغچو په نوم سره  نوموو. د معمول له رويه  نوموړي لويه برخه ځمکه  په لسگونو او يا سلگونو  برخو باندي تقسيموي او دهري ټوټي (باغچي) لوي والي د ۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميتره مربع پوري وي . اود باغچي خاوند د باغچي د ښي ساتني لپاره  اغزي لرونکي سيم  ، لرگيو اوږدو تختي او يا د ونو د منډان (غني) د کرهڼي د باغچي څخه گردچاپير  را تاووي اويا لښته لرونکي بوټي چي ځنگل کيږي  او لوي وني ورڅخه نه جوړيږي گردچاپير کري  . د يادوني وړده چي د کرهڼي په باغچه کښي يوه ورکوټي کوټه د سامانونو د ساتلو او يا د لږ وخت د اوسيدني لپاره  ابادولي شي لاکين د دايمي اوسيدني لپاره ورڅخه کار نشي اخيستلي  . د باغچو خاوندان تر هغه وخته پوري د باغچو مالکين دي  تر کومه وخته پوري  دوي د باغچو کرايه تحويله  وي .

د يادوني وړ ده چي د کرهڼي باغچي د ښارواليو ، ناحيو ، د باغچو د اتحاديو او نورو شخصي خلکو لخوا لکه د کورونو خاوندان چي د کورونو ساحي ته نژدي د ساحي د ښکلا او خپلو مشتريانو د ښه استراحت په خاطر جوړوي ...او نور.

د کارونو د ښه ترتيب او تنظيم لپاره د باغچو خاوندان په اتحاديو کښي سره راټوليږي  او هم اتحاديو ته د کال په ډيره کمه اندازه د غړيتوب ونډه ور کول کيږي .د اتحادي ټول غړي بايد د اتحادي اساسنامه  او نور اړوند قوانين  په ځان ومني . اتحادي د خپلو غړو لپاره د دولت  او شخصي خلکو څخه ځمکي په کرايه اخلي او بيايي  پر غړو باندي ويشي .

د کرهڼي د باغچو اجتماعي - کلتوري او اقتصادي ارزښت
د  du Coin de Terre et des Jardens Familiaux  بين المللي بيرو چي  په لوکزمبورگ (Luxemburg کښي قرار لري  او   د ۱۹۲۶ کال څخه راپديخوا  په اروپا کښي د  دري ميلونو د کرني د باغچو خاوندان چي د کار ښه وړتيا لري  نمايندگي کوي   اود هغوي نظريې کومي چي د کرهڼي د باغچو اجتماغي ـ کلتوري او اقتصادي ارزښت په هکله وړاند کړيدي په لاندي ډول  مينه والو ته وړاندي کيږي :

۱-  په ښارونو کښي د شور ،بيروبار او د زياتو گردونو کميدل او د گڼي گوڼي د اوسيدني د چارچاپير د ساحي   د زرغونیدلو له کبله د اوسيدونکو د ژوند په کيفيت کښي ښه والي راتلل .
 ۲-  د فاميلونو لپاره په زړه پوري ازاد مصروفيت  پيداکيدل، او د خپلو شخصي تجروبو له مخي د تخمونو کرل ،د بوزغلي نيالول ، روزل اود تازه سبزيجاتو  راټولول  د لوړمنزلو کورونو ، سيميټي سرکونو اوميدانونوپه مينځ  کښي .
۳-  د ماشومانو او ځوانانو لپاره په  آزاده هوا کښي  د لوبو کولو لپاره  شرايط  برابريدل ، د يوبل سره د روابطوجوړول ، د آزاد طبعيت سره اشناکيدل  اود مشرانو څخه د کار او فعاليت زده کول .
۴-  د کارکونکو خلکو لپاره د تفريح ډير ښه ځاي گڼل کيږي او د هغويي د جسماني اورواني ستړتيا دکميدلو سره مرسته کوي  .
۵-   د مهاجرو فاميلونه د نورو مختليفو فاميلونو سره  پيژندگلوي  پيداکوي او هم په يوه ملک کښي  د انتگراشون ارزښت  لوړيدل .
۶-  د بيکارانو لپاره هم گټه لري ، دوي کولاي شي چي يو څه وکري او محصولات يي په مناسب قيمت بازار ته وړاندي کړي  .
۷-  د معيوبو خلکو لپاره يو داسې ځای دی چې هغوی کولای شي په اسانۍ سره د اجتماعي ژوند څخه برخمن شي ، خلکو سره اړيکې پيداکړي  او د تنهايۍ ژوند ته د پای ټکی کيږدي .
۸-  د تقاعد خلکو ته د ساعتيري ، د اړيکو د پيداکولو او ټينگولو لپاره داسې يو ځای دی  چې کولای شي  د خپل مزاج وړ انډيوالان پيدا کړي .

ماخذ
http://en.wikipedia.org/wiki/Allotment_(gardening)