فتو ی نمبر(۱۵۰)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : سيد .
و محترم علامه أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ یاست ، له تاسي محترم څخه ځما پوښتنه داده چي هغه څوک چي تارک د جماعَت وي او د جماعت ولمانځه ته نه حاضريږي د شريعت له نظره د هغه څه حکم دئ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترم مستفتي صاحب لوی عالم اوغټ موکل راته معلومېږي
محترمه په شریعت کي لمونځ په جماعت سره بې له کوم شرعي عذرڅخه ډیره سخته ګناه ده اوډیرلوي تاوان اوخسران هم دۍ د تاوان ځای خوئې داده چي دجماعت لمونځ پربې جماعته لمانځه باندي په اوه ویشت یاپنځه ویشت درجې بالادۍ نوچي یوڅوک بې جمعي لمونځ وکړي ته حساب ورته وکړه چي څونه تاوان ئې وځان ته ورساوه اودګناه درجه ئې داده چي دجماعت لمونځ دځینوامانوپه نزدفرضدۍ اودځینوپه نزدواجب دۍ اودځینوپه نزدبې جماعته بېخي پرمخ لمونځ صحت نلري اودځینوپه نزدسنت موکددۍ دامام اعظم رحمه الله تعالي مشهورقول دادۍ چي دجمعي لمونځ واجب دۍ اوفتوی پردې باندي ده چي سنت موکددۍ نویوسړۍ چي په جماعت لمونځ ونکړي بې له شرعي عذره نوده یافرض یاواجب یاسنت موکدپرېښوول اویائې له سره لمونځ صحیح نسو اودارنګه دغه سړَی فاسق سوشاهدي دده نه قبلېږي دامي په کوتاه ډول دتارک الجماعته حکم درته بیان کړ په لاندي عربي مساله کي دتارک الجماعته نوربدعواقب هم بیان سوي دي ـ عربې مساله داده :
حکم تارک الجماعة ، اختلف العلماء في حکم صلاة الجماعة في حق الرجال، فقيل انها فرض عين الا من عذر، وقيل : فرض کفاية ، وقيل : واجب، وقيل : سنة مؤکدة ـ
والقول بالوجوب اعدل الأقوال واقواها، ولاتقبل شهادة تارکها الااذا ترکها بعذر ـ
ويدل علي الوجوب حديث ابي هريرة رضي الله تعالي عنه ان رسول الله صلي الله تعالي علي وسلم فقد ناسا في بعض الصلوات فقال : « هممت أن آمر رجلا يصلي بالناس، ثم اخالف ألي رجال يتخلفون عنها، فآمر بهم فيحرقوا عليهم بحزم الحطب بيوتهم، ولو علم احدهم انه يجد عظماسمين لشهدها » يعني صلاة العشاء ـ متفق عليه واللفظ لمسلم ( ۶۵۱ ) ـ وعن عبدالله بن مسعود قال : من سره ان يلقي الله غدا مسلما فليحافظ علي هؤلاء الصلوات حيث ينادي بهن، فأن الله شرع لنبيکم صلي الله تعالي عليه وسلم سنن الهدي، وانهن من سنن الهدي، ولو أنکم صليتم في بيوتکم کما يصلي هذا المتخلف في بيته لترکتم سنة نبيکم، ولوترکتم سنة نبيکم لضللتم، ومامن رجل يتطهر فيحسن الطهورثم يعمد الي مسجد من هذه المساجد، الاکتب الله له بکل خطوة يخطوها حسنة ، ويرفعه بها درجة ، ويحط عنه بها سيئة، ولقدرأيتنا ومايتخلف عنها الامنافق معلوم النفاق، ولقدکان الرجل يؤتي به يهادي بين الرجلين حتي يقام في الصف ـ صحيح مسلم (۶۵۴) ـ وبين رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم فضل صلاة الجماعة علي صلاة الفرد فقال : « صلاة الجماعة تفضل صلاة الفذ بسبع وعشرين درجة » ـ صحيح البخاري ( ۶۴۵ ) ـ کذا فی الفقه الحنفي فی ثوبه الجدید،ج۱ص۲۵۹ درس ترمذي ج۱ص۴۸۱
والسلام ومن الله التوفیق